1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له لوږې څخه د ځان ژغورولو په موخه د ماشومانو ودول

۱۴۰۱ خرداد ۱۲, پنجشنبه

په افغانستان کې سخته بیوزلي او بې روزګاري د دې لامل شوې چې یو شمېر بې وزله کورنۍ د پیسو او له لوږې څخه د خپلو اولادونو د ژغورولو له پاره خپلې لوڼي واده کړي. د افغانستان نږدې نیمایي وګړي د بې وزلۍ له ګواښ سره مخ دي.

https://p.dw.com/p/4CCDG
Afghanistan Bamiyan | Gesellschaft | Höhlen
انځور: Noor Azizi/Photoshot/picture alliance

زهرا«مستعار نوم» د بامیان ولایت په مرکز کي هغه کونډه مېرمن ده چې د خپلو دریو لوڼو واده کولو ته مجبوره شوې او وايې چې له لوږې څخه د ځان ژغورولو له پاره يې خپله هم له یوه سړي سره واده کړی دی.

د هغې ژوند د داسي بې وزلۍ ښکارندوي کوې چې دا مهال د افغانستان د نفوس یوه لویه برخه ورسره لاس او ګریوان ده.

یادي څلوېښت کلنې مېرمني چې درې کاله وړاندي يې خپل مېړه د ناروغۍ له امله له لاسه ورکړ وايي: «زما مېړه د مغزي سکتې له امله ومړ. بې وزلۍ او بدبختۍ زموږ کورنۍ تر ډېره وځپل او په کور کي مو د خوړو له پاره هیڅ نه پیداکیدل.»

نوموړې چې د ټولنیزو حساسیتونو له امله يې نه غوښتل اصلي نوم يې واخيستل شي وويل، چې د مېړه له مړينې وروسته يې د خپلو درو زامنو او درو لوڼو له پاره يوه ګوله وچه ډوډۍ په کور کي نه پیدا کیدله، خو له دې سره سره چې د خلګو کورونه یې وینځل او پاکول بیا هم توانیدلې وه چې خپل ماشومان ښوونځي ته واستوی.

هغې معمولاً د هغو خلکو په کورونو کي کار کاوه چې په دولتي ادارو او موسیسو کي یې کار کاوه او پیسې یې ګټلې، خو په دې وروستيو مياشتو کې چې ډیرو کسانو خپلې دندي له لاسه ورکړې ډېر خلګ بې کاره یا هم له هیواد ووتل نو دا هم نوره ونه توانیدله چې د ځان له پاره کار پیدا. هغه چې د خپلو ماشومانو له پاره د يوې ګولې ډوډۍ په غم کې وه، بله چاره يې نه درلوده چې خپلې ۱۵- ۱۷- او ۲۰ کلنې لوڼي د هغوی له خوښې پرته مړونو ته ورکړې ترڅو خپل پورونه ادا کړې.

زهرا وویل: «ما د طالبانو په راتګ سره خپلې لوڼي د خوړو د نشتوالي له امله واده کړې ځکه که یوه ورځ رانه له لوږي تلف شوې وايې دا هم بده وه.»

نوموړې وايې، د خپل درې کلن پور د ادا کولو له پاره يې د خپلو زومانو څخه د ۲۰ تر ۴۰ زره افغانیو پورې ولور اخیستی او درې واړه لوڼي یې د واده له مراسیمو پرته د میدان وردګو ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د خپلو مړونو کورونو ته تللې.

دا ښځه چې د خپلو لوڼو په څیر واده ته مجبوره شوې، وايي چې له یوه داسې نارینه سره یې واده کړی چې مخکې یې هم یوه ښځه او شپږ اولادونه لرل او د بامیانو ولایت په یوې ولسوالۍ کي یې ژوند کاوه.

هغه شکايت کوي چې بزګر خاوند يې هرې دوې درې میاشتې وروسته کور ته راتلی خو د کورنۍ سره يې مالي مرسته ورسره نه کول.

یادې مېرمني او د هغې نوي خاوند له دې واده څخه جلا اهداف لرل، دې غوښتل چې د خپلو زامنو له پاره یو ساتونکی او د خوړلو له پاره ډوډۍ پیداکونکی ورته برابر شې، خو د خپل میړه د هدف په اړه یې وویل: «زما مېړه یوه ښځه او شپږ لوڼې لري هغه زما سره واده وکړ چې یو زوی هم خداې ورکړي، خو د هغه لومړنۍ مېرمن اجازه نه ورکوي چې زموږ سره مرسته وکړي.»

د زهرا ستونزي دوې میاشتې وړاندي هغه مهال نورې لا هم زیاتې شوې کله چې هغې یوه نجلۍ وزېږوله. هغه وايي له هغه وخته چې مېړه يې خبر شو چې اولاد يې نجلۍ ده کور ته نه دی راغلې او نه یې هم ترې احوال اخیستی: «په کور کې د خوړلو هیڅ نه لرو. ماشومه مي ناروغه ده، خاوند مي مرسته نه راسره کوي او وړه ماشومه مي په خوارځواکۍ اخته ده.»

د زهرا دردونکې کیسه د زرګونو نورو کسانو د بې وزلۍ کیسه بیانوي، خو د ملګرو ملتونو شمېرې ښيي چې د افغانستان شاوخوا نیمايې وګړي له لوږې سره مخ دي.

که څه هم په افغانستان کې د اجباري ودونو په اړه کره شمیره نه ده معلومه، خو د طالبانو تر واکمنۍ مخکې هم دا کچه لوړه وه او اوس ډېر داسې راپورونه شته چې کورنۍ خپلې لوڼي دې ته اړ باسې چې تر ۱۸ کلنۍ مخکې واده وکړي.

د ښځو د حقونو يوې فعالي چې نه يې غوښتل د امنيتي دلايلو له کبله يې نوم واخيستل شي وويل، په باميانو کې د څو اجباري او کم عمره ودونو شاهده وه: «د ښځو او نجونو پر وړاندي د طالبانو له خوا د محدودیتونو په زیاتیدو سره یوشمیر کورنۍ مجبوره کیږې چې د خپلو لوڼو د خوندي ساتلو له پاره تر قانوني عمر کښته هغوې واده کړي.»

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) تر دې مخکې په نومبر  میاشت کې په افغانستان کې د اجباري او کم عمره ودونو د زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه، دغه سازمان ویلي دي چې داسې باوري راپورونه یې ترلاسه کړي چې یوشمیر کورنۍ حتی د پیسو په بدل کې خپلې وړې ماشوماني د راتلونکي له پاره په نکاح کوي.