1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د توغنديو دفاعي سيستم د افغانستان پر سر همکاريو ته گواښ دی

۱۳۹۰ آذر ۸, سه‌شنبه

د کريملن يو لوړپوړي دولتي چارواکي د دوشنبې په ورځ ويلي دي، چي که چيري په اروپا کي د توغنديو ددفاعي پلان ته ادامه ورکړل سي، کېدای شي روسيه د ناټو سره د افغانستان په اړه همکاري ودروي.

https://p.dw.com/p/13JDI
د مسکو سور ميدان
د مسکو سور ميدانانځور: dpa

په اروپا کي د توغنديو د دفاعي سيستم په اړه د روسيې د سختي وينا په هکله د ناټو چپه خوله پاته کېدل کيدای سي په افغانستان کي ددغه هيواد او ناټو تر منځ اړيکي زيانمني کړي.

په ناټو کي د روسيې دايمي استازي ديميتري روگوزين، د روسيې د جمهورريس د « ملي امنيت او بين المللي ثبات د ستراتيژيکو طرحو» د موضوع په اړه، د دوشنبې په ورځ په يو گردي مېز کي د بحث پر مهال ويلي: « که چيري زموږ شريکان، د روسيې د وينا په اړه هيڅ نه وايي او چپه خوله پاته کيږي موږ بايد ددوی سره اړيکي تر پوښتني لاندي ونيسو.»

هغه په ښکاره وويل، چي په دې برخه کي به موږ د افغانستان په اړه د ناټو سره د همکارۍ په برخه کي فکر وکړو.

روگوزين وويل، چي د خپل هيواد د امنيت د ساتلو له پاره بايد سړی نړيوال فکر ولري.« لکه څنگه چي زموږ شريکان يې لري.»

کريملين په دولتي رسنيو کي په سيمه کي د ناټو د پلان شوي دفاعي سيستم په اړه تبليغات پيل کړي، او وايي چي دا د روسيې له پاره خطرناکه دي.

د روسيي دولتي رسنيو په خپلو خپرونو کي په څرګند ډول دا ويلي، چي د توغنديو دفاعي سيستم په مستقيمه توګه د روسيې د اټومي دفاعي ځواک له پاره يو ګواښ دئ او د دې په غبرګون کي به روسيه د خپلو اهدافو له پاره نوي ميزايل نصب کړي.

د ناټو چارواکي وايي چي په اروپا کي د توغنديودفاعي سيستم يوازينۍ موخه د منځني ختيځ څخه د ممکنه بريد مخنيوی دئ او د دوی هدف روسيه نه ده.

روسيه د ناټو سره د افغانستان په جګړه کي په استخباراتي او اکمالاتي برخو کي مرسته کوي. ناټو ددې لاري، خپلو ځواکونو ته مواد انتقالوي او د روسيې د فضايي قملرو څخه هم استفاده کوي.

د ځمکي له لاري دغه اکمالات د روسيې څخه مرکزي آسيا قزاقستان او کرغزستان له لاري انتقاليږي. او ناټو ته تر ټولو مهمه دا ده چي پر دغه لاري د دوئ پر اکمالاتي کتارونو باندي د طالبانو له خوا بريدونه نه تر سره کيږي.

د پاکستان له لاري ناټو ته د اکمالاتي لاريو په کتارونو زياتره وخت د اورپکو له لوري بريدونه کيږي.

آژانسونه/ سيد رياض

کتونکي: نجيب الله زيارمل