1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جنسي تیري بدل په جنسي تیري

۱۳۹۷ فروردین ۷, سه‌شنبه

د پاکستان د پنجاب ایالت پولیسو داسې لس تنه نیولي دي، چې پر یوې ۱۶ کلنې نجلۍ جنسي تیری کونکي ته د سزا ورکولو په موخه یې د هغه پر خور د جنسي تیري حکم کړی وو.

https://p.dw.com/p/2v41O
Indien Pakistan Symbolbild Vergewaltigung
انځور: Getty Images

د پاکستاني رسنیو په حواله دغه پیښه د پنجاب ایالت په ټوبه ټیک سینګ، ښار کې د مارچ میاشتې په ۲۰ نیټه رامنځته شوې وه. د سیمه ایزو پولیسو مشر نعیم یوسف د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي «یو کس پر یوې ۱۶ کلنې نجلۍ د جنسي تیري په حال کې ونیول شو. د کلي ټول خلک راټول شول او د دې سړي (د جنسي تیری کونکي) د وژلو غوښتنه یې وکړه.»

نعیم یوسف زیاته کړه چې د دې شخړې د پای ته رسولو په موخه د جنسي تیري کونکي کورنۍ د قرباني نجلۍ کورنۍ ته وویل چې د دې جرم په بدل کې دې د دوی د کورنۍ (د مجرم کورنۍ) له هرې ښځې سره چې دوی یې غواړي کولی شي ورته عمل ترسره کړي.

په پای کې د یوې موافقې یا تړون له مخې د قرباني کورنۍ د جنسي تیري کونکي د کورنۍ یوه ۴۰ کلنه ښځه انتخاب کړه او د قرباني نجلی د ورور له خوا پرې جنسي تیری وشو.

د پولیسو د دې افسر په حواله «تر دې پیښې وروسته دواړو کورنیو یو تړون لاسلیک کړ. په دې تړون کې لیکل شوي وو چې مسله حل شوی، هغوي به دا له یاده اوباسي او نوره دښمني به نه کوي او یو بل نه به بدل هم نه اخلي».

د سیمه ایز پولیسو د حوزې مشر عبدالمجيد، وایې کله چې دوی د دې تړون یو نقل یا کاپی ترلاسه کړه د دواړو کورنیو لس تنه یې ونيول چې پر وړاندې یې د اقامی دعوی ثبت کړه.

د دې پیښې په اړه یوې مدني فعالې ثمر من الله، دویچه ویله ته وویل: «زموږ په ټولنه کې ویل کیږي چې ښځو ته ډیر عزت ورکول کیږي، خو موږ هره دویمه ورځ داسې غیر انساني پیښې وینو. په هغه وخت کې عزت چیرته وي، چې همدا ښځه د بی عزته کولو له پاره استعمالیږي».

د بشري حقونو فعالان وایې چې په پاکستان کې د جنسي تیري په بدل کې د جنسي تیرې پيښې وخت نا وخته را څرګندیږي، په داسې حال کې چې ښځې بیا د کورنیو شخړو د حل له پاره هم قرباني کیږي.

د دوی په خبره ځنې وختونه خو حتی داسې هم پيښیږي چې د کورنیو جګړو په جرم کې ښځې په بازار کې بربنډې کړای شوي او کله خو بیا د خپل ورور د ګناه له امله د کوم سړي له خوا د جنسي تیري ښکار شوي دي.

د ټولنپوهانو په اند په پاکستان کې د عدليې پیچلی نظام د دی سبب کیږي چې د جرګو نظام پیاوړی شي، چیرې چې ډیرې پریکړې د ښځو پر ضد اورول کیږي.

پر ورته موضوع زموږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ: