1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د انترنېټ «اوسکار» چا وګاټه؟

۱۳۹۷ تیر ۳, یکشنبه

د انترنېټ په نړۍ کې د ګريمه آنلاين جايزه داسې مهمه ګڼل کيږي لکه د فلمونو په صنعت کې د اوسکار جايزه. سږ کال هغسې کسانو دا جايزه وړې ده چې په خپلو خاصو کلتوري او علمي ساحو کې تقريبا پوره معلومات ورکوي او ښه محتويات خپروي.

https://p.dw.com/p/30AmW
App-Icons von Facebook und WhatsApp
انځور: picture-alliance/dpa/F. Hörhager

نړيوال ادبيات د پلای موبيل د لوبو د مُهرو سره تشريح کول، يا د وختونو او زمانو سفر د ديجيتال او کمپيوټري امکاناتو په مټ: هغه انترنېټي خپرونې چې په ښه ډول د خلکو ساعت ور تېروي او يو څه شی ورښيي هم، د ګريمه په نوم د آنلاين جايزه خپلولی شي. د جمعې په ورځ د آلمان په کولن ښار کې مثلا د «مای لېب» يعنې زما لابرواتوار په نوم د يوټيوب هغه چېنل وستايل شو، چې کيمياپوه، ماي تي نګوين کيم، يې چلوي. هغه علمي موضوعات د يوې لوبې په څېر وړاندې کوي او دغه محتويات په انترنېټ کې خپروي. د «سامېرس وېلت ليتراتور تو ګو» په نوم د يوټيوب په چېنل کې د ادبياتو د تاريخ د کلاسيکي اثارو مختلفې صحنې د پلای موبيل د مُهرو په مرسته نندارې ته وړاندې کيږي. فلمي ايکټر او اداکار، ووتان ويلکه مويرينګ د خپلې ستاينونکې وينا پر مهال وويل چې «دغسې به څه راسره پخوا په مکتب کې هرومرو ډېر کمک کړی وای.»

تجربوي ويډيوګانې په کمېدو دي

د دغې جايزې د ژوري پلاوي، چې په آلمان کې د آنلاين محتوياتو تر ټولو مهمه جايزه ده، البته خبرداری هم ورکړ چې دغه سکتور د ابتکار له مخې «په اوس وخت کې د نه پرمختګ په حالت کې» قرار لري. په خبره يې «د تجربوي فلمونو او ويډيوګانو دوره اوس ښايي پای ته رسېدلې وي، معيارونه البته د جوړېدو په حال کې دي او د ديجيتالو بڼو د کيسې طرزونه اوس رامنځ ته او همداراز برقراره شوي دي.» دغه خبره د جايزې د پلاوي په يوه بيانيه کې راغلې ده. له دې کبله يې د دې هيله هم څرګنده کړه چې په راتلونکو کلونو کې د دې انګيزه پيدا شي چې د يوې لوبې په څېر د بېلابېلو رسنيو او اينتراکتيف يعنې له مخاطبينو سره د اړيکو د نيولو له طريقه نوي توليدات عرضه شي.
د «معلوماتو» د کټيګورۍ جايزه ونه وېشل شوه

دغه انتقاد البته په هغو ۲۸ جايزې ته نومول شويو کسانو ته نه دی متوجه چې ډېر ښه توليدات يې عرضه کړي دي. د تعجب خبره خو دا ده چې سږ کال د «معلوماتو» په کټيګورۍ کې کوم ګټونکی نه دی اعلان شوی، خو ژوري ټولې اته جايزې ووېشلې چې دغه يوه کټيګوري پکې خالي پاته شوه. تر ټولو زيات ګټونکي د «کلتور او ساعت تېري» د کټيګورۍ په برخه کې موجود ول. د جايزې د وړونکو په منځ کې د «وي دي ار» د تلويزيوني چېنل يو اکاونټ هم د اينستاګرام په پلېټ فارم کې موجود و. د ګريمه په نوم آنلاين جايزه چې پيسې ورپورې تړلې نه دي، د ۲۰۰۱ کال راهيسې ورکول کيږي. د «آلمان خبرې کوي» په نوم د «څايټ آنلاين» د ورځپاڼې پر ليکه پروژه هم وستايل شوه چې د آلمان تر پارلماني انتخاباتو د مخه يې هغسې خلک بللي او سره مخامخ کړي ول چې نظريات يې خورا سره وېشلي وو. د ژوري په خبره دا «داسې ژورناليزم دی چې د قطب نيونې مخه نيسي او د سياسي مخالفينو تر منځ متقابل احترام ته وده ورکوي.» يو بل استثنايي فعال، راول کراوت هاوزن نوميږي چې د بېلابېلو رسنيو د لارې ټولنې ته د معيوبو او معلولو کسانو د ورګډېدو او ادغام له پاره مبارزه کوي. نوموړي د ژوري په خبره دغه موضوع هغو کسانو ته هم ورمعرفي کړې ده  چې په ورځني ژوند کې ورسره په عادي ډول نه په تماس کې کیږي. نوموړي ته د خپلو انفرادي لاسته راوړنو له کبله د ګريمه آنلاين جايزه ورډالۍ شوه.    

Youtube Logo
ډېری دغه ويډيوګانې په يوټيوب او نورو انترنېټي صفحو کې خپريږيانځور: picture-alliance/dpa/N. Armer

 

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه (03.05.2018):