1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترکیې په اوبو کې د ماشومانو په ګډون ۹ مهاجرین ډوب شوي

۱۳۹۷ خرداد ۱۳, یکشنبه

د ترکیې دولتي رسنۍ خبر ورکړی چې د شپږو ماشومانو په ګډون نهه مهاجرین چې غوښتل یې د چټکو کښتیو له لارې ځانونه اروپا ته ورسوي، د ترکیې د مدیترانې سمندر په ساحل کې د کښتۍ تر اوښتو وروسته په اوبو کې ډوب شوي.

https://p.dw.com/p/2yrcV
Lesbos Griechenland Flüchtlingsboot Boot Flüchtlinge gesunken
انځور: Reuters/G.Moutafis

د «انادولو» په نامه د ترکیې دولتي رسنۍ خبر ورکړی چې د یکشنبې په ورځ «د ۲۰۱۸م کال د جون میاشتې په ۳ نیټه» د مهاجرینو دغه کښتۍ د ترکیې د مدیترانې سمندر د انتالیا ولایت په دیمري ولسوالۍ کې په اوبو کې اوښتې ده. یادې رسنۍ ویلي چې په دې پیښه کې پنځه تنه ژغورل شوي او یو کس لا هم لادرکه دی.

د انادولو په نامه د ترکیې دولتي رسني په خپل رپوټ کې د پیښې د تلفاتو په هکله لیکلي چې په د کښتۍ د اوښتو په دې پیښه کې دوه بالغ کسان، یوه میرمن او شپږ ماشومانو په اوبو کې د ډوبیدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په عین وخت کې د «دوګان» په نامه د ترکیې یوې بلې رسنۍ بیا ویلي چې دغو کسانو غوښتل چې له ناقانونه لارې ځانونه اروپا ته ورسوي. یادې رسنۍ ویلي چې د دوی د سفر مسیر تر اوسه پورې نه دی روښانه شوي چې دوی غوښتل له کومې لارې ځانونه اروپا ته ورسوي. د ترکیې دغې سیمې ته د اروپايي ټولنې تر ټولو نږدې خاوره د کاستیلوریزو په نامه د یونان یوه کوچنۍ ټاپو ده. تر اوسه پورې په کښتۍ کې د سپرو ټولو کسانو د هویت په هکله معلومات په لاس کې نه شته او په هکله یې اقدامات روان دي.

Griechenland Flüchtlinge bei Lesbos
انځور: picture-alliance/AP Photo/S. Palacios

دا په داسې حال کې چې د دوهمې نړیوالې جګړې له امله د رامنځ ته شوي مهاجرت کړکیچ را وروسته، اروپايي ټولنه د مهاجرت له یوه ډیر پراخ کړکیچ سره لاس او ګریوان ده. د منځني ختیځ او په ځانګړې توګه له سوریې څخه له یو میلیون ډیر کسان د جګړې څخه د تیښتې له امله د ترکیې له لارې په ۲۰۱۵م کال کې د اروپايي ټولنې غړي هیواد یونان ته داخل شول.

د همدې کړکیچ له امله اروپايي ټولنه اړ شوه چې په ۲۰۱۶م کال کې له ترکیې سره د مهاجرینو پر سر یو تړون لاسلیک کړي. د دې تړون په اساس ترکیه به له یونان څخه د هر ناقانونه مهاجر د بیرته منلو په بدل کې مالي مرسته ترلاسه کوي.

د مهاجرت د نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې یوازې د روان کال د مې میاشتې تر ۳۰ نیټې پورې ۱۰ زره او ۹۴۸ کسان یونان ته داخل شوي کوم چې د ۲۰۱۷م کال د همدې مودې په پرتله لوړ شمیر دی. یاد سازمان همدا راز ویلي چې د روان کال له پيل راهیسې تر اوسه پورې له ناقانونه لارو د تګ پر مهال ۳۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د سوریې، ایریتیریا، عراق او افغانستان د پناه غوښتونکو سربیره په خپله د ترکیې اتباع هم په ترکیه کې د ۲۰۱۶م کال تر ناکامه کودتا وروسته د تعقیب له ویرې له دې لارې اروپا ته د تیښتې له پاره کار اخلي.

زموږ له آرشیف څخه: