د برازیل روزونکي له خپلې دندې استعفأ وکړه
۱۳۹۳ تیر ۲۴, سهشنبهد برازیل د فوټبال فدراسیون ویلي دي چې سکولاري به د دغه هیواد د ملي لوبډلې د روزونکي په توگه خپل کار ته دوام ور نه کړي. دغه پریکړه د نړیوال جام په دوو وروستیو لوبو کې د برازیل د ډیرې خرابې لوبې له کبله نیول شوې ده. په لومړۍ لوبه کې برازیل آلمان ته په اوو گولونو لوبه وبایلله او په دویمه لوبه کې یې له هالنده په درو گولونو ماتې وخوړه.
د برازیل د فوټبال ادارې مشر جوزې ماریا مارین، دغه خبره تایید کړې ده. له سکولاري سره به د هغه نور مرستیالان هم د برازیل د روزونکې ډلې دنده پریږدي.
مارین په یوه بیانیه کې ویلي دي: «موږ سکولارې او د هغه د روزونکي ډلې نورو غړو ته درناوی لرو. هغه د برازیل له لوبډلې سره د خلکو د مینې ډیریدو تر شا وو آن په داسې حال کې چې هغوی تر ټولو لوی هدف [نړیوال جام] ترلاسه نه کړ.»
سکولاري چې په ۲۰۱۲ کال کې د برازیل د ملي لوبډلې د روزونکي په توگه گومارل شوی وو ژمنه کړې وه چې د شپږم وار له پاره به د خپل هیواد له پاره نړیوال جام وگټي. هغه په ۲۰۰۲ کال کې هم د برازیل روزونکی وو. په دې کال کې برازیل نړیوال جام گټلی وو. سکولاري په ۲۰۱۳ کال کې د ملي لوبډلې د روزونکي په توگه د «کنفیدراسیون جام» هم گټه.
سکولاري تر دې مخکې د پورتگال د ملي لوبډلې او یو شمیر کلبونو د روزونکي په توگه پاتې شوی دی.