1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جاکارتا غونډه د افغانستان له سولې سره څومره مرسته کولی شي؟

محمد اسماعیل شاکر، کابل۱۳۹۶ اسفند ۲۴, پنجشنبه

د افغانستان د سولي عالي شورا په دې هڅه کې ده چې د اسلامي هیوادونو د علماوو په ګډون په اندونیزیا کې د افغانستان د سولې په هکله غونډه جوړه کړي. پر دې سربیره په پام کې ده چې د روانې میاشت په وروسیتو کې د ازبکستان په پلازمینه کې هم د افغانستان د سولې په هکله غونډه جوړه شي. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د افغان ولسمشر د سولې په هکله وړاندیز ته لا کوم غبرګون نه دی ښوولی.

https://p.dw.com/p/2uOJK