1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بریتانیا د پارلمان ودانۍ ته څیرمه ترهګریز برید

۱۳۹۶ فروردین ۲, چهارشنبه

پولیسو اوس د څلورو کسانو د مرګ او د لږ تر لږه ۲۰ کسانو د ټپي کیدو خبر تایید کړی دی. د رپوټونو په حواله وژل شوو کسانو کې یوه میرمنه او یو پولیس سرتیری ګډون لري.

https://p.dw.com/p/2Zkkh
London Großbritannien Anschlag
انځور: Reuters/H.McKay

د بریتانیا د پارلمان ودانۍ ته څیرمه د برید په هکله تازه جزیات:

په ورته وخت کې د لندن د پیښې په هکله د آلمان صدراعظمې انګلا مرکل هم یوه اعلامیه خپره کړې او پکې راغلي: «که څه تراوسه د پیښې اصلي لامل روښانه نه دی، خو بیا هم د آلمان [حکومت] او د آلمان خلک په دې پیښه کې او له ترهګرۍ سره د مبارزې له پاره د بریتانیې له خلکو سره ولاړ دي.»

د ډیلي ټیليګراف مرستیال مسوول مدیر، کریستوفر هوپ د لوړ پوړو حکومتي چارواکو په حواله په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې پولیس په دې پیښه کې د بل ممکنه شکمن کس په لټه کې دي.

په ورته وخت کې د بي بي سي خبریال هم ویلي دي چې داسې ګمان کیږي چې پر خلکو باندې د موټر د ځغلولو په پیښه کې دوه کسان ښکیل دي.

بل لوري ته بیا بي بي سي  تایید کړې چې د پیښې په سیمه کې یو پولیس هم وژل شوی دی. د فرانسې د چارواکو په حواله د بریتانیا په دې برید کې فرانسوي د ښوونځي زده کوونکي هم ټپیان شوي دي.

Großbritannien London Schüsse
انځور: Getty Images/AFP/D. Leal-Olivas

 

د لندن د ترهګریز برید لومړني معلومات: 

د بریتانیا د پارلمان ودانۍ ته څیرمه یو شکمن برید کوونکی وروسته له هغې چې پر یو پولیس یې د چړې برید وکړ په ډزو ویشتل شوی. داسې رپوټونه هم ورکړل شوي دي چې یو موټر هم د ویست منستر د پول په سیمه کې پر خلکو ځغلول شوې.

د بریتانیا رسنیو رپوټ ورکړی چې ښايي د بریتانیا لومړۍ وزیره، تیریسا مې د چهارشنبې د ورځې د پارلمان ودانۍ ته څیرمه د برید په هکله د بحث له پاره عاجله ناسته را وغواړي.

بل لوري ته بیا د سکاټلند یارډ د پولیسو قوماندان، بي جې هرینګټون د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې دا تایید کړه چې پولیس له یو «ترهګریز برید سره» مخ دي او وايي چې په دې هکله پلټنې لا پای ته نه دي رسیدلي. نوموړي همدا راز زیاته کړه چې په دې پیښه کې د پولیسو په ګډون ګڼ شمیر کسان ټبیان شوي دي خو د ټپیانو د کره شمیرې په هکله د معلوماتو له ورکړې یې ډډه وکړه.

په عین وخت کې بیا سکای نیوز ویلي دي چې په دې پیښه کې اوس د دوه کسانو مرګ تایید شوی دی.

د بریتانیا د خبریالانو اتحادیي د لندن په مرکزي روغتون کې د یو ډاکټر په حواله رپوټ ورکړی چې د بریتانیا د پارلمان ودانۍ ته څیرمه د چهار شنبې د ورځې د برید په پایله کې یوه میرمن وژل شوې او د «خرابې پیښې» د نورو ټپي کسانو درملنه ادامه لري.

د بریتانیا د پارلمان په ودانۍ کې د رویترز خبري آژانس انځور اخیستونکی وايي چې هغه د لوړ غږ چاودنه واوریده او بیا ېې د ویستمینستر په پول باندې له لسو ډیر ټپي کسان ولیدل. د بریتانیا پولیسو ویلي دي چې دا «ترهګریز برید» وو.
له پیښې وروسته د بریتانیا د پارلمان ودانۍ تړل شوې. له سیمې څخه د ډزو رپوټونه او همدا راز پر خلکو باندې د موټر د ځغلولو رپوټ هم ورکړل شوی دی. په دې پیښو کې لږ تر لږه د لسو په شاوخوا کې کسان ټپیان شوي دي.

Großbritannien London
انځور: Reuters/H. McKay

د سپینې ماڼۍ ویاند، سیان سپایسر په دې هکله وویل چې د پیښې په هکله ولسمشر ترمپ ته هم تازه معلومات ورکړل شوي دي او زیاتوي چې موږ حالت تر څار لاندې لرو او د تازه جزیاتو په هکله ولسمشر ته خبر ورکوو.

د بریتانیا د لومړۍ وزیرې، تیریسا مې په هکله هم دا تایید شوې چې هغه خوندي ده، خو دا لا معلومه نه ده چې هغه له دې سیمې څخه بهر ایستل شوې او که نه. بل لوري ته بیا د لندن پولیسو له خلکو غوښتې چې د پیښې سیمې ته له تګ څخه ډډه وکړي.

له سیمې څخه یو شاهد وویل چې د ویست مینستر پول په سیمه کې هغه یو موټر ولید چې لږ تر لږ په پنځو کسانو ور وځغلول شو. تر پیښې وروسته د بریتانیا په پارلمان کې له شته خبریالانو وغوښتل شول چې د پارلمان له ودانۍ څخه بیرون نشي.