1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په یونان کې مهاجر په یوه دام کې بند پاتې دي»

آژانسونه۱۳۹۵ فروردین ۳۰, دوشنبه

د بشري حقونو فعالین په یونان کې د لسهاو زرو مهاجرو د ناخوال وضعیت په هکله خبرداري ورکوي. د بخښنې نړیوال سازمان نیوکه کوي چې د بالکان هیوادونو د لارې تر تړلو کیدو وروسته په یونان کې مهاجر په یو «دام» کې بند پاتي دي.

https://p.dw.com/p/1IXkR
Amnesty international Logo
انځور: picture-alliance/dpa/S.Kahnert

امنستي انترنشنل یا د بخښنې نړیوال سازمان چې مقر یې په لندن کې دی، په یوې خپرې شوې وینا پاڼې کې ویلي دي چې د ۴۶۰۰۰ پناه غوښتونکو او مهاجرو د ژوند حالت ته بايد جدي پاملرنه وشي، چې د يونان په ډيرو سیمو کې میشت او په چټل او ناپاکه چاپيريال کې ايسار دي. ديري دغه ایسار پاتې شوي مهاجر ماشومان او ښځي دي.

د بخښنې نړيوال سازمان زیاته کړې ده چې له ترکيې سره د اروپايې ټولنې له تړون څخه وروسته د دغه انسانانو برخه ليک له پامه غورځول شوی دی. له مقدونيې سره د یونان د سرحد له تړلو وروسته داسې ښکاري چې دغه مهاجر په یوه «دام» کې بند پاتې شوې وي. هغوي په ډار او ويره او د ناامنۍ په حالت کې شپې او ورځې سبا کوي.

د اروپا او مرکزي آسیا له پاره د بخښنې د نړیوال سازمان مدیر جان دالهویزن، ویلي دي: «که چیرې د اروپا د اتحادې حکوموته ډير ژر په عمل لاس پورې نه کړي او په یونان کې مهاجرو ته د ځای ورکولو او د هغوی د ژوند د شرایطو د ښه کولو له پاره خپلې وعدې پوره کړي نو د یو بشري ناورین گواښ موجود دی.»

له ډيرو لږ مهاجرو سره مرسته

دالهویزن زیاته کړې ده: «له ۶۶۴۰۰ پناه غوښتونکو څخه چې په نظر کې دي، د ۲۰۱۵ کال د سپتمبر مياشتي راهيسی له يونان څخه نورو هېوادونو باندی تقسیم کړای شي، ډير کم شمير يې مرستي تر لاسه کړي. د اروپايي کمیسیون د معلوماتو له مخې یوازي له نوموړي شمیر څخه ۶۱۵ تنه یې د اروپا د اتحادیې په نورو هیوادونو کې منل شوي دي.»

دالهویزن زياته کړې ده: «دغه پسمنظر ته په کتو سره د حيرانتیا وړ نه ده چې په یونان کې د مهاجرو له پاره د ۳۱ موقتي کمپونو له ډلې څخه اکثره یې ډک شوي دي. په دغو کمپونو کې د شخصي ژوند د ضروریاتو د پوره کولو او تودوخي امکانات نه شته. د ځان مینځلو او قضای حاجت امکانات دير محدود دي.»

يوې اميدوارې سوريايې ښځې د بخښنی نړویال سازمان ته ویلي دي: «موږ پر ځمکه بيديږو او زموږ بړستنې په اوبو کې لمدې وي.»

د بخښنې نړيوال سازمان د داسی حالتونو له کبله له يونان څخه د اروپایی ټولنې د غړي په توګه په کلکه غوښتنه کوی چې د پناه ورکولو سیستم کې دې ښه والې را منځ ته کړي. دغه راز په دې هیواد کې دې د تولو مهاجرينو د اوسیدلو له پاره امکانات برابر کړي چې په دي برخه کې د اروپایي ټولنې ملاتړ ته اړتيا ده.

د مارچ په میاشت کې اروپايي ټولنې او ترکيې په يو هر اړخيز تړون کې سره موافقه وکړه چې د هغي له مخې به ټول غيرقانوني مهاجر چې له ترکيې څخه د يونان اژه ټاپو ګانو ته رارسیږی بيرته ترکيې ته وليږدول شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب