1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تاوتریخوالی، اور او لوګی

۱۳۹۴ آذر ۲۲, یکشنبه

د کین اړخو ځوانان یو مشر چې د نیو نازي ګروپ پر ضد د فعالیت له کبله مشهور دې په لیپزش ښار کې د پولیسو له خوا نیول شوی دی. همداراز د کین اړخو او پولیسو د نښتو په ترڅ کې ۵۶ پولیس او یو شمیر مظاهره کوونکي ټپیان شوي دي.

https://p.dw.com/p/1HMcq
Leipzig Demonstration Die Rechte und Gegendemonstration
انځور: picture-alliance/dpa/S. Willnow

د آلمان د دې ختیځ ښار په «سودورشتات» سیمه کې د نیو نازي ګروپ د ۲۰۰غړو د مظاهرې پر ضد د کین اړخو په یوې مظاهرې کې د نښتو څخه وروسته پولیسو د اوبو توپونه او اوښکې بهونکي ګاز وکارول.

چارواکي وايي چې ۵۶ پولیس ټپیان شوي دي او د دوه تنو حالت یې د اندیښنې وړ دی. همداراز په دې نښتو کې یو شمیر موټر او ځینې ملکیتونه هم ویجاړ شوي دي.

د سوسیال دیموکرات ګوند غړی او د لیپزش ښار والي بورخارد یونک، وايي چې د پولیسو او کین اړخو نښتې «ډیرې د اندیښنې او حیرانتیا وړ» دي.

یونګ وايي دا «د سرک پر سر ترهګری ده» او «مجرمینو» د نیو نازي ګروپ پر ضد یوه مهمه او سولییزه مظاهرې بې اعتباره کړې ده.

د زده کوونکو د «دورخګیسالت» په نامه ډلې وویل چې ۲۵۰۰ کسانو د نیو نازي ګروپ د مظاهرو پر ضد د دې ښار په بیلابیلو سیمو کې مظاهرې تر سره کړې دي او په پیل کې تمه کیده چې یوازې ۶۰۰ کسان به په دغو مظاهرو کې برخه اخلي.

لیپزش د آلمان په زکسني ایالت کې پروت یو ښار دی او تر اوسه په دې ښار کې د مهاجرو پر استوګنځایونو ۱۲۶ بریدونه ثبت شوي دي.

د ادغام په اړه تحقیقاتي معلوماتو په نامه یوې انترنتي پاڼه کې راغلي دي چې په لیپزش ښار کې د مهاجرو پر استوګنځایونو دا بریدونه په ټول آلمان کې د بریدونو څلورمه برخه جوړوي.

د سولې ساتونکي تاوتریخوالي ته مخه کړه

لوتر کونیګ چې ۶۱ کاله عمر لري د پروتستانت مسیحیانو یو کشیش دی او د ځوانانو سره کار کوي. هغه د کيڼ اړخو د مظاهرې پر مهال د پولیسو له خوا پر دې تورن شوی دی چې د پولیسو سره یې مقاومت کړی او تاوتریخوالي ته یې مخ کړی.

Archivbild Jugendpfarrer Lothar König
۶۱ کلن لوتر کونیګانځور: imago/Robert Michael

د آلمان خبري اژانس د رپوټ پر حواله کونیګ د شنبې په ورځ د پولیسو له خوا ازاد شوی دی.

په ۲۰۱۱کال کې د ښي اړخو د یوې مظاهرې پر ضد مظاهرې کې هم کونیګ د همداراز تورونو سره مخامخ شوی وه خو وروسته له هغې چې یو شمیر سیاستوالو د کونیګ ملاتړ وکړ نو د زاکسن ایالت وکیلانو هم د هغه خلاف له دې قضیې څخه تیر شول.

تاوتریخوالی، اور او لوګی

د سودورشتات په سیمه کې د تاوتریخوالي پر مهال کثافت دانیو ته اور اچول شوی دی او همداراز د ملي بس یو تمځاې ویجاړ او کړکي ماتي شوي دي.

د پولیسو یوې ویاندې وویل چې د زرونو تنو کین اړخو مظاهره کوونکو څخه ځینو يې چې نقابونه یې پر مخ وه پر پولیسو سخت بریدونه کړي دي.

د شنبې ورځ سهار وختي هم د موټرو ټیرونه، کثافت دانیان او د یو ګدام چت ته اور اچول شوی دی.

د مهاجرو پر ضد مظاهرې

د پنجشنبې په ورځ هغه مهال چې یو شمیر پناه غوښتونکي د زاکسن ایالت یاهانسدورف سیمې ته انتقالیدل، شاوخوا ۳۰کسانو د هغوی مخه ونیوله او له دې ډلې څخه شپږ تنو یې د ډبرو ګوزارونه هم کول.

پولیس وایي چې د تاوتریخوالي څخه وروسته مهاجر بیریدلي وه او غوښتنه یې کړي وه چې یو بل استوګنځاې ته انتقال شي.

Leipzig Demonstration Die Rechte und Gegendemonstration
انځور: picture-alliance/dpa/J. Woitas

د یاهانسدورف سیمې د خلکو دفتر بیا وروسته یوه بیانیه خپره کړه او ويې ویل چې دا کار د دې سیمې د خلکو له خوا نه دی تر سره شوی او عاملین یې له بهر څخه راغلي وه.

د بهرنیانو څخه کرکه

لیپزش ښار ته نږدي د ورسون په ښارګوټي کې د پنجشنبې په ورځ د یوې مهاجرې کورنې پر ماشومانو په ښوونځي کې نورو ماشومانو برید کړی وه چې له کبله یې د یو نهه کلن ماشوم لاس مات شوی دی او همداراز یوه ۱۴کلنه نجلۍ هم د روغتون عاجلې څانګې ته انتقال شوې ده.

د بهرنیانو د ادغام له پاره د آلمان د فدرالي حکومت کمیسیون څخه ایدان ازوګوز وایي چې د ماشومان د والدینو له خوا د بهرنیانو څخه کرکې د دا شان پیښو لامل ګرځي.

د میرکل د حکومت یو شریک او سوسیال دیموکرات ګوند غړې ازوګوز وویل: «دا [پیښه] ښيي چې نفرت او د زاکسن پر سرکونو [د مهاجرو پر ضد مظاهرې] د پناه غوښتونکو پر ضد د تاوتریخوالي بنسټ ایښی دی.»

هغې همداراز زیاته کړه چې په آلمان کې باید ټول دیموکراته قوتونه د دا شان دودونو پر ضد خپل دریځ سخت کړي.