1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ايران په هکله د ترمپ وينا هېښتيا رامنځ ته کړې

۱۳۹۶ مهر ۲۲, شنبه

د ايران په تړاو د دونلد ترمپ نوي پاليسۍ په نړيواله توګه تنقيدونه راپارولي دي. په دې تړاو پوښتنه رامنځ ته سوې چي ايا دونلد ترمپ به د ايران سره اټومي تړون لغوه کړي که څنګه؟

https://p.dw.com/p/2lp7a
USA PK Präsident Trump über Atomabkommen mit Iran
انځور: Reuters/K. Lamarque

آلمان، فرانسې او بريتانيې په يوه مشترکه اعلاميه کي د امريکا د متحده ايالاتو د ولسمشر دونلد ترمپ پر هغه پرېکړه نيوکي کړي، چي نه غواړي تائيد کړي چي ايران تړون پلي کړی دی.
 

په ۲۰۱۵ د اپريل په مياشت کي د ملګرو ملتونو د امنيتي شورا د پنځو دايمي غړو، آلمان او ايران تر منځ د ايران د اټومي پروګرام په تړاو د تفاهم له پاره پر يو چوکاټ موافقه سوې وه. د دغه تړون له مخي به لوېديځه نړۍ د ايران پر ضد بنديزونه ليري کوي او ايران به يې په بدل کي نړيوالو څارونکو ته امکانات برابروي چي د اټومي پروګرام څخه يې کتنه وکړي.

د دې تر څنګ ايران ځان مکلف کړی چي د يورانيمو غني کولو پروسه به راټيټوي. د امریکا د متحده ايالاتو ولسمشر بايد په هرو ۹۰ ورځو کي کانګريس ته د تائيد يو ليک ولېږي چي ګواکي ايران د اټومي وسلو له تړون څخه سرغړونه نه ده کړې او دا چي دغه تړون د متحده ايالاتو د امنيتي لېوالتياؤ ته ګواښ نه دی. که ولسمشر له سپيني ماڼۍ څخه د ايران په حق کي کانګريس ته ياد د تائيد او تضمين ليک ونه ليږي، نو کانګريس پر دې غور کوي چي ايا د ايران پر ضد بېرته بنديزونه ولګوي او که څنګه.

تضمين ليک

د يکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۷ کال د اکتوبر په ۱۴مه نېټه) د سپني ماڼۍ له خوا د مخکني تضمين ليک معاد پای ته رسيږي. خو ولسمشر دونلد ترمپ په خپله وروستۍ وينا کي چي پکښي د ايران په تړاو خپله ستراتيژي يې اعلان کړه، وويل چي کانګريس ته به دغه تضمين ليک ونه ليږي.

د آلمان، فرانسې او بريتانيې په غبرګون کي راغلي: «د تړون پر ځای پاته کېدنه زموږ ټولو د ملي امنيت په ګته کي دي.» دغه اعلاميه د آلمان د صدراعظمې انګلا مېرکل، د فرانسې د ولسمشر ايمانويل ماکرون او د بريتانيې د صدراعظمي تيريسا مې له خوا خپره سوې ده. په دغه اعلاميه کي راغلي چي د ايران د اټومي پروګرام په تړاو تړون پسله ۱۳ کالو دپلوماتيکو هلو ځلو رامنځ ته سوی او په يو ږغ يې د ملګرو ملتونو د امنيت د شورا تائيد تر لاسه کړی دی. د آلمان، فرانسې او بريتانيې مشرانو په خپل دغه غبرګون کي د امريکا متحده ايالاتو ته ويلي چي دغه تړون مجروح کړي، بايد ورباندي غور وکړي چي دغه کار څه ډول منطق لري.

دونلد ترمپ د ايران په وړاندي د خپلي پاليسۍ په وينا کي د اټومي تړون څخه د متحده ايالاتو د وتلو خبره نه وکړه، خو ويې ويل چي غواړي د خپلو ټلوالو سره په دغه تړون کي د تغيراتو راوستلو له پاره خبري اتري وکړي. ترمپ پر ايران تور ولګوی چي څو واري يې له تړون څخه سرغړونه کړې ده او په نژدې ختيځ کي د «ترهګرۍ د نړيوال ملاتړ کوونکي» رول لوبوي. ترمپ وويل چي که د دغه تړون نيمګړتياوي نه ليري کړل سي، نو دی به يې لغوه کړي.

د آلمان د بهرنيو چارو وزير زيګمار ګابريل د «مشکل او خطرناک زيګنال» څخه خبره کړې ده. هغه ويلي چي د ايران سره پر اټومي موضوع تړون د شمالي کوريا له پاره هم يوه بېلګه کيدلای سي. ګابريل وويل: «د دغه تړون تباه کول به په نړيواله توګه دا نتيجه ولري، چي ګواکي دا ډول تړونونه نور د باور وړ نه وي، له همدې کبله خطر د ايران له پولو زيات هاخوا دی.»

په عيني حال کي د اټومي انرژۍ نړيوال سازمان ويلي دي چي د ايران د اټومي پروګرام د څار بشپړه امکانات ورته برابر کړل سوي دي. ايران ورباندي لګول سوي تورونه رد کړي او ويلي يې دي چي تړون يې په بشپړه توګه عملي کړی دی.

«بې بنسټه تورونه»د ايران ولسمشر حسن روحاني په خپل غبرګون کي ويلي دي چي د امريکا متحده ايالات د «ايران د ولس پر ضد په خپلو توطيو کي بې به ساري توګه یوازي دي.» روحاني د دونلد ترمپ وينا له «بې احتراميو او بې بنسټه تورونو» څخه ډکه وبلله. روحاني پر دې ټينګار وکړ چي اټومي تړون د هيڅ ډول تعديل اجازه نه ورکوي. ايراني ولسمشر وويل چي ايران به تر هغه وخته دغه تړون عملي کړي، تر څو چي يې «په ګټه» وي. د نوموړي په وينا که يوه ورځ دغه خبره داسي نه وه، نو يوه ثانيه به انتظار ونه کړي او غبرګون به وښيي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (15.06.2017):
 

Iran Präsident Hassan Rohani
حسن روحانيانځور: IRNA
Sigmar Gabriel
زيګمار ګابريلانځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler