1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ايرو د ژغورنی لپاره اقتصادي حکومت

۱۳۹۰ مرداد ۲۶, چهارشنبه

د آلمان صدراعظمه او د فرانسي ولسمشرغواړي د اروپا د اتحاديي د روان مالي کړکيچ د حل لپاره يو «اقتصادي حکومت» جوړ کړي چي مشري به يی د اروپا د اتحاديي د شورا د اوسني رييس هرمن وان رومپاي په غاړه وي

https://p.dw.com/p/12I6s
د اروپا د اتحادیی د شورا رییس هرمن وان رومپای
د اروپا د اتحادیی د شورا رییس هرمن وان رومپایانځور: dapd

د آلمان صدراعظمي انګلا مرکل او د فرانسي ولسمشر نيوکلاي سارکوزي د ايرو د ژغورني لپاره پرون په پاريس کي سره وليدل او په دي هکله خبري وکړي چي د اروپا د اتحاديي روان مالي کړکيچ ته د حل لاره پيدا کړي.

د مرکل او سارکوزي د ليدني کتني تر څنګ له بروکسل څخه چيرته چي د اروپا د اتحاديي شورا مقر دي، د هغي مشر «هرمن وان رومپاي» لا مخکی غږ پورته کړ. هغه وویل «مونږ د روان کړکيچ لپاره د حل يوه لاره پيدا کړه.»

له دي خبري سره رومپاي خپله د دي حل مسووليت په غاړه واخيست. همدا وجه وه چي د آلمان صدراعظمي مرکل سمدلاسه اعلان وکړ چی د دی «اقتصادی حکومت» لپاره مناسب سړی همدغه دی چی دا خبره کوی.
مرکل له سارکوزی سره په ګډ مطبوعاتی کنفرانس کی وویل: « مونږ وړانديز کوو چي ښاغلي وان رومپاي د دي اقتصادي حکومت مشري په غاړه واخلي.»

د بلجيم دغه محافظه پال سياست وال تر اوسه پوري تل د اروپا د اتحاديي د شورا رييس پاتي شوي. د اروپا د اتحاديي دولتي او حکومتي مشرانو د نوموړي شورا د رياست مقام په دي مقصد جوړ کړي ؤ چي نور دولتونه لکه چين او امريکا متحده ايالات د اروپا له اتحاديي سره د تماس نيولو او خبرو لپاره يوه مرجع ولري.

د اروپا د اتحاديي خپل رياست دوره دي او هغه هر شپږ مياشت بدليږي، نو له دي امله د شورا رياست يو دايمي مقام دي. تر اوسه پوري داسي ويل کیدل چي د اروپا د اتحاديي د شورا رياست ډير زيات سمبوليک اهميت لري اود هغي اوسني رييس، رومپاي په کال کی يواځي څلورځلي د شورا د رييس په توګه د اروپا د اتحاديي د دولتي او حکومتي مشرانو د سر مشرايزي رياست په غاړه لري.

رومپاي تل د ايرو د پيسي ملاتړ کړي دي. هغه ویلی دی:«مونږ به هيڅکله اجازه ور نه کړو چي د ايرو پيسه ناکامه شي.»

د آلمان د صدراعظمي او د فرانسي د ولسمشر نيکولاي سرکوزي له پرونی سر مشرايزي څخه وروسته اوس د ايرو ژغورل د اروپا د اتحاديي د رييس ، رومپاي نوی دنده ښايي وګرځي. که چيري د هغوي له خوا د «اقتصادي حکومت» د جوړیدو وړانديز د اروپا د اتحاديي د نورو غړو له خوا ومنل شي، نو رومپاي به وروسته له دي د دغه حکومت مشري کوي او د اروپا د اتحاديي د مالي او اقتصادي کړکيچ ستونزو ته به ځواب پيدا کوي.

رویتر اندریاز/ عبدالباري حکيم
کتونکی: سيد ریاض