1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

ننګرهار: د داعش او طالبانو تر منځ جګړې ځايي خلک بې ځایه کړي

۱۳۹۶ آذر ۷, سه‌شنبه

په ننګرهار ولایت کې د طالبانو او داعش تر منځ د جګړې رپوټ ورکړل شوی دی. د ننګرهار د ولایتي ادارې ویاند ویلي دي چې نښته په خوګیاڼو ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

https://p.dw.com/p/2oMvB
Kot Nengarhar Afghanistan Menschen fliehen vor dem IS
انځور: DW/O.Deedar

د ننګرهار ولایتي ادارې ویاند عطاالله خوګیاڼي، اسوشیتد پرس خبري آژانس ته د سه شنبې په ورځ ویلي دي چې د خوګیاڼو او شیرزاد ولسوالیو څخه په سلونو کورنۍ له خپلو کلیو بې ځایه شوي دي. د خوګیاڼي په خبره پوځي عملیات چې پکښې هوایي او ځمکني ځواکونه برخه لري پیل شوي دي، څو سیمه له دواړو یاغي ډله پاکه کړي.

هغه په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي دي چې د شپږو ملکي کسانو او همداشان د یاغیانو په منځ کې د لسګونو کسانو د ټپي کیدو رپوټونه ورکړل کیږي. شیرزاد، خوګیاڼي او حصارک ولسوالۍ له ستراتیژیک لحاظه مهمې دي، ځکه چې له ګاونډي ولایت لغمان او همداشان له پلازمینې کابل سره وصلیږي.

د روان میلادي کال په اپریل میاشتې کې د امریکا متحده ایالاتو هوایي ځواک په ننګرهار ولایت کې د داعش د مورچلو پر ضد یو ستر بم، چې د بمونو د مور په نامه هم یادیږي کارولی وو.

تر دې دمخه هم په ننګرهار ولایت کې د داعش او طالبانو تر منځ وخت ناوخت د جګړو رپوټونه ورکړل شوي دي. همداشان په تیر میلادي کال کې د داعش د ویرې له کبله د ننګرهار ولایت د یو شمیر ولسوالیو اوسیدونکي خپل ټاټوبي پریښي ول.

s.r/s.m (AP)

په ورته موضوع زموږ له آرشیف څخه د انځورونو ګالري: