1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د خوست مشرانو د سولي پر بهیر نیوکه وکړه

۱۳۹۰ آذر ۳, پنجشنبه

د چهارشنبې په ورځ د خوست د مرکز او بېلابېلو ولسواليو يو شمېر قومي مشرانو او ديني عالمانو د يوې غونډې په جوړولو سره له وسله والو مخالفينو سره د افغان دولت د سولې او روغې جوړې په روانو خبرو نيوکه وکړه.

https://p.dw.com/p/13GJ1
د خوست قومي مشران
د خوست قومي مشرانانځور: DW

د غونډې ګډونوالو وویل چې دولت د سولې په عالي شورا کې داسې کوم منځګړى نه لري چې هغه له وسله والو طالبانو سره په رښتني توګه سوله وکړي او هغوى خبرو ته حاضر کړي. د غونډې يوه ويناوال، رحمت ګل، وويل چې دولت باید د سولې په پروسې کې عملي ګامونه اوچت کړي:

«د سولې روانه پروسه بايد د خبرو له مرحلې څخه را وايستل شي او دولت پدې برخه کې عملي اقدامات پيل کړي. سوله پدې نه کيږي چې د سولې د عالي شورا غړي يواځې په قصرونو کې ناست وي او طالبان سولې ته راغوړي. له طالبانو سره د خبرو لپاره هغه کسانو ته باید ځاى ورکړل شي چې طالبان له نږدې څخه پيژني.»

د غونډې ګډونوالو د دولت څخه وغوښتل چې د سولې لپاره یو عملي میکانیزم جوړ کړي. هغوی وویل چې دولت باید اوربند اعلان کړي او له ملګرو ملتونو او بهرنیو هیوادونو څخه وغواړي چې د افغانستان پر ګاونډیو هیوادونو فشار واچوي چې د دغه هیواد د سولې په بهیر کې مرسته وکړي.

يو شمېر ديني عالمانو بيا نيوکه وکړه چې افغان او بهرني ځواکونه په دينې مدرسو باندې عمليات کوي چې د هغوی په وینا دغه کار د سولي پروسې ته زیان روسوي.

په همدې حال کې د خوست د مجاهدينو د شورا مشر، مولوي محمد سردار ځدراڼ، وویل چې د سولې په خبرو کې تر بل هر چا د لويې پکتيا د قومي مشرانو، ديني عالمانو او پخوانيو جهادي قوماندانانو رول مهم دى .

قومي مشر حيدرگل منگل
قومي مشر حيدرگل منگلانځور: DW

د خوست قومي مشران او ديني عالمان پداسې حال کې د افغان دولت د سولې پر خبرو نيوکه کوي، چې څو ورځې وړاندې د دوديزې لويې جرګې ډېرى استازو هم د سولې عالي شورا پر جوړښت او له وسله والو مخالفينو سره د افغان دولت د روغې جوړې پر خبرو جدي نيوکې کړې وې.

دوديزې لويې جرګې له افغان حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د سولې په عالي شورا کې هغه ولسي مشرانو ته ځاى ورکړي چې په رښتني توګه له وسله والو سره خبرې وکولاى شي.

د افغانستان د سولې بهیر هغه وخت د لا ډیرو ستونزو سره مخامخ شو چې د سولي عالي شورا مشر، برهان الدین رباني، د یوه ځانمرګي برید کوونکې لخوا چې ځان یې د طالبان ځانګړی استازی پیژندلی وو ووژل شو. تر دغې پیښې وروسته افغان ولسمشر اعلان وکړ چې یوازې په هغه صورت کې به له طالبانو سره د سولې خبرې اترې له سره پیل کړي چې د هغوی څخه یو مشخص ادرس په لاس کې ولري.

فریدالله ظاهر
کتونکی: مسعود جهش