1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د داعش تر ماتي وورسته جهاديزم

۱۳۹۶ بهمن ۳۰, دوشنبه

داعش که څه هم چې په عراق او سوريه کې ماتې خوړلې، خو اوس هم يوه خطرناکه ډله ده. د مونشن د امنيتي کنفرانس گډونوال هم په دې نظر ول.

https://p.dw.com/p/2sv36
Syrien Befreiung von Rakka
انځور: Getty Images/AFP/B. Kilic

دا يوازې درې نيم کاله پخوانې خبره ده چې تش په نامه خليفه البغدادي د عراق د موصل ښار تر نيولو څو شيبې وروسته په يوه مسجد کې په اصطلاح «خلافت» اعلان کړ.  خو تر خونړيو جگړو وروسته دغه ډله له عراقه په بشپړه توگه وشړله شوه. همدا راز په سوريه کې د خپل پاخه سنگر رقه ښار تر بايللو وروسته یې اوس هلته يوازي يو څو وروستۍ ځالي پاتې دي.

يو وخت کابو ۴۰ زرو انسانانو د «اسلامي دولت» ډلې له پاره جگړه کوله. اوس له دوی څخه پاته نژدې ۳۰۰۰ تنه دښتوته تښتيدلي او يا د فعاليت نوي ډگرونه لټوي.

دغي ترهگري ډلي ماته خوړلې، خو د خپلي تبليغاتي څانگي پر مټ داعش (اسلامي دولت) ډله اوس هم ژوندۍ ده: دغه څانگه که څه هم چې ډيره کمزورې شوې خو بيا هم د سلفيانو د يوه «ټاپو» دغه خوب د دې ډلې د هغو په زرونو پلويانو په زړه کې پاته دی چې له دې ډلې سره په مينه کې ړانده ول او د دې له پاره د خپل سر قربانولو ته چمتو ول.

يوازې له لويديځې اروپا څخه کابو ۵۰۰۰ انسانانو دغه د دوی په خبره خلافت ته کوچ کړی وو. خو اوس هم په تيره بيا جهادیزم لا ژوند دی. د مونشن په امنيتي کنفرانس کې د امريکا متحدو ايالاتو د ملي استخباراتي ادارې مشر دین کوتس وويل چې ښايي د القاعدې په څیر سيالي ترهگري ډلې د داعش له ماتې څخه استعفاده وکړي او نويو بريدونو ته وهڅيږي. کوتس د تروريزم د گواښ پر حالت ژور نظر لري. د سه شنبې په ورځ د امريکا متحدو ايالاتو د استخباراتو له خوا نړۍ ته د ترهگرۍ د گواښ په اړه په خپاره شوي رپوټ کې «تند لاري سني ترهگر» او همدا راز داعش او القاعده ډلې د سترو گواښونو په توگه ياد شوي دي.

د ترهگرۍ پر ضد جگړه کې يووالی

د مونشن د امنيتي کنفرانس غړي پر دې سره همنظره ول چې د جهادیزم پر وړاندي جگړه لا نه ده گټل شوې. تر ډيره خبره پر دې وه چې دغه جگړه ډير صبر او زغم ته اړتيا لري. همدا راز دا جگړه په تيره بيا د استخباراتي معلوماتو تبادلې ته هم اړتيا لري. د آلمان د کورنيو چارو وزیر توماس ديميزیر له دويچه ويله سره په خبرو کې ټينگار وکړ چې په عراق او سوريه کې د جنگيدونکو آلماني جهاديانو د لټې پر وخت د استخباراتو نړيواله همکاري پريکړنده ده. ده وويل: «په ځانگړي توگه د سيمې له ادارو سره د امریکا همکاري ډيره مهمه ده چې ډيري وختونه یې موږ ته معلومات راکړي. دغه ادارې د آلمان د ولس د امنيت په تامينولو کې ډير مهم نقش لري.»

MSC 2018 Logo
د مونشن امنيتي کنفرانس درې ورځې دوام وکړانځور: picture-alliance/NurPhoto/A. Pohl

د داعش بهرني جنگيالي د فعاليت نوي ډگرونه لټوي

د استخباراتي گډ کار پر موضوع «د ساحل سيمې خوندي کولو» تر سرليک لاندې په ترسره کيدونکي بحث کې خبري شوي. د يو شمير افريقايي هيوادونو مشرانو، د نړيوال بانک مشر او د ملگرو ملتونو د اقليم دفتر عمومي منشۍ د پراختيا، اقليم بدلون او امنيت ترمنځ ارتباط واضح کړ. دوی وويل چې ناوړه حکومتولي، د فرصتونو نه شتون او د پوهي نشتوالی هغه څه دي چې ترهگرۍ ته زمينه برابروي.

د افريقايي ټولني مشر موسی فاکي، په چاد ديلتا کې چې د چاد، نایجر، نايجيريا او د کامرون ځينې سيمې په بر کې نیسي، د بې سوادۍ خطر د يوې ښځې د مثال په ورکولو سره واضح کړ. دې ښځې غوښتل چې ځانمرگی بريد وکړي: دی ته ويل شوي ول چې تر بريد وروسته به نيغ په نيغه جنت ته ځي او هلته به کولای شي خپله ځانته خاوند انتخاب کړي.

د تونس د بهرنيو چارو وزیر وویل چې په تونس کې هم ډير خلک د اقتصادي مشکلاتو له کبله له ترهگرو ډلو سره يوځای کيږي. له دغه هيواد څخه ډير زيات ځوانان خلافت ته ورغلي ول ځکه دغي ډلې په لومړي سر کې دوی ته ډير ښه معاشونه ورکولای شول.

دا چې د داعش دغه بهرني او نور داخلي جنگيالي د خلافت تر پای وروسته د خپل ځان له پاره د فعاليت نوي ډگرونه لټوي او کيدای شي نايجيريا ته مخه کړي، هغه انديښنه ده چې د نايجيريا د ولسمشر د ملي امنيت د برخې مشاور جنرال مونگونو یې لري. هغه په دې عقيده دی چې د عراق او سوریې جهاديان به د بوکو حرام ملا ور وتړي. ځکه په دې تیرو څو کلونو کې په نورو هيوادونو کې د داعش څانگې جوړې شوي دي چې له دوی څخه یې د نايجيريا هيواد دی.

د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاويد باجوه، هم شکايت کوي چې په گاونډي هيواد افغانستان کې د داعش رسمي څانگه جوړه شوې ده چې په دې توگه هلته د فعالو ترهگرو ډلو شمير تر۲۰ هم اوښتی دی. باجوه وويل چې نور دا تورونه نه شي اوریدلای چې پاکستان د ترهگرۍ پر ضد جگړه کې جدي نه دی.

هغه د ترهگرۍ پر ضد جگړه کې نه یوازې د پاکستاني د امنيتي ځواکونو لوړو تلفاتو ته اشاره وکړه، بلکې تاريخ ته یې هم کتنه وکړه او ویې ويل چې اسلامي ترهگري د لويديځ زيږنده ده. باجوه زياته کړه چې لويديځ کابو څلويښت کاله پخوا په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد پر ضد جگړې له پاره ځوانان جلبول. خو کله چې خپلې موخې ته ورسيدل او شورويان له افغانستانه ووتل، دغه جهاديان يوازي پريښول شول.

د باجوه په خبره په ۲۰۰۳ م کال کې د طالبانو تر ماتې وروسته افغانستان ته يو وار بيا هغه وخت کمه پاملرنه وشوه چې د عراق جگړه پیل شوه او د نوموړي په خبره توجه هغې خوا ته واوښته.

Matthias von Hein (B.S/N.Z)

زموږ له آرشيف څخه: