1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د داعش وياند وژل سوی دئ»

آژانسونه/ ن. ز۱۳۹۵ شهریور ۱۰, چهارشنبه

ترهگري ډلي داعش اعلان کړی دی چي وياند ابو محمد عدناني ئې په حلب کي وژل سوی دئ. عدناني پر وياندۍ سربيره د دباندنيو عملياتو مسئول هم وو.

https://p.dw.com/p/1Jsor
انځور: US-Außenministerium

په افراطي ډلي داعش (اسلامي دولت) پوري تړلي سايټ «اعماق» د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۶م کال د اگست ۳۰مه) ماپښين اعلان وکړ چي محمد العدناني د سوريې د حلب ښار په شمال کي د يوې پوځي ارزوني پرمهال وژل سوی دئ.

تر اوسه پوري لا د خپلواکو سرچينمو له خوا د «اعماق» انترنيتي سايت دغه اطلاعيه تائيد سوې نه ده. خو دغه خبر د هغو کانالونو له خوا خپور سوی دئ چي داعش ترې گټه اخلي.

العدناني د داعش هغه بدنامه څېره وه چي د انترنيت له لاري ئې د دغي تروريستي ډلي مخالفان گواښل.

دی هغه څوک وو چي په ۲۰۱۴م کال کي ئې په يوه راډيويي پيغام کي «اسلامي خلافت» او «په عراق او شام کي اسلامي دولت» ئې په «اسلامي دولت» اعلان کړ او ابوبکر بغدادي ئې «خليفه» معرفي کړ.

د ۲۰۱۵م کال په می مياشت کي ئې د داعش پلويان په روژې مياشت کي پر لوېديځ يرغلونو ته راوبلل. هغه د داعش پلويانو ته په خطاب ويلي ول: «د روژې دغه مياشت کافرانو ته په درد او رنځ بدله کړئ.»

ويل کيږي چي عدناني په ۱۹۷۷م کال کي د سوريې د ادلب ولايت په «بنش» ښار کي زېږېدلی وو. خو ځيني بيا وايي چي هغه د عراق د الانبار ولايت په «الحديثه» کي زېږېدلی وو.

هغه د ۲۰۰۵م کال په می مياشت کي د عراق په الانبار ولايت کي امريکايي ځواکونو نيولی وو. له زندانه تر آزادۍ وروسته عدناني په ۲۰۱۳م کال کي د داعش له تاسيس سره له دغي ډلي سره يوځای سو. له تير کال راهيسي هغه د داعش رسمي وياند وو.

امريکا متحدو ايالاتو په ۲۰۱۵م کال کي د عدناني د نيولو له پاره ۵ ميليونه ډالره جايزه وټاکله.

داعش په تيرو څو مياشتو کي خپل څو مهم رهبران له لاسه ورکړي دي. په مارچ مياشت کي د امریکا د دفاع وزير اشتون کارتر، اعلان وکړ چي د داعش د مالي چارو مسئول عبدالرحمن مصطفی وژل سوی دئ.

د روان مېلادي کال په جون مياشت کي د داعش يو مهم قومندان مشهور په «عمر چچن» د عراق د موصول ښار په ۱۲۰ کيلومترۍ کي ووژل سو.