1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د دوحې غونډه؛ د ځانګړي استازي د ټاکلو له پاره مشورې پيليږي

۱۴۰۲ بهمن ۳۰, دوشنبه

د ملګرو ملتونو عمومي منشي د دوحې په غونډه کې اعلان وکړ چې له طالبانو سره د نړيوالې ټولنې د تعامل د همغږي کولو په موخه د ملګرو ملتونو د يوه ځانګړي استازي د ټاکلو له پاره مشورې پيلوي.

https://p.dw.com/p/4ca7n
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرش
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرشانځور: Karim Jaafar/AFP/Getty Images

د افغانستان په تړاو د يو شمیر هېوادونو د ځانګړو استازو غونډه د يکشنبې او دوشنبې په ورځو د قطر په پلازمينه دوحه کې ترسره شوه.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوتېرش، د افغانستان په تړاو د هېوادونو د ځانګړو استازو د ليدنې کتنې په پای کې په دوحه کې يوه خبري کنفرانس ته وويل چې دا ناسته «ډېره رغوونکې» وه او د ملګرو ملتونو د يوه ځانګړي استازي د غوره کولو له پاره سلامشورې شروع کوو.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي وويل چې په دې غونډه کې د ګډون کوونکو استازو ترمنځ د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي فريدون سينيرلي اوغلو، د هغو وړاندیزونو په اړه چې د خپلواکې بررسۍ په نتيجه کې شوي ول، اجماع موجوده وه.

ګوتېرش وويل د تروريزم په ټاټوبي د افغانستان د بدلیدو مخنیوی، د يوه ټولشموله حکومت رامنځته کول چې د ټولو قومونو استازيتوب وکړي، د ښځو او نجونو د وضعيت د ښه والي او د هغو فرمانونو د له منځه وړلو اړتيا چې ښځې او نجونو له کار او زده کړو منع کوي، هغه موارد ول چې د غونډې ګډونوالو پرې سره اجماع درلودله.

نوموړي همدا راز وويل چې د افغانستان د لا اغیزمن بشري ملاتړ په اړه هم په دې غونډه کې د نظر يووالی موجود وو.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي وويل چې پر دې سربیره، د نړيوالې ټولنې ترمنځ دا نظر هم موجود دی چې د طالبانو له لوري د حکومت د ټولشموله کولو په برخه کې کوم پرمختګ يا ښه والی نه دی راغلی او د بشري حقونو وضعيت نور هم خراب شوی دی. 

سياسي بن بست

انتونيو ګوتېرش، د بن بست يا ځای پر ځای ولاړ وضعيت څخه خبره وکړه چې افغانستان چې حکومت یې په رسميت نه دی پيژندل شوی، بند پاتې دی او له ډېرو اړخونو په بنسټونو او په نړيوال اقتصاد کې مدغم شوی نه دی.

د هغه په خبره له يوه اړخه طالبان فکر کوي چې د نړيوالې ټولنې اندېښنې په دوی پورې اړه نه لري خو په عين حال کې د خپلې ادارې په رسميت د پيژندلو غوښتونکي دي.

د نوموړي په وينا بل لوري ته، «نړيواله ټولنه فکر کوي چې د اصلي انديښنو په اړه یې کوم پرمختګ نه کيږي او په دې دليل په ځانګړي توګه د ادغام [په نړيواله ټولنه کې] او د رسميت پيژندنې په برخه کې هم پرمختګ نه کیږي.»

ګوتېرش وويل چې له اصلي هدفونو څخه يو دا دی چې دې بن بست ته د پای ټکي کيښودل شي او په همدې دليل توافق موجود دی چې د دوحې غونډه په يوه پايداره فارمټ بدله شي او يو روډميپ يا د لارې نقشه وجود ولري چې په ورته وخت کې د نړيوالې ټولنې او په افغانستان کې د حاکمې ډلې اندېښنې په نظر کې ونيول شي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي وويل چې په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو د يوه ځانګړي استازي د ټاکلو په اړه د امنيت شورا د پريکړه ليک په تړاو بحث وشو او پريکړه وشوه چې له ټولو اړخونو سره د ځانګړي استازي د ټاکلو له پاره يوه جدي مشورتي پروسه پېل شي.

هغه روښانه کړه چې په دې غونډه کې د همغږۍ يا تماس د يوې ډلې د رامنځته کولو په اړه خبرې اترې وشوې. ګوتېرش وویل چې د هغه شخصي وړاندیز دا دی چې دا ډله باید له ګاونډيو او مرسته کوونکو هېوادونو جوړه وي.

ګوتېرش: په غونډه کې د طالبانو د ګډون له پاره شرطونه د منلو نه وو

د طالبانو اداره که څه هم چې په دې غونډه کې د ګډون له پاره رابلل شوې وه خو د خپلو شرطونو نه پوره کیدو له کبله یې په دې غونډه کې له ګډونه ډډه وکړه.

طالبانو غوښتنه کړې وه چې په دې غونډه کې به د «افغانستان د يوازني استازي» په توګه ګدون کوي او بايد دا تضمين ورکړل شي چې په کنفرانس کې به څوک د دې ډلې د حاکميت پر بڼه نيوکې نه کوي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي وويل چې د «طالبانو غوښتنې د منلو نه وی.» هغه وويل چې دا شرطونه له يوه لوري د افغانستان د ټولنې له نورو استازو سره د خبرو اترو مانع کيدل او له بله اړخه په «رسميت پيژندنې ته ورته» وو.

ګوتېرش په دې اړه هيله مندي څرګنده کړه چې د طالبانو استازي به په راتلونکو غونډو کې حضور ولري. 

په دې غونډه کې د امريکا متحده ایالاتو، چين، پاکستان او اروپايي ټولنې په ګډون د يو شمېر هيوادونو د افغانستان له پاره ځانګړو استازو ګډون کړی وو. پر دې سربیره د دې کنفرانس په دويمه برخه کې د مدني ټولنې يو شمیر استازو هم ګډون درلود.

زموږ له آرشيف څخه:

آیا د دوحې تړون په بشپړه توګه عملي شوی دی؟

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب