1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترکيې انتخابات ولي تعيینونکي دي؟

۱۳۹۷ تیر ۲, شنبه

سبا په ترکیه کي انتخابات امکان لري، ددغه هیواد په تاریخ کي ډیر مهم وگرځي. هغه به د اوسني جمهوررييس اردوغان سرنوشت تعین او د گټلو په صورت کي یې په دغه هیوادکي جمهوري سیسټم رامنځته کړي.خو اپوزیسون هم غښتلی دی.

https://p.dw.com/p/308mg
Türkei Kundgebung zur Unterstützung von Erdogan in Istanbul
انځور: Reuters/O. Orsal

سبا د جون میاشتي پر ۲۴ په ترکيه کي پارلماني او جمهوري رياست انتخابات ترسره کیږي. ترکان به په دغو انتخاباتوکي دې ته رایه ورکړي، چي هغوی د خپل هیواد له پاره څه ډول آینده غواړي. د انتخاباتو نتایج به د اوسني جمهوررييس رجب طيب اردوغان سرنوشت هم تعین کړي. هغه څوک چي ترکیه یې اروپايي ټولني ته د ورشاملیدو په هدف د اقتصادي لحاظه ډیره تقویه کړه، خو په تیرو کلونو کي ورڅخه یو مطلق العنانه شخص هم جوړ سوی دی.

ترکيه، چي دډیرو اتنیکي گروپونو او مذهبي ټولنو او فرقو څخه متشکله ده،عملأ اوس پر دوو برخو باندي ویشل سوې ده: یو د اردوغان طرفدران او بل یې منتقدین دي. ددغو انتخاباتو دپاره ۶۰ ملیونه ترکان راجستر سوي دي. د وروستۍ نظر پوښتني پراساس تقریبأ نیمايی رایي ورکونکي د حکومتي ګوند AKP په طرفدارۍ دي او نیمايی نور یې بیا غواړي اوسنئ حکومت منحل کړي.

Türkei Kundgebung zur Unterstützung von Erdogan in Istanbul
انځور: Reuters/O. Orsal


اردوغان د ددرو گونو قواوو ختمیدل غواړي

په تیرو لسو کلونو کي اردوغان پردې باندي کامیابه سوی دی، چي ټوله خپل بالقوه حریفان ضعیفه او له منځه یوسي. په همدې کار سره د حکومتي ګوند AKP رییس، یعني اردوغان خپل حکومتي موقف نور هم تقویه کړ. په اوسنیو انتخاباتو کي دده هدف دادی، چي پر پارلمان ،قضأ او حکومت باندي هم برلاسئ سي. دئ غواړي د پارلماني سیسټم په عوض جمهوري سیسټم رامنځته کړي. په اساسي قانون کي د لازمو اصلاحاتو راوستلو په خاطر یې د ۲۰۱۷ م کال په یوه ریفرانډم لا رايي اخیستي وې. په جمهوري سیسټم کي به د حکومت انتخاب او رهنمايي د پارلمان څخه جمهوررييس ته انتقال سي.

په ترکيه کي د نظریاتو دیوه مهم تحقیقاتي انستیتوت(کوندا- KONDA) مؤسس، تاران اېردیم ، المان ږغ ته په دې هکله وویل،« د جون د۲۴ انتخابات  به د ترکيې سرنوشت تعین کړي. د یوه شخص د واکمنۍ حکومت د تقریبأ څلورو کلو راهیسي لا موجود دی. د انتخاباتو نتایج به د نوی حکومتي سیسټم حقوقي اساس جوړ کړي.»

Türkei Wahlkampf Muharrem Ince, Republikanische Volkspartei in Ankara
انځور: Reuters/S. Nenov

ارودغان چي په  تيرو ۱۶ کلونو انتخاباتو کي یې هيڅ ماته نده خوړلې، په دغو انتخاباتو کې د اول وار له پاره ځان له يوې لويې ستونزې سره مخامخ سوی ويني. په عين وخت کي چي هغه د «ملي حرکت ګوند» (MHP) سره، چې يو افراطي عوامپاله ګوند دی، د «خلکو اتحاد» په نامه جبهه جوړ کړې ده، مخالفو ګوندونو هم د يو بل بې ساري اقدام په ترڅ کي په خپلو منځو کې د «ملي اتحاد» تر نامه لاندې راټول سوي دي. د هغوې په اصطلاح دغه ملي اتحاد د سیکولر کمالیست يعني « د خلکو جمهوري ګوند» (CHP)، د سعادت اسلام پاله ګوند او له «طالع مندۍ ګوند» (IYI Parti) څخه جوړ دی.

په انتخاباتي کمپايونو کي د جمهوري ریاست څوکۍ ته د «خلکو جمهوري ګوند» د کاندید، محرم انچه ښکاره کيدل، د اردوغان مخالفانو ته داسي هیلي وربخښي، چي هغه به د انتخاباتو په لمړي دور کي د جمهوررييس په توګه انتخاب نه سي.

Deutschland Wahllokal der türkischen General Konsulat Köln
انځور: DW/M. Karagöz

د «خلکو جمهوري ګوند»(HDP) چې له کردانو څخه پلوي کوي، په دغو انتخاباتو کې مهم رول لري. د عدالت او پراختيا ګوند چې اوس په قدرت کي دی، دغه ګوند ته د «کردستان د کارګرانو دممنوعه ګوند» د سياسي مټ په سترګه ګوري. دا هغه ګوند دی چې د کلونو راهيسې د ترکيې دحکومت پر ضد وسلواله مبارزه کوي. تيرکال د اردوغان په امر د « خلکو دموکراتيک ګوند» ډير غړي زندان ته واچول سول.

زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم: ( 31.07.2016 )