1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اټومي تړون ژغورني له پاره اروپا ته سخت شرايط

۱۳۹۷ خرداد ۳, پنجشنبه

د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه ای، فرانسې، بریتانیا او آلمان ته د اتومي تړون د ژغورنې له پاره سخت شرایط وړاندي کړي دي. په دې شرایطو کې د ایران پر بالیستیک توغندیو د نویو خبرو نه پیل، هم شامل دی.

https://p.dw.com/p/2yGMM
Iran Ali Chamene’i, religiöser Führer
انځور: Mehr News

د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه ای، د چهارشنبې په ورځ هغه شرایط خپاره کړل چې آلمان، بریتانیا او فرانسه یې باید ومني چې د ایران اتومي تړون تضمین شي.

دا شرایط په داسې حال کې خپریږي چې دغه درې هیوادونه له اتومي تړون څخه د امریکا متحدو ايالاتو تر وتلو وروسته، د هغه د ژغورنې هڅې کوي.

د اتومي تړون اروپايي لاسلیکوونکي هیوادونه باید څه ومني:

  • هغوی باید ژمنه وکړي چې د ایران پر بالستیک توغندېو او په منځني ختیځ کې د ایران د اقداماتو په اړه له سره خبرې اترې نه پیلوي.
  • اروپايي بانکونه باید له ایران سره د سوداګري محافظت وکړي.
  • دغه هیوادونه باید د ایران د نفتو اخیستو ته دوام ورکړي او د اړتیا په صورت کې هغه نفت هم رانیسي چې امریکا یې د نه اخیستلو پریکړه کړې ده.
  • دغه هیوادونه باید پر ایران باندي د امریکا د بندیزونو پر ضد ودریږي.
  • هغوی باید دغه راز امریکا متحد ایالات د ملګرو ملتونو د هغې اعلامیې د ماتولو له کبله وغندي چې د ایران د اتومي تړون په ملاتړ خپره شوې ده.

«موږ پر هغوی اعتماد نه لرو»

خامنه ای وویل: «موږ له دغو درو هیوادونو [فرانسې، آلمان او بریتانیا] سره د جګړې پیلول نه غواړو خو موږ پر هغوی باور هم نه لرو.»

د ایران مذهبي مشر ګواښ وکړ چې که دغه شرایط و نه منل شي نو ایران به د یورانیمو غني کولو ته دوام ورکړي.

د ایران په ګټه شرایط: آلمان، فرانسې او بریتانیا د امریکا متحدو ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ، پریکړه چې له مخې یې دغه هیواد د ایران له اتومي تړون څخه ووت، غندلې ده. دغو هیوادونو همداراز ژمنه کړې ده چې له روسیې او چین سره یوځای به د دغه تړون د ژغورنې له پاره بحثونه وکړي.

ستونزمنه نقطه: د خامنه ای شرایطو دغه درې اروپايي هیوادونه له یوه ستونزمن وضعیت سره مخامخ کړې دي. تر دې مخکې دغو هیوادونو هڅه کړې وه چې امریکا قانع کړي چې کیدای شي په اتومي تړون کې د ایران د بالستیک توغندیو او همداراز بهرني سیاست په اړه بحث وشي، خو د خامنه ای شرایطو دغه دواړې موضوعګاني رد کړي دي.

د امریکا موقف: د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، د دوشنبې په ورځ وغوښتل چې د ایران د اتومي تړون ټول لاسلیکوونکي دې د یوه نوي تړون پر سر خبري اتري پیل کړي، چې نه یوازي پکښې د ایران اتومي پروګرام، بلکي دفاعي او بهرني پالیسۍ هم شاملې وي. هغه ګواښ وکړ چې که ایران بدلون را نه ولي نو د تاریخ له تر ټولو سختو بندیزونو سره به مخامخ شي.