1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امريکا سره د دايمي اډو په اړه هوکړه نده سوې

۱۳۸۹ دی ۱۳, دوشنبه

افغان حکومت وايي دوی ليواله دي چي له امريکا او نورو نړيوالو متحدينو سره ستراتيژيکي اړيکي ولري خو تر اوسه پوري له امريکا او يا يوه بل هيواد سره داسي هوکړه نده سوې چي ګواکي د ملک دننه دايمي پوځي اډې ولري.

https://p.dw.com/p/Qm9F
د ولسمشر کرزي وياند وحيد عمر
د ولسمشر کرزي وياند وحيد عمرانځور: DW/Farahmand

د ولسمشر کرزي د وياند وحيد عمر دغه څرګندوني د امريکايي سناتور ليندي ګراهام د خبروپه غبرګون کي راځي.

نوموړي له يوه امريکايي ټلويزيوني چينل سره په مرکه کي ويلي دي چي افغانستان يو ځل بيا د طالبانولاس ته له لويدو وژغورل سي دا لازمه ده چي امريکا په افغانستان کي دايمي پوځي اډې جوړي کړي.

دغه سناتور ويلي چي دغه کار به واشنګټن ته دا موکه ورکړي چي په افغانستان کي اوږد مهالي شتون ولري او په څنګ کي د کابل حکومت د امريکا په اوږد مهالي ملګرتيا ډاډمن سي.

سناتور ګراهام دا هم ويلي چي جمهوري غوښتونکي ګوند د اوباما پر اداري د ورته اډو د جوړولو ټينګار کوي اوله همدې کبله يې پر حکومت فشارونه ډير کړي دي.

خو نن د جمهورريس کرزي نطاق وحيد عمر د دويچه ويله د هغه پوښتني په جواب کي چي آيا افغان دولت د امريکايي سناتور د دغه ډول وړانديزي پلوي کوي که څنګه وويل.

«موږ د امريکا له هيواد سره د ستراتيژيکو اړيکوپه باب په تماس کي يو، موږ غواړو چي دا اړيکي به له ۲۰۱۴ کال وروسته کله چي د امنيت د ليږد پروسه بشپړه سي د کابل او واشنګټن تر منځ همکاري دوامداره وساتي او په ورته وخت کي پر دې هم کار کوو چي تر دغي نيټي وروسته څه ډول اړيکي په کومو برخو کي ولرو».

د جنوبي کاروليانا د جمهوري غوښتونکي سناتور دغه څرګندوني په داسي محال خپريږي چي د افغانستان ګاونډيانو په خاصه توګه ايران په افغانستان کي د امريکايي ځواکونو د اډو له جوړولو څخه سخت په ويره کي دی.

ايران د افغانستان په لويديځ کي د بهرنيو ځواکونو د اډو د جوړولو له احتمالي پلان سره شديد مخالفت ښودلی او هغه يې د خپل ملک لپاره زيان زيږونکي بللي دي.

خو د ولسمشر وياند وايي چي تر اوسه له هيڅ يوه هيواد سره د افغانستان په خاوره کي د دايمي پوځي قرار ګاوو په جوړولو خبري ندي سوي.

«تر اوسه پوري له هيڅ يوه هيواد سره داسي توافق نسته چي پر دي دلالت وکړي چي په افغانستان کي به د امريکا تل پاته پوځي قرارګاوي شتون ولري او نه هم تر نن ورځي پوري له امريکا او يا کوم بل هيواد سره داسي هوکړه سوې چي په افغانستان کي ورته مرکزونه جوړ کړي».

امريکا تقريباً د نړۍ په ډيرو برخو کي پوځي هوايي قرارګاوي لري.

سناتور ګراهام په دي اند دی که چيري په افغانستان کي هم سرتيروته دغسي مرکزونه جوړ سي له يوه لوري به د افغان سرتيرو ملاتړ کوي او له بل لوري به پاکستان ته يوه داسي علامه وي چي طالبان بيا هيڅ کله هم نسي راتلای.

خو د ولسمشر کرزي وياند وايي چي که چيري دغسي قرارګاوي هم د افغان دولت په موافقه جوړيږي په هغه کي به د سيمي اړيکي او د افغان ولس د نظرغوښتنه ډيره مهمه وي.

د افغان ولسمشر وياند وحيد عمر په دغه خبري غونډه کي ولسمشر کرزي ته د خپلي استعفا د وړاندي کولو خبر هم ورکړی.

هغه وويل چي دي د شخصي دلايلو له امله نور نه غواړي په دغه چوکۍ کار وکړي او ولسمشرکرزي يي هم غوښتن ليک تر ډيره ځايه منلی دی.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل