1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بام په سر کروندې ښارونه شنه کوي

۱۳۹۰ آبان ۲۰, جمعه

ترکاري، مېوې او نور خوراکي توکي په اطرافو کې کرل کيږي او په لویو ښارونو کې بلورل کیږي. په دې ترتيب هغه د لارۍ، رېل او يا الوتکې د لارې په زرګونو کيلومتره شا ته پرېږدي. خو دغه کرنیز توکي په ښارونو کې هم کرل کیدای شي.

https://p.dw.com/p/138tQ
د بام په سر کرنه
د بام په سر کرنهانځور: Volkmar Kreuter, Fraunhofer UMSICHT

د مېوو او سبو لوی بازارونه، د لاريو اډې، د اورګاډو تمځايونه او د کښتيو بندرونه، دا هغه اکمالاتي آسانتياوې دي چې په پرمختللو هېوادونو کې د دې دپاره رامنځته شوې دي ترڅو د ښارونو اوسېدونکو ته ورځ تر بلې خوراکي توکي ورسيږي. خو تر ټولو آسانه کار به دا وای که د خوراکي موادو توليد په هغه ځای کې صورت ونيسي چيري چې ډېر انسانان اوسيږي چې دا پخپله لوی ښارونه دي.

د آلمان د «فراونهوفر» انستيتوت کارکونکی، فولکمار کويتر، چې د چاپېريال او انرژۍ د تخنيک په څانګه کې په څېړنو بوخت دی، وايي چې په ښارونو کې د کرنې لپاره کافي ځای هم شته. هغه د ودانيو هوار او اوږده بامونه يادوي چې تر ټولو ښې شنې خونې ورباندې جوړېدای شي.

«که تر شنو خونو لاندې بيا صنعتي کارځايونه يا يوه نانوايي وي، يا دا چې هلته داسې يوه فابريکه وي چې د تودوخې او ګرمۍ د توليد منابع ولري او يا هلته دفترونه پراته وي، دا ټول له شنو خونو سره مرسته کوي.»

هغه زیاتوي چې په دفترونو کې د کمپيوټرونو داسې خونې هم شته تر څو کمپيوټرونه په کې ساړه شي چې له دې لارې ګرمي خارجيږي. د هغه په قول له دې ګرمۍ څخه هم د بوټو د ودې په برخه کې ګټه پورته کېدای شي.

په ښار کې دننه پرتې ودانۍ د تودوخې نه پرته، ښاري کروندو ته نورې ګټې هم لري. په دغو ودانيو کې د ساري په ډول سره او اوبه هم شته. خو دغې موخې ته د رسېدو لپاره يو ښاري بزګر د اوبو د پاکولو داسې تخنيکي وسايلو ته اړتيا لري چې د پيسو ډېره پانګونه غواړي لیکن وروسته بيا له دې لارې پيسې سپمول کيږي.

د دې له پاره چې ترکاري د بام په سر وکرل شي، بايد «هايدروپوني» نومې کروندې رامنځته شي. په دغو کروندو کې بوټي په خاورو کې نه، بلکې په مصنوعي موادو کې غټيږي. د اوبو رسولو يوه آله د بوټو جرړو یا ریښو ته ټول وخت اوبه رسوي. اوبه له يوې زېرمې څخه رابهيږي او بيا له جرړو څخه تيريږي او بېرته د اوبو زېرمې ته ورځي. په دې ډول د هر بوټي لپاره ډېر ښه شرايط آماده کيږي. نه په کې اوبه ضايع کيږي او نه سره، ځکه چې هر څه بېرته زېرمو ته ورځي. څېړونکی فولکمار کويتر وایې چې له دغې لارې د بوټو حاصلات لس تر شل برابره ډیریږي.

د کرني په دغه میتود کې باید د ګلدانونو وزن هم کم وي، ځکه چې بوټي خاورې ته اړتيا نه لري. دا خبره اهميت لري ځکه چې بامونه د ډېر وزن د زغملو توان نه لري.

د ښاري کرنې لپاره په کافي ډول ساحه موجوده ده. د کويتر د اټکل د مخې یوازې په آلمان کې ۳۶۰۰۰ هکتاره ځمکه موجوده ده. دا د هالنډ د شنو خونو د ټول مساحت په نسبت درې چنده ساحه ده چې ډېر زيات خوراکي مواد پرې توليديږي.

دا چې په ټوله نړۍ کې د زراعتي ځمکو مساحت په کمېدو دی، نو کېدای شي په يوه څو پوړيزه لوړه ودانۍ باندې هم شنې خونې جوړې شي. خو په دې صورت کې بيا مصنوعي رڼا ته ضرورت ليدل کيږي. خو دا کار هم د ال اي دي «LED» تخنيک د لارې په لږې انرژۍ سره تر سره کېدای شي.

ښاري کروندې په چين او امريکا کې اوس لا موجودې دي. هغه تر اوسه لا د صنعتي ودانيو د بامونو د پاسه وجود نه لري، خو ښاريان ورته په اصطلاح لاسرسی لري.

فبین شمیت/ نسیم صابر
کتونکی: مسعود جهش