1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

د امریکا لوی درستيز افغانستان ته رسیدلی

۱۳۹۶ اسفند ۲۹, سه‌شنبه

د امریکا لوی درستيز جنرال جوزف دانفورد له ځينو نورو لوړپوړو پوځي چارواکو سره افغانستان ته رسیدلی دی، څو په دې هیواد کې د واشنګټن ماموریت وآرزوي.

https://p.dw.com/p/2ucCs
USA General Dunford beim National Press Club
انځور: Getty Images/M. Wilson

د امریکا متحدو ایالاتو د دفاع وزارت له خوا د دوشنبې په ورځ ناوخته په یوه خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې لوی درستیز جنرال جوزف دانفورد، به په خپل سفر کې په افغانستان کې له میشتو امریکایي او افغان چارواکو سره وویني. تر اوسه پوري لا د افغان ولسمشر محمد اشرف غني دفتر په دې اړه څه نه دي ویلي چې ایا غني به هم له دانفورد سره وویني او که نه.

د امریکایي چارواکو دغه سفر کابل ته د سختو امنیتي تدابیرو په ترڅ کې ترسره شوی دی.

دانفورد خبریالانو ته ویلي دي چې هغه غواړي «له هغو مشاورینو سره خبرې وکړي چې په افغانستان کې هر ورځ له افغانانو سره کار کوي او د هغوی په دې اړه چې کارونه یې کوم ځای ته رسیدلي دي، ځینې پریکړې وکړي».

په افغانستان کې د ناټو جنګي ماموریت د ۲۰۱۴م کال په پای کې ختم شو. اوس ناټو په دې هیواد کې د پریکړنده ملاتړ ماموریت په ترڅ کې د افغان ځواکونو پر روزنه، مشوره ورکولو او همکارۍ باندې تمرکز کوي.

اوس په افغانستان کې شاوخوا ۱۱۰۰۰ امریکایي ځواکونه میشته دي چې د نورو تر څنګ د ترهګرۍ پر ضد ماموریتونو کې هم ونډه اخلي.

تر دانفورد یوه اوونۍ مخکې د امریکا متحدو ایالاتو د دفاع وزیر جیمز متیس هم افغانستان ته سفر کړی وو چې له طالبانو سره د سولې په اړه د ناټو او افغان حکومت له چارواکو سره خبرې وکړي.