1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان د ثبات له پاره معتبره ټاکني حياتي دي

گابريل/ مسعود جهش۱۳۹۳ تیر ۱۳, جمعه

له هغه وروسته چې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشرۍ د دوهم پړاو ټاکنو د لومړيو پایلو اعلان وځنډاوه، داسي اندیښنې چې د دغه بهیر پایلې به د کانديدانو تر منځ جنجال راوپاروي ډیرې شوې دي.

https://p.dw.com/p/1CVZe
د فغانستان په ټاکنو کي د اروپايي ټولني د څارونکي ډلي رئيس تيجس برمن
انځور: EU

د ټاکنو کمېسيون پریکړه کړې ده چې د ۲۰۰۰ محلونو رایې بیا وشمیري خو د اروپایي ټولنې څارونکي استازي ویلي دي چې لا ژوري څېړنې ته اړتیا شته.

له هغه وروسته چې عبدالله عبدالله د ټاکنو د خپلواک کمېسیون پر یو شیر غړو باندي د درغلیو تورونه ولگول او له دغو کمېسیونونو سره یې خپله اړیکه وشلوله، دغو کمېسیونونو په يو شمېر اقداماتو لاس پوري کړ. د یو شمیر ولایتونو د د رایو بیا شمیرنه او د دغه کمېسيون د دارالانشا رئيس ضیا الحق امرخیل، استفا هم په دغو اقداماتو کې شامله وه.

په افغانستان کې د اروپايي ټولني د څارنیزي ډلي مشر تیجس بیرمن، له دویچه ویله سره په یوه مرکه وویل چې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون اوسنۍ تفتیش ډیر گړندی روان دی او د ضرفیت له لحاظه د درغلیو په پیدا کولو کې محدودیتونه لري. هغه ویلي دي چې له همدې کبله چارواکي کولای نه شي چې په ډیر دقت سره د رایو هر صندوق وڅېړي. بیرمن په دې باور دی چې په دې سره کیدای شي د پایلو اعتماد تر پوښتني لاندي راشي.

دويچه ويله: ولي د لومړیو پایلو اعلان وځنډول شول؟

بيرمن: د ټاکنو خپلواک کمیسیون ښه پریکړه کړې ده چې د ټاکنو د لومړیو پایلو اعلانول یې ځنډولي دي، څو وکولای شي هغه محلونه وڅېړي چې د خلکو د گډون کچه پکښي ډیره ده. خو د دې کمېسیون هغه پریکړه چې یوازي هغه صندوقونه چې ۵۹۹ یا تر دې زیاتې رایې پکښې دي څېړي، د درغلیو د موندلو امکانات محدودوي.

له همدې کبله د اروپايي ټولنې د ټاکنو د اروزني ډله په دې باور ده چې د پراخو درغلیو امکانانو ته په کتو سره، یوې لا ژوري څېړنې ته اړتیا شته. کمېسیون کولای شوای چې د بیلگې په توگه هغه صندوقونه چې پکښې ۵۹۵ رایې او یا تر هغه ډیري دي وڅېړي. له دې سره کیدای شوای چې لا ډیر احتمالي تقلب وموندل شي.

نور فکتورونه چې کیدای شي له مخې یې څېړني وشي په یوه مرکز کې د یوه کانديد له پاره په غیر نورمال ډول ډیري رایې او یا هم د ښځینه او نارینه رايي وروکوونکو تر منځ غیر معمول تفاوت، دی.

په دې ترتیب سره نو ټول هغه محلونه چې باید وڅیړل شي کیدای شي چې شمیر یې ۶۰۰۰ ته ورسیږي دا په داسې حال کې ده چې په ټول افغانستان کې د ټاکنو په ورځ ۲۲۸۲۸ محلونه موجود ول. موږ باور لرو چې دغه اضافي اقدامات به احتمالي درغلۍ روښانه کړي او په دې ترتیب سره د ټاکنو پایلو ته لا ډیر اعتبار ور وبخښي. پر دې سربیره به د افغانانو د دیموکراتیک ارادې درناوی هم وشي.

دويچه ويله: ایا تاسو د درغلیو د څېړني په بهیر کې د بینظمیو شاهد وئ؟

بيرمن: موږ په دې باور یو چې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون اوسنۍ څېړني ډیري گړندۍ رواني دي او چارواکي په دقت سره د رایو هر صندوق نه څېړي. زموږ څارونکو دا موضوع په خپلو سترگو لیدلې ده چې یو صندوق پرته له دې چي د درغلیو د موندلو له پاره کافي دقت وشي په لږ وخت کې څېړل کیږي. دا کار پرته له دې کیږي چې د هري رایې اصلیت تثبیت شي. دغه شان موضوع په کابل کې چې موږ څارونکي لرو رامنځ ته شوې ده.

دويچه ويله: ایا د رایو د څېړني دغه ژور بهیر چې تاسو یې وړاندېز کوي د پایلو د اعلانیدو د ځنډ لامل کیږي؟

بيرمن: موږ په دې باور یو چې یوه ژوره څېړنه ډیر وخت نه نیسي. کیدای شي چی یوازي څو ورځي ډیر وخت ونیسي. خو دا د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون صلاحیت دی چې په دې اړه پریکړه وکړي چې کله، څرنگه او په کوم ځای کې څېړني وکړي. زما په نظر که ما ته داسي دوه انتخابه راکړل شي چې په یوه کې کم وخت مصرفیږي خو پایله یې جنجالي وي، او په بل کې یې یو څه ډیر وخت ولگول شي خو پایله يې با ثباته افغانستان وي نو زه به یې دویم انتخاب کړم.

د افغانستان د باثباته راتلونکې او رايي ورکوونکو د ښې گڼي له پاره یوې بااعتباري پایلې ته اړتیا شته. زه هیله لرم چې د ټاکنو خپواک کمېسیون به وتوانیږي چې د دواړو کانديدانو په موافقه یوه ژوره څېړنه پيل کړي. دا موضوع له تخنیکي لحاظه شونې ده او کیدای شي چې د اگست پر دویمه نېټه د نوي ولسمشر د لوړي تر مراسمو پوري پای ته ورسیږي.

پر دې سربیره په انترنت پاڼه کې د هر مرکز د رایو جزئیات خپریدل چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون یې ژمنه کړې ده هم کیدای شي چې د پایلې له شفافیت، اعتبار سره مرسته وکړي.

دويچه ويله: ایا اوسنۍ روانه څېړنه به د پایلو د دقت په اړه اندیښنې پیدا نه کړي؟

بيرمن: د یو شمیر کسانو څرگندونو ته په گتو سره دا خبره واضیح ده چې د ټاکنو د بهیر او د پایلو په اړه اندیښنې موجودي دي. له همدې کبله د اعتماد د رامنځ ته کولو له پاره موږ د نفتیش د پراخولو سپارښتنه کوو. زموږ د ارزونو له مخې د ټول افغانستان په کچه باید د رايي اچوني څلورمه برخه مرکزونه بیا وڅېړل شي. دا لوړ شمیر زما له پاره د اندیښنې وړ دی.

دويچه ويله: تاسو د عبدالله له خوا د ټاکنیزو درغلیو په اړه لگول شوي تورونو په اړه څه فکر کوئ؟

بيرمن: دواړه کانديدان له اوسني سیاسي کړکیچ څخه د وتلو په اهمیت خبر دی. زه د یوه سیاستوال په توگه وړاندیز کوم چې هغوی دې د خبرو مېز ته سره کښېني، پر اصولو دي سره موافقه وکړي او باید واقع بینانه فکر وکړي. دا کیدای شي چې د راتلونکي لارې پر سر د موافقې له پاره لاره هواره کړي. د ټاکنو خپلواک کمېسیون باید پریکړه وکړي چې څه ته اړتیا شته. کانديدان کیدای شي چې وړاندیزونه وکړي، که هغوی دغه وړاندیزونه یوځای وکړي نو هغه به ژر عملي شي.