1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اقليم بدلون تاو تریخوالې زیاتوي

۱۳۹۹ شهریور ۱۴, جمعه

د بيلا بیلو څيړنو له مخې جوته شوې، چې د هوا توديدل د انسانانو ترمنځ تاوتریخوالي، قتل او يو بل ته د سپکو سپورو ويلو سبب کيږې. ويل کيږې چې د دې مهم دليل په بدن کي د سروتونین مادې د توليد اندازه ده. 

https://p.dw.com/p/3hzZX
Hitzewelle in Deutschland
انځور: picture-alliance/dpa/T. Warnack

په ۲۰۱۸م کال کې د آلمان د روبرت کوخ موسسي د څيړنو پايلو له مخې په برلین ښار کې کابو ۵۰۰ کسانو د هوا تودوخې له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړ.

دغه راز په برلین کي له سلو زرو کسانو څخه يې ۱۲ د حرارت د درجې قرباني شوي، چې د دغه کسانو د مړینی وجه قلبي تکلیفونه ، د پښتورګو کار پریښودل ، تنفسي ناروغۍ او مغزي سکته بیان شوې ده.

برسيره پردې په سويلي افریقا کي ترسره شويو څيړنو له مخې د هوا تودیدلو سره د قتلونو شميرهم لوړیږې. په دی معنی چې د هوا سانتيګراد هرې يوې درجې په پورته کيدلو سره قتلونه ۱،۵ سلنه زیاتيږي. په فنلاند کې د قتلونو شمير حتی ۱،۷ سلنه ډيرېږي.

Niederlande Hitzewelle 2019 | Eindhoven, Abkühlung
انځور: picture-alliance/NurPhoto/N. Economou

سپکې سپورې او ځان وژنه

د آلمان تاتس خپرونې په امریکا متحده ایالاتو کې پر ۷۰۰۰ مظاهره کونکو د ترسره شویو څيړنو پايلو ته اشاره کړې، کومي چي ښودلې هرڅومره چي د هوا د حرارت درجه پورته ځي، ژرغوصه کيدل هم ورسره زياتيږې.

په امريکا کي نورو څيړنو هم ښودلې، چي د حرارت د درجې په زياتیدو سره  موټرچلونکي تیز موټر هم چلوي. په ځانګړې توګه هغه موټر چلونکي چې په پرانیستو کړکيو سره موټر چلوي، دوی ژر قاريږې او هارنډ کوي.

په ۱۲ هيوادونو ، د هغې جملې آسيايې هیوادونو کې د پرتليزو شميرنو له مخې داسي پايله ترلاسه شوې چې د ځان وژنو شمير هم له سړې هوا څخه په توده هوا کې زيات وي.

حتی رپوټ ورکونکې هم د هوا له ګرميدلو څخه په آمان کې نه دي. په ۲۰۰۸م کال د پیکینګ المپيک په لوبو کې د  امريکايي رپوټ ورکونکو ژبي تر څيړنې لاندې ونیول شوې او ترينه څرګنده شوه چې د هوا ګرميدلو او هوا ککړتيا په زياتیدلو سره هغوی ډير کله (منفي کلمات) استعمال کړي.

سروتونین عصبي انتقالونکی

فنلاندي څيړونکو موندلې چې د هوا توديدلو اغیز یو مهم لامل کيداي شی، د پیغام رسونکي مادې (سروتونین) اندازه وي. دغه عصبي انتقالونکې ماده په انسان کي د (ښه احساس) ترڅنګ د ویني فشار، د درک ځواک، خوب او هم په بدن کي د حرارت درجه تنظميوي. د انسان په بدن کې د سروتونین مادې اندازه د (دوبي موسم په منځ) تر ټولو تودې هوا جولای میاشت کې ډيره کمه وي او (د ژمي په منځ)   فبرورۍ میاشت کي تر ټولو لوړه کچه کې وي.