1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د برلين د دیوال په شان د قبایلي سیمو د ویش تیاری

۱۳۹۶ مهر ۱۸, سه‌شنبه

د پاکستان او افغانستان پر پوله د سرحدي سیمو په زرونه اوسیدونکي په احتمالي ډول د برلين د دیوال په څیر د جغرافیاوي ویش له خطر سره مخامخ کیدای شي. دغو پښتنو هیڅکله هم هلته موجود سرحد عملاً نه دی احساس کړی.

https://p.dw.com/p/2lad1
Graben an der Grenze von Afghanistan nach Pakistan
انځور: DW/A.G. Kakar

د پاکسستان د بلوچستان ایالت مرکز کوټي او د افغانستان سرحد ته نږدې له چمن څخه رويترز خبري اژانس د رپوټونو په حواله د دغو دواړو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ د کلیو په لسونه زره قبایلي اوسیدونکي له کلونو راهیسې دغه نه ښکاریدونکې کرښه په پام کې نیسې، چې د پاکستان او افغانستان سرحد ورته  ویل کیږي.

خو اوس کیدای شي د دغو سیمو اوسیدونکي د پخواني برلين دیوال په څیر په جغرافیاوي لحاظ له وېش سره مخامخ شي، کوم چې پخوانی ګاونډیتوب به ختم کړي.

د پاکستان او افغانستان تر منځ د ډیورنګ کرښې په نوم شخړیز سرحد په ۱۸۹۳م کال کې بریتانویانو کړی وو. پاکستان چې په قبایلي سیمو، بلوچستان او د خیبر پښتونخوا په سرحدي سیمو کې د موجودو افراطي ډلو د خونړیو بریدونو سره مخامخ دی په خپلو سرحدونو کې د داسي موانعو په جوړولو بوخت دی چې په خبره یې د افغانستان له لورې ورته د راتلونکو ترهګرو مخه ونیولی شي.

دواړه هیوادونه نږدې د دوه نیم زره ګیلومترو په اوږدوالي ګډ سرحد لري. د کابل حکومت د داسې موانعو جوړولو مخالفت کوي. دغه موانع به په هغو سیمو کې تیږي چې «ویشل شوي کلي» بلل کیږي. د دغو سیمو ډیر اوسیدونکي د خپل تابعیت د تثبیتولو له پاره نه هم د پاکستان شناخت کارت او نه هم د افغانستان تذکره لري.

د رویټرز په حواله په بلوچستان کې پاکستاني چارواکي په دې هڅه کې دي چې د دغو ویشل شویو کلیو پاکستاني اوسیدونکي د دغو موانعو پاکستاني لورې ته د انتقالولو په تیاريو اخته دي.

پاکستاني چارواکي وایې چې امنیتي تهدیدونه د هغو اندیښنو په پرتله ډیر مهم دي چې دغه موانع به ډيري سیمه ایزې کورنۍ او قومونه سره وویشي.

په دې اړه د نیمه پوځي سرحدي ځواکونو یو سیمه ایز قوماندان کرنل محمد عثمان رویټرز ته ویلي دي: «سرحدي دیوال خو په برلين کې هم وو. په مکسیکو کې هم دی. په نړۍ کې هر ځای، بیا نو دا دیوال یا موانع د پاکستان او افغانستان په منځ کې ولی نه شي جوړیدای؟»

کرنل عثمان زیاته کړه: «د کرښې دې غاړي ته سیمه ایز قبایلي اوسیدونکي باید په دې خبره پوه شي چې په کوم ځای کې چې دوی دي، هغه پاکستان دی او بل لور ته افغانستان دی».

د پاکستان د پوځي منابعو په حواله د دې موانعو د جوړولو ترڅنګ د اسلام آباد حکومت غواړي د دواړو هیوادونو تر منځ نږدې ۱۰۰ نوي سرحدي پوستې هم جوړې کړي.

زموږ له ارشيف څخه: