1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د الکترونیکي تذکرو توزیع ته لږ وخت پاتې دی»

مسعود جهش۱۳۹۱ بهمن ۱۹, پنجشنبه

افغان چارواکي وايي چې د راتلونکې لمریز کال په پیل کې به د الکترونیکي تذکرو د ویشلو کار له کابل ولایت څخه پیل شي. د الکترونیکي تذکرو ویشل په افغانستان کې د نفوس په اړه د معلوماتو د دیجیتال کولو لومړنۍ لوی اقدام بلل کیږي.

https://p.dw.com/p/17aEm
انځور: picture alliance/dpa

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال او د مطبوعاتي دفتر غړی ډاکټر محمد نجیب دانش، له دویچه ویله سره په یوې ځانګړې مرکه کې وویل چې د نوو تذکرو له ویشلو سره به د تذکرو په برخه کې د جعل مخه تر ډیرې کچې پورې ونیوله شي.

افغان ولسمشر چې ویل کیږی پخپله له دې پروژې سره ډیر لیوالتیا لري، اړوند ادارو ته فرمان ورکړی دی چې د روان کال د مارچ میاشتې په ۲۱ نیټه د الکترونکي تذکرو په ویشلو پیل وکړي. دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د دغو تذکرو د توزیع کولو نیټه څو وارې ځنډول شوي وه.

د الکترونیکي تذکرو د توزیع پروژه د افغانستان د کورنیو چارو او مخابراتو وزارتونه په ګډه پر مخ بیایي. یوازې د دغې پروژې پر تخنیکې اړخ باندې تر اوسه پورې ۱۲۰ میلیونه ډالر مصرف شوي دي. اوس افغانانو ته کاغذي تذکرې توزیع کیږي چې په ډیرې اسانۍ سره په کې جعل کیدای شي.

د جعل مخنیوي

په الکترونیکي تذکرو کې د سترګو انځور او د ګوتي نښان درجیږي چې د جعل امکان تر ډیر حد پورې له مینځه وړي. په دغو تذکرو کې چې په پښتو او درې ژبو چاپيږي، دوه ډوله معلومات درج دي. د تذکرې پر مخ باندې نوم، د پلار نوم، د زیږیدو ځای، د زیږیدو نیټه او داسې نور معلومات په جاپي بڼه ثبتیږي. الکترونیکي تذکرې یوه دیجیتال یا الکترونیکي حافظه هم لري چې په کې نور معلومات ثبتیدای شي. دغه معلومات یوازې چارواکي د ځانګړو ماشینونو په مرسته لیدلای شي.

عام افغانان د دغو تذکرو تر لاسه کولو له پاره سترګې په لار دي، خو ښايي د افغان حکومت له خوا څو وارې د دغو تذکرو د ویشلو د نیټې شا ته اچولو هغوی یو څه ناهیلې کړي وي. تر دې مخکې افغان چارواکو د ۲۰۱۲ کال په جولای میاشت کې اعلان کړی وو چې د الکترونیکي تذکرو د ویشلو بهیر به د دوو میاشتو په ترڅ کې پیل کړي.

لویه پروژه

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژي وزارت تخنیکي معین بریالی حسام، وایي چې اوس افغان حکومت د الکترونیکي تذکرو پر پروژې باندې په شدت سره کار کوي. د هغه په خبره د دغې پروژې د پلې کولو له پاره په لومړني پړاو کې له ۵۰۰ څخه ډیر کسان په کار ګمارل شوي دي. دغه افغان چارواکی زیاتوي: «اوس د الکترونکي تذکرو د جاپخانې پر جوړولو باندې کار روان دی.»

د الکترونیکي تذکرو د توزیع بهیر به له کابل څخه پیل او د درو کلونو په ترڅ کې به د ټول افغانستان په کچه پلي شي. د ښاغلي دانش په خبره د دې پروژې له پیلیدو سره به هره ورځ ۵۰۰۰۰ افغانانو ته نوې تذکرې وویشل شي.

د ټاکنو له شفافیت سره مرسته

یو افغان کولای شي چې له خپلې الکترونیکي تذکرې څخه د موټر چلولو جواز یا لایسنس، راې ورکولو کارت او د وسایطو ثبتوولو کارت په توګه کار واخلي. پر دې سربیره به په راتلونکې کې په دغه تذکرې کې نور امکانان هم شامل شي.

افغان کارپوهان په دې نظر دي چې که دغه تذکرې په شفاف ډول ټولو افغانانو ته وویشل شي، نو د ټاکنو بهیر له شفافیت سره به مرسته وشي‎. افغان کارپوه عاشق الله یعقوب، وایي چې د بریښنایي تذکرو له ویشلو سره به د افغانستان په سیاسي بهیرونو کې ګډون یو څه اسانه شي. هغه زیاتوي: «د بیلګې په توګه که څوک الکترونیکي تذکره ولري نو کولای شي چې پرته له دې چې د رای اچوونې کارت واخلي، په ټاکنو کې ګډون وکړي. له دې سره د تقلب امکان او د ټاکنو د بهیر لګښتونه کمیږي.»

په پلان کې ده چې په ۲۰۱۴ کال کې په افغانستان کې د ولسمشرۍ ټاکنې وشي. که څه هم افغان چارواکي وايي چې تر دې نیټې پورې به ټولو افغانانو ته د الکترونیکي تذکرو د ویشلو بهیر بشپړ نه شي، خو هغوی ټینګار کوي چې هڅه به وکړي ډیرو افغانانو ته دغه ډول تذکرې ورکړي چې هغوی یې د رای ورکولو کارت په توګه وکاروي.