1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ایران د اټومي پروګرام د رپوټ په اړه نړیوال غبرګونونه

۱۳۹۰ آبان ۱۸, چهارشنبه

د اټومي انرژۍ نړیوالي ادارې د ایران د اټومي پروګرام په اړه خپل رپوټ غړو هیوادونو ته استولی دی. په رپوټ کي ویل سوي چي ایران تیر کال د اټومي وسلو د جوړلو کوښښونه کول. دغه رپوټ نړیوال عکس العملونه را پارولي دي.

https://p.dw.com/p/137aq
د اتمي انرژۍ نړیوال سازمان اعلان کړی چې ایران د اتمي وسلو د جوړولو کوښښ کاوه
د اتمي انرژۍ نړیوال سازمان اعلان کړی چې ایران د اتمي وسلو د جوړولو کوښښ کاوهانځور: dapd

د اټومي انرژۍ د نړیوالي ادارې په راپور کي راغلي، چي دغه اداره د ایران د اټومي پروګرام د ممکنه پوځي اړخ په اړه جدي اندیښنې لري:

« د اټومي انرژۍ نړیوال سازمان په دې نظر دی، چي دغه معلومات او اسناد د اعتبار وړ دي. د معلوماتو څخه ښکاري چي ایران د اټومي چاودیدونکو وسلو د جوړولو په تړاو کارونه تر سره کړي دي. دغه معلومات دغه راز ښيي، چي په ۲۰۰۳ کال کي دغه چاري پرمخ بېول کيدې او کیدای سي چي ځیني یې آن اوس هم دوام ولري.»

د اټومي انرژۍ نړیوالي ادارې د ایران څخه غوښتي چي ژر تر ژره دغي ادارې ته د خپل اټومي پروګرام د ممکنه پوځي موخي په اړه معلومات ورکړي.

د رپوټ په خپرېدو د نړیوالي ټولني عکس العملونه را وپارول. د آلمان د بهرنیو چارو وزیر، کیدو ویستر ویله، وویل چي هیواد به ئې د ایران په وړاندې پیاوړي تحریمونه وضع کړي. هغه دغه خبره هم روښانه کړه، چي هیواد ئې د ایران په وړاندي د پوځي برید د تر سره کولو خلاف دی.

د اروپایي ټولني د بهرنیو چارو د مسئولي کترین اشتاین، یوه ویاند هم ویلي دي، چې د ایران د اټومي پروګرام په هکله د اټومي انرژۍ د نړیوالي ادارې رپوټ په جدي توګه د نړیوالو اندیښنې لا په سي ډیري کړي دي. د دغه ویاند په حواله د اټومي انرژۍ د نړیوالي ادارې رپوټ دقیق دی.

فرانسې هم د ایران د اټومي پروګرام په اړه د رپوټ تر خپرېدو وروسته وویل چي که ایران د خپل اټومي پروګرام په اړه نړیوالو اندیښنو ته ځواب و نه وایي نو فرانسه به د هغو هیوادونو سره یو ځای سي، چې پر ایران د بې ساري تحریمونو د وضع کولو غوښتنه کوي.

د متحده ایالاتو جمهورې خواهانو د ایران په وړاندې د ورانوونکو افتصادي تحریمونو د وضع کولو غوښتنه کړې ده. دا په داسي حال کې ده، چي یوه امریکايې چارواکي چي د نوم د نه بربنډیدو په شرط ئې خبري کولې ویلي دي، چې متحده ایالات د ایران پر ضد د تحریمونو په وضع کولو سره د بل کوم اقدام پلان د میز څخه نه لري کوي.

اسراییلو د دغه راپور د خپریدو وروسته سم دلاسه خپل دریځ نه دی روښانه کړی. خو د دغه هیواد ولسمشر تر دې مخکي ویلي وو، چي ممکنه ده دغه هیواد د ایران پر اټومي پروګرام پوځي برید تر سره کړي.

تهران بیا د اټومي انرژۍ د نړیوال سازمان رپوټ په کلکه رد کړی. د دغه هیواد ولسمشر، محمود احمدي نژاد، ویلې دي چي، دغي ادارې خپل نړیوال اعتبار له لاسه ورکړی دی. د ایران ولسمشر ټينګار کړی، چې د هیواد اټومي پروګرام یې سوله يیز دی او ایران اټومي وسلو ته اړتیا نه لري.

د ایران یوه پوځي چارواکي اسراییلو ته ګواښ کړی، چي د ایران پر اټومي پروګرام ددغه هیواد هر اقدام به قوي جواب ولري.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل