1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د حقاني څلور قوماندانان وژل شوي»

آژانسونه/ م.ج۱۳۹۵ شهریور ۹, سه‌شنبه

افغان چارواکو د سه شنبې په ورځ وویل چې امریکا متحدو ایالاتو په هوایي بریدونو کې د حقاني شبکې څلور قوماندانان وژلي دی. دغه کسان د پکتیا ولایت په جانیخیل ولسوالۍ کې د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/1JsKd
انځور د يوې بلي پيښي دی
انځور: picture-alliance/dpa/B. Gilani

د پکتیا ولایت ویاند نقیب احمد اتل، ویلي دي چې پر جانیخېل ولسوالۍ باندې بریدونو کې همداراز ۱۲۰ تنه نور یاغیان هم وژل شوي دي. له پاکستان سره پر پوله پرته دغه ولسوالۍ تیره اوونۍ د طالب یاغیانو له خوا نیول شوې وه.

طالبانو ته د اوښتې دغې مرګژوبلې پخلی د کومې خپلواکې سرچینې له خوا نه دی شوی.

یاغیانو د جمعې په ورځ ناوخته د جانیخيلو ولسوالۍ ونیوله. په وروستیو وختونو کې طالبان د افغانستان د بیلابیلو ولایتونو د ولسوالیو په نیولو توانیدلې دي.

د افغان پوځ ویاند فضل خدا ابرهیم خیل، وويل چې د امریکایي ځواکونو بې پیلوټه الوتکو د شپې له خوا د یاغیانو پر یوې غونډې باندې برید کړی او دغه قوماندانان یې وژلي دي.

په افغانستان کې د ناټو د میشتو ځواکونو د عامه اړیکو مشر مایکل لاوهارن، تائید کړې ده چې ناټو د دوشنبې په ورځ په دې سیمه کې هوایي بریدونه کړي دي. هغه د نورو جزئیاتو له ورکولو څخه ډډه کړې ده: «زه کولای شم تائید يې کړم چې امریکایي ځواکونو څلور هوایي بریدونه کړي دي.»

یو بل افغان چارواکي ویلي دي چې په دې پیښه کې د طالبانو له خوا نیول شوي څو وسایط هم له منځه تللي دي. دغه افغان چارواکي چې د نوم د نه بربنډیدو په شرط یې خبرې کړې دي ویلي دي چې پر جانیخیل ولسوالۍ باندې د تیرې اوونۍ په برید کې ۱۲۰۰ یاغیان ښکیل ول چې ډیرې یې د حقاني شبکې غړي ول.

پر جانیخيل ولسوالۍ باندې په برید کې د حقاني شبکې د ډیرو غړو ښکیلتیا ښيي چې اوس دغه ډله د طالبانو په لیکه کې د پخوا په پرتله لا ډیر نقش لري. اوس د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني، د طالبانو د مشر هیبت الله اخندزاده، له دوو مرستیالانو څخه یو دی.

د وژل شویو قوماندانو له ډلې څخه یو یې د جانیخیل ولسوالۍ له پاره د طالبانو قوماندان وو. اتل ویلي دي چې بل وژل شوی قوماندان له وزیرستان څخه دې سیمې ته راغلی وو او څلور کاله مخې په همدې ولسوالۍ کې د ۴۲ مرستندویه کارکوونکو د مرگ عامل بلل کیږي.