1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيایټالیا

د جي۷ ډلې رهبران پر اسرائيل د ایران پر حملې بحث کوي

۱۴۰۳ فروردین ۲۶, یکشنبه

ايټاليا چې دا وخت د جي۷ ډلې مشري کوي، وايي د دغې ډلې رهبران نن ناوخته پر اسرائيل د ایران د حملو په تړاو ويډیويي کنفرانس کې ګډون کوي. د آلمان د بحران کميټه هم پر دغې موضوع ناسته لري.

https://p.dw.com/p/4ejli
د آرشیف انځور - د جاپان صدراعظم د جي۷  په یوه ويډيويي غونډه کې
د آرشیف انځور - د جاپان صدراعظم د جي۷ په یوه ويډيويي غونډه کې انځور: Prime minister office of Japan

د فرانسې خبري آژانس په حواله، د ايټالیا حکومت ويلي دي چې «د جي۷ ايټالوۍ مشرتابه د جي۷ رهبران نن ماسپښين یو ويډيوي کنفرانس ته رابللي دي.» جي۷ ډله د نړۍ له اوو سترو صنعتي هېوادونو امریکا، جاپان، آلمان، فرانسې، بریتانیا، کاناډا او ايټالیا څخه متشکله ده. ټاکل شوې چې دوی به پر اسرائيل د ایران توغندويزو بریدونو پر موضوع خبرې وکړي.

ایران د شنبې په ورځ ناوخته د لومړي ځل له پاره د اسرائيل پر حریم په مستقیمه توګه پوځي حمله وکړ.

د تېروو نژدې دوو اونیو په جریان کې ايراني چارواکو په کراتو اسرائيل ته د «سزا ورکولو» ګواښونه کړي دي.

دغه ګواښونه د اپريل په لومړۍ د سوریې په پلازمينه دمشق کې د ايران پر قونسلګرۍ تر حملې وروسته کیږي، کومه چې ایران ېې د اسرائيل کار بولي. په دغه حمله کې د قدس ځواکونو د دوو جنرالانو په ګډون د ایران ۷ پوځي چارواکي ووژل شول.

(AFP)mks/aa

 له آرشیف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب