1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
هنر

د افغانستان د موسيقۍ انستيتويت د موسيقۍ «پولار» جایزه گټلې

۱۳۹۶ بهمن ۲۵, چهارشنبه

د افغانستان د موسيقۍ انستيتويت او د امريکا متحده ايالاتو د راک موسيقۍ د ميتاليکا په نوم ډلې د موسيقۍ د «پولار» جایزه گټلې ده. دا د موسيقۍ يوه معتبره جایزه ده چې د موزيک نوبل جایزه هم ورته ويل کيږي.

https://p.dw.com/p/2sfSM
Afghanisches Nationalinstitut für Musik ANIM
انځور: ANIM

د افغانستان د موسيقۍ ملي انستيتويت په تيرو څو کلونو کې د خپلو فعاليتونو له کبله توانيدلې چې د موسيقۍ د «پولار» جایزه ترلاسه کړي. دا انستيتويت د ۲۰۱۰م کال راهيسې د احمد سرمست تر نظارت لاندې فعاليت کوي.

په پام کې ده چې د موسيقۍ د پولار د جایزې هر يو گټونکي ته به د يو ميليون سويډني کرون چې کابو ۱۲۵ زره ډالر کيږي، نغدي جایزه هم ورکړل شي. دغه جایزه به د روان کال د جون پر ۱۴مه نيټه د سويډن د باچا کارل ګوستاف شپاړسم په حضور کې ورکول کيږي.

د افغانستان د موسيقۍ انستيتويت چې پکښې د افغاني او لويديځې موسيقۍ تدريس کيږي، د هيواد د ښځو لومړۍ آرکسترا جوړه کړه چې تير کال د سويس په داوس ښار کې د نړيوال اقتصادي فورم په غونډه کې یې موسيقي اجرا کړه.

د دې انیستيتويت مشر احمد سرمست، وويل چې دی د جایزې د گټولو له کبله ډير «خوښ» دی او پر دې لاسته راوړنه ډير «وياړي».

د دې جایزې د ورکړې مسئولې ماري ليدين د يوې اعلامیې له لارې وويل: «موږ پر دې باوري يو چې زموږ د جایزې دواړه گټونکي چې د دوو متضادو نړيو څخه دي، د پولار د موسيقۍ د دې جایزې مقصد تعريفوي.»

هغې زياته کړه: «دا جایزه د هغو موسيقي غږونکو او د موسيقۍ د سازمانونو د درناوي له پاره ده چې د خپل کار له لارې د خلکو په ژوند کې تغير راولي.»

د پولار د جایزې دوهم گټونکی د امريکا د ميتاليکا په نوم د راک موسيقۍ يوه ډيره مشهوره ډله ده چې د پارونکې موسيقۍ په وړاندې کولو سره یې د څو لسيزو راهيسې ډير مينه وال جلب کړي دي.

ماري ليدين وويل چې ميتاليکا ډله په نړۍ کې د پاپ موسيقۍ د میليونو مينه والو د خوښې ډلې ده او په ميليونو انسانان ورسره مينه لري.

دې په خپلو خبرو کې همدا راز د افغانستان د موسيقۍ د انستيتويت په هلکه وويل چې احمد سرمست او دې انیستيويت هڅه کړې چې «د ماشومانو په ژوند کې يو وار بيا د موسيقۍ خوند راپيدا کړي».

د موسيقۍ د پولار جایزه د سويس د موسيقۍ تر ټولو لوړه او په اروپا کې د موسيقۍ يوه معتبره جایزه ده چې په کال کې يو وارې د کلاسيکې موسيقۍ يوه هنرمند يا د پاپ موسیقۍ يوې ډلې ته ورکول کيږي.

د موزيک د پولار جایزه په ۱۹۸۹ م  کال کې د پاپ موسيقۍ د ډلې «آبا» د مشر استيگ آندرسون په نوښت تاسیس شوې وه. د نوماندانو له جملې څخه یې دوه کانديدان کولای شي دا جایزه ترلاسه کړي. 

AFP(B.S/M.S)

زموږ له آرشيف څخه: