د انجلینا جولي او براډ پیټ د ژوند هسکې او ژورې
له شاوخوا لسو کلونو ګډ ژوند وروسته د هاليوود وتلې جوړه انجلینا جولي او براډ پیټ له یو بل څخه بیلیږي. دویجه ویله د دوې داوړو د ژوند پیل او حیرانوونکي او له خفګان ډک پای ته کتنه کړې ده.
د مسټر او مسسز سمیت د فلم جوړونې پرمهال مینه
په ۲۰۰۴م کال کښې، پیټ او جولي د«Mr & Mrs Smith» د فلم جوړونې پر مهال په یو بل مینیږي. دغې فلم د دوی د مینې کیسه عامه کړه. د دوی دغه اړیکه ځکه لانجمنه شوه چې پیټ په هغه وخت کښې د فلمونو له بلې ستورې جنیفر انیستون سره واده کړی وو.
د دوی ستره کورنۍ
دوی شپږ ماشومان لري. مخکې له دې چې له پیټ سره ګډ ژوند پیل کړي، جولي له کمبودیا څخه یو ځوی چې مادوکس نومیږي او له اتوپیا څخه یوه لور چې زهرا نومیږي د اولادونو په توګه روزل. په ۲۰۰۶م کال کښې انجیلینا جولي په نیمیبیا کښې یوه لور وزیږوله چې شیلو نومیږي. یو کال وروسته دوی له ویتنام څخه یو هلک پاکس د زوی په توګه خپل کړې. دوی په ۲۰۰۸م کال کښې غبرګ ماشومان دنیا ته راوړل چې وي وين او ناکس نومیږي.
د جولي او پیټ کور
پیټ او انجلینا جولي په ۲۰۰۸م کال کښې د فرانسې په جنوب کښې خپل نوي کور ته لاړل چې چیتو میروال نومیږي. دوی وروسته پریکړه وکړه چې په خپل نوي کور کښې د واده مراسم ترسره کړي.
د واده ځنډیدل
په ۲۰۰۶م کال کښې له اسکویر سره په یوه مرکه کښې پیټ وویل چې هغه او انجلینا جولي پریکړه کړې چې خپل واده تر هغه وخت پورې وځنډوي ترڅو چې په هیواد کښې هغه کسان چې غواړي واده وکړي په قانوني توګه د واده کولو توان پیدا کړي. هغه په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۱ کال کښې خپله دغه پریکړه یوځل بیا تکرار کړه. د دوی تر واده یو کال وروسته، په ۲۰۱۵م کال کښې په امریکا کښې د واده د برابروالي پریکړه نهايي شوه.
خیريه جوړه
پیټ او جولي یو خیریه سازمان جوړ کړ او غوښتل یې له دې لارې له مرستندویه سازمانونو سره مرستې وکړي. دوی د بې پولو ډاکټرانو له خیریه سازمان سره او د دې ترڅنګ له ګڼ شمیر نورو ورته سازمانونو سره د میلیونونو ډالرو مرسته کړې ده. په ۲۰۱۲م کال کښې انجلینا جولي د ملګرو ملتونو د مهاجرینو د کمیشنرۍ د څانګې ځانګړې استازې وټاکل شوه.
زړوره پریکړه
په ۲۰۱۳م کال کښې جولي د سینې د سرطان سره دمبارزې لپاره په داوطلبانه توګه پرخپل ځان د یو عملیات پریکړه وکړه. هغې له نورو میرمنو هم وغوښتل چې د سینې د سرطان سره د مبارزې له پاره ورته کار وکړي. جولي هغه وخت لیکلي وو: «زه ډیره نیکمرغه یم چې د براډ پیټ په څیر خاوند لرم، هغه زما ډیر ملاتړی دی او له ماسره دیره مینه کوي.»
په فرانسه کښې واده
پیټ او جولي بالاخره په ۲۰۱۴م کال کښې په فرانسه کښې واده وکړ. د دوی ماشومانو له دوی سره ډیره مرسته وکړه او ان د جولي د واده د کالیو په جوړولو کښې یې ونډه واخیسته. د دوی ماشومانو د واده په ترڅ کښې د ګوتې لیږد، د ګلانو لیږد او له ناوې سره ملتیا کوله.
بدبخته وروستی فلم
دوی دواړو په ۲۰۱۵م کال کښې په جوړیدونکي فلم «By the Sea» کښې یوځای کار وکړ چې د دې ډارمې کیسه د ګډ ژوند د لارې په بیل والي راڅرخي. جولي پخپله د دغې فلم کیسه لیکلي او په خپله یې د فلم دایرکتري وکړه خو دغه فلم کامیاب نه شو. هغې د ۲۰۱۶م کال د سپټمبر په میاشت کښې له خپل میړه څخه د طلاق غوښتنه کړې ده.