1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د انساني قاچاق د مخنيوي پروگرام پيل سو

حسين سيرت۱۳۹۳ اسفند ۳, یکشنبه

افغان حکومت او د مهاجرت نړيوال سازمان په گډه د انساني قاچاق پر ضد مبارزې پروگرام پيل کړ. د دغه گډ پروگرام په ترڅ کي به افغان سرحدي ځواک ته روزنه ورکول کيږي چي په سرحدونو کي څرنگه کولای سي د انساني قاچاق مخه ونيسي.

https://p.dw.com/p/1Efir
انځور: Reuters

افغانستان له هغو هيوادونو څخه دئ چي هر کال په زرونو وگړي ئې د جنگ له کبله نورو هيوادونو ته د خوندي ژوند له پاره ځي. د دغو انسانانو يو شمېر ئې په اوبو کي ډوبيږي او يو شمېر ئې بيا په سرحدونو کي زورول کيږي.

دا چي د افغانستان په سرحدونو کي د انساني قاچاق مخه ونيول سي اوس د نزدې اتو ولايتونو د سرحدي پوليسو مسئولان کابل ته تللي دي، څو هلته د دغه قاچاق د مخنيوي په برخه کي زده کړي ورته ورکړل سي.

په دغه پروگرام کي افغان سرحدي پوليسو ته داسي روزنه ورکول کيږي چي له انساني قاچاقبرانو څخه له ژغورونکو کسانو سره بيا څه ډول مرسته وسي.

په افغانستان کي د کډوالۍ نړيوال سازمان استازي ريچارد دانزيگر د يکشنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د فيبرورۍ ۲۲مه) په کابل کي وويل: «په افغانستان د انساني قاچاق ستونزه دا ده چي دلته د قاچاق د قربانيانو تشخيص ډېر گران دئ. اوس بايد سرحدي پوليس هغه څه زده کړي چي په سرحد کي انساني قاچاقبران وپيژني.»

د انساني قاچاق قربانيان

د کډوالۍ د نړيوال سازمان د معلوماتو له مخي له ۲۰۰۲م کال راهيسي ۱۳۰۰ کسان چي ۱۰۰ تنه ئې هنديان، چينايان، نيپالان او د نورو هيوادونو ول قرباني سوي دي. د دغي ادارې مسولان وايي چي يوازي تيرکال په افغانستان کي ۱۶۸ کسان د انساني قاچاق قرباني سوي دي.

د وچو دښتو له لاري، کوچنيو کښتيو سفرونه، گرمۍ او يخ هغه ستونزي دي چي د انساني قاچاق قربانيان ورسره مخامخ وي. په تيرو ديارلسو کلونو کي د هغو افغانانو ډيری چي د اروپا او استراليا په موخه ئې قاچاقبران په ډيرو پيسو لېږدوي د استراليا او يونان په اوبو کي ډوب سوي دي.

که څه هم د هغو مهاجرانو چي د قاچاق قرباني کيږي اصلي موخه اقتصادي وي خو د کډوالۍ نړيواله اداره وايي چي هغه کسان چي د انساني قاچاقبرانو په دام کي لويږي، له هغوی سره د يو ښه ژوندانه ته د رسېدو ژمني کيږي.

د انساني قاچاق پديده نړيواله ده او نزدې ټول هيواونه له هغه سره مبارزه کوي.

ويل کيږي چي د افغانستان او تاجيکستان ترمنځ سرحد هغه سيمه ده چي ډير انساني قاچاق پکښي کيږي. د مهاجرت نړيوال سازمان اندېښنه ښوولې ده چي د مخدرو موادو قاچاق کوونکي او انساني قاچاقبرانو لاس سره يو دی او په دغه سيمه کي ئې قربانيانو ته لاس رسی ستونزمن دئ.