1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بوستن د پيښي يو تورن ووژل سو

مسعود جهش (فرانس پرس)۱۳۹۲ فروردین ۳۰, جمعه

امریکایي چارواکو ویلي دي چي د بوستن د ډله ییزي ځغاستي پر مهال د چاودنو په تور د د تورنو دوو شکمنو کسانو له ډلې څخه یو تن یې وژل شوی دی او د یوه بل د موندلو پراخ چاڼیز عملیات جريان لري.

https://p.dw.com/p/18JEp
WATERTOWN, MA - APRIL 19: (ALTERNATE CROP) Police with guns drawn search for a suspect on April 19, 2013 in Watertown, Massachusetts. Earlier, a Massachusetts Institute of Technology campus police officer was shot and killed late Thursday night at the school's campus in Cambridge. A short time later, police reported exchanging gunfire with alleged carjackers in Watertown, a city near Cambridge. It's not clear whether the shootings are related or whether either are related to the Boston Marathon bombing. (Photo by Mario Tama/Getty Images)
USA Schießerei MIT Universität Massachusetts Festnahmeانځور: Getty Images

دغه شکمن کس د بوستن په «واتر تاون» سیمه کې له پولیسو سره په نښته کې لومړي ټپي او بیا مړ سوی دی. اوس د دې سیمې اوسیدونکو ته سپارښتنه شوې ده چې په خپلو کورونو کې پاته شي، چي پولیس وشي کولای د پېښې دوهم شکمن هم وموندي.

سیمه ییزو چارواکو ویلي دي چې پر دغو دوو کسانو باندې همداراز د یوه پولیس د وژلو تور هم لگول گیږي. د دغه چارواکو په خبره شکمنو کسانو د مسې چوستس د تکنالوژي په انستیتوت کې د یوه پولیس تر وژلو وروسته، له یوه ملکي وگړي څخه د هغه موټر هم غلا کړی دی.

تر دې یوازې څو ساعته مخکې پولیسو د دوو تنو انځورونه هم خپاره کړي ول، چې ورباندي د بوستن په ډله ییز ځغاسته کې د بمي بریدونو تور لگول شوی دی. پولیسو له عامو امریکایانو څخه غوښتي ول، چې د دغو دوو شکمنو کسانو په موندلو کې ورسره مرسته وکړي.

پولیسو ویلي دي چې شکمنو کسانو هغه وخت له خپل موټر څخه لاسې بمونه وغورځول چې پولیسو د هغوی موټر تعقیب کړ. تر دې وروسته پولیس له دغو شکمنو کسانو سره په وسله والو جگړه کې ښکیل شول چې په پایله کې یې یو تن شکمن وگړي لومړۍ سخت ټپي او بیا ووژل شو.

د دوشنبې په ورځ په بوستن کي د امریکا په سنتي ماراتون يا ډله ييزه ځغاسته کي د څو ثانيو په توپير سره دوې چاودني وسوې، چي په نتيجه کي ئې د يوه اته کلن هلک په گډون درې تنه ووژل سول او نزدې ۱۸۰ تنه پکښي ټپيان سول. د دې حملې انگېزه تر اوسه پوري روښانه نه ده.

په بوستن کي د امريکا کورني استخباراتو (FBI) د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د اپريل ۱۸) په يوه خبري کنفرانس کي د هغو دوو تنو تورنو کسانو عکسونه وښوول چي په دغه ښار کي د دوشنبې په ورځ د چاودني پرمهال د يوې دباندي نصب سوي ويديويي کمرې له خوا اخيستل سوي ول.

د امريکا کورني استخبارت په دغو دوو کسانو پسې گرځي.
د امريکا کورني استخبارت په دغو دوو کسانو پسې گرځي.انځور: Reuters

عکسونه يا ويديو ښيي چي دغه دوه کسان چي يو په بل پسې دي او هر يو ئې يو يو کوچنی د شابکس لري پياده روته ور داخليږي. د دغو تورنو کسانو د يوه ئې توره او بل ئې سپينه خولۍ پرسر وې.

«دواړه تړاو سره لري»

اف بي آی د یوه ويديويي فلم له مخي وايي، چي هغه کس چي سپينه خولۍ ئې پر سره وه تر دوهمي چاودني لږ دمخه خپل د شابکس د يوه رستورانت مخ ته ږدي. د دوهم تورن کس په اړه د ويديو دغه ډول معلومات نسته. خو ديسلاوريس وايي، چي دغه دواړه کسان «تړاو» سره لري.

د اف بي ای د معلوماتو له مخي په دغه بکس کي چي څو دقيقې وروسته ئې انفجار وکړ په کور کي جوړ سوي چاوديدونکي مواد ځای پرځای سوي ول.