1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د المان دفاع وزیر د ملکیانو د حفاظت بهترولو غوښتنه وکړه

۱۴۰۲ اسفند ۱۹, شنبه

د المان د دفاع وزیر د فنلنډ د ملکي تاسیساتو د لیدنې پر مهال د ملکي وګړو د حفاظت بهترولو غوښتنه وکړه. هغه وویل چې د المان په کابینه کې به ملکي خلکو ته د پناه ځایونو د رامنځته کولو پر موضوع بحث وشي.

https://p.dw.com/p/4dKmh
Deutschland Berlin | Pressekonferenz Verteidigungsminister Boris Pistorius zur Abhöraktion
د المان د دفاع وزیر بوریس پیستوریوسانځور: Maja Hitij/Getty Images

د المان د دفاع وزیر بوریس پیستوریوس، د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۴ کال د مارچ ۸مه نېټه) په هیلسینکي کې له خپل فنلنډي سیال انتي هاکنن سره د لیدنې پر مهال وویل: «دا موضوع باید په بیړه حل شي، ځکه له ملکي خلکو څخه دفاع یا د پوځي ګواښونو په مقابل کې د ملت حفاظت، تل یوه دفاعي وړتیا وي.»

د المان دفاع وزیر د فنلنډ په پلازمېنه کې د مریهاکا به نوم د ملکي دفاع له تاسیساتو څخه هم لیدنه وکړه . له دې زیر زمینۍ څخه د سولې په دور کې د یوه ورزشي مرکز په توګه کار اخیستل کیږي، خو په بیړنیو حالاتو کې د ۹۰۰ زره کسانو له پاره د امن پټنځای په توګه هم ترې استفاده کیدلی شي.

خو المان د خپلو ملکي خلکو له پاره پناه ځای نه لري او د سړې جګړې له پای ته رسیدو وروسته یې موجود دولتي تاسیسات خرڅ ګړي او یا یي اجازه ورکړې ده چې یو شمیر یې تخریب کړای شي.

د المان د دفاع وزیر وویل چې حتی د سړې جګړې په اوږدو کې هم المان یوازې د خپل ۱۰ سلنه وګړو له پاره پناه ځای درلود. پیستوریوس زیاته کړه «دغه موضوع به د المان په کابینه کې تر بحث لاندې ونیول شي.»

هغه وویل چې د سکندنویانو پریکړنده تګلارې اغیزمن کړی دی چې د پوځي ګواښ په مقابل کې په هیواد کې د لوړې کچې هر اړخیز دفاعي تدابیر یې په پام کې نیولي دي.

د فنلنډ د دفاع وزیر انتي هاکنن د اوکراین پر وړاندې د روسیې جګړې ته په اشارې سره وویل: «روسیه یو اوږدمهاله تهدید دی او مونږ ګورو چې هغوي له خپلو شریکانو او متحدینو څخه ډیر ملاتړ ترلاسه کوي. ټول دیکتاتور رژيمونه د دوی ملاتړ کوي.» 

فنلنډ د ۲۰۲۳م کال په اپریل میاشت کې د ناټو غړیتوب ترلاسه کړ. دغه هیواد د څو لسیزو راهیسې بې پرې نظامي سیاست درلود او د اوکراین پر وړاندې د روسیې د جګړې له پیلیدو وروسته یې پریکړه وکړه چې د شمالي اتلانتیک پوځي تړون (ناټو) سره یوځای شي.

آژانسونه: ش.ن

د ناټو په سرمشریزه کې ترمپ ولې پر آلمان لفظي برید وکړ؟