1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تياتر

د تياتر يوه پارچه کې د افراطيت په سمبول پسې لټون

۱۳۹۷ اردیبهشت ۲, یکشنبه

تقريبا ۳۰ ثانيې وخت يې ونيو څو د نندارې اوله تماشاچي له تياتر ووځي. هغه د پرانيستونکې صحنې له کبله په غوسه شوه چې پکې د نوو نازيانو د تشدد ډک کارونه وړاندې شوي ول. په دغه ماښام تقريبا ۶ نور کسان هم په احتجاجي توګه ووتل.

https://p.dw.com/p/2wSou
Premierenabend "Mein Kampf" Theater Konstanz
انځور: Ilja Mess

په آلمان کې مېشت هنرمند، سردار سومونجو د ګېورګ تابوري د «زما جګړې» نومي کتاب په اساس د تياتر پارچه جوړه کړې ده، چې پکې د افراطيت موضوع څېړل کيږي. دغه هنري ټوټه په وين ښار کې د ادولف هيټلر د ځوانۍ پر دورې باندې راڅرخي. د سردار سومونجو د تياتر په دغه پارچه کې داسې څېرې هم راڅرګنديږي چې په اوسنۍ سياسي نړۍ پورې تعلق او له دغسې سياستولو سره ورته والی لري، لکه د دونالد ترمپ او تريزا می په څېر کسان. په دې ډول تر وخت مخکې شوي داسې نظريات او قضاوتونه تر سوال لاندې راوستل کيږي، چې د فاشيزم يا نژادي تعصب تر حده پورې رسيږي. سربېره پر دې دغه پوښتنه هم مطرح شوې ده چې کومې د اندېښنې وړ انګيزې او ځواکونه به ښايي د نن ورځې د عوام پالو مشرانو تر شا ولاړ وي. په دې علاوه د تياتر دغسې يو ماښامی دوه ساعته د مېتافر يا انځورونکو کليمو يو ريخته سبک دی چې په نندارچيانو باندې راوريږي څو وکتل شي چې هغوی د څومره حرکاتو او سګنالونو د زغملو وړتيا لري.

د کرکې او کينې په سمبول پسې لټون

خو يوازې دغه هنري پارچه نه وه او نه يې د لارښوونې کار او دراماتورګي يعنې د صحنو پر له پسې والی او جوړښت و چې د ماښام په اوږدو کې يې ځينې خلک په غوسه کړل. د دغه ماښامي اصلي هدف همدا و چې تماشاچيان راوپاروي، آن مخکې له دې چې تالار ته ورننوځي او په خپلو چوکيو باندې کښېني. د کونستانڅ تياتر ژمنه کړې وه چې هر هغه چا ته به يو مفت ټيکټ ورکړي چې د نازيانو له سمبول يا سواستيکا سره دغې لومړنۍ نندارې ته حاضر شي. هدف يې دا ښودل شوی دی چې په دې ترتيب يې غوښتل نندارچيان «له خپل داخلي ديکتاتور» يا زورواکي سره آشنا کړي. د نازيانو د دغه سمبول د راوړلو وړانديز له يو پراخ او عام متقابل کمپاين سره مخامخ شو: په آلمان او ټوله نړۍ کې رسنيو په يو وار د کونستانڅ کوچني او ښکلي ښار ته سترګې کږې کړې. ځينو کتونکو او څارونکو تشويش لاره چې له دې لارې به ډېر ښي اړخي افراطيان کونستانڅ ته ورمات شي، د دې له پاره چې يا خپل نظريات اظهار کړي يا دا چې احتجاج وکړي ځکه چې د سواستيکا سمبول د مارکېټينګ يا بازارموندنې د يوې وسيلې په توګه استعماليږي. نورو اندېښنه لرله چې په تېره بيا ځوانان به هڅه وکړي يو مفت ټيکتونه تر لاسه کړي، يعنې هغه خلک چې د وژنو او ويجاړتيا کچه چې دغه سمبول يې تجسموي، لا درک کولای نه شي.
د هيټلر د کليزې په ورځ يو تن هم د نازيانو له سمبول سره رانغی

په پای کې بيا په اصلاح «د نشت خبرې له کبله ډېر شور ما شور» شوی و. د نندارې په جريان کې يوه نندارچي هم د نازيانو سمبول په خپل مټ پورې تړلی نه و. د تياتر د پارچې تر شروع کېدلو د مخه هم ډېرو نندارچيانو شاوخوا کتل چې آيا کوم چا  به دغسې تور سور او سپين نښان په خپل مټ پورې تړلی وي، که څنګه. خو د کلکو امنيتي تدابيرو او پوليسو په حضور کې دغسې کار ونه شو. دغو امنيتي کسانو ښايي مداخله کړې وای که نازيان هم دغې نندارې ته ور حاضر شوي وای. خو يوازني نوي نازيان چې په دغه ماښام وليدل شول د ستيج په سر ولاړ ول، چې د تياتر په يوه پارچه کې يې خپل رول او نقش لوباوه.

Theater Konstanz zeigt das Stück "Mein Kampf"  Somuncu
د تياتر د پارچې لارښود، سردار سومونجوانځور: picture-alliance/dpa/F. Kästle

 

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه (21.10.2014):