1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د دوحې په مذاکراتو کې «یوازې د خبرو پر ادامې» توافق شوی

محمد کریم صالح
۱۴۰۰ تیر ۲۸, دوشنبه

د افغانستان د مصالحې عالي شورا او طالبانو په دوحه کې د پيل شوو دوه ورځنيو خبرو د پاي څخه خبر ورکړی. د دواړو لورو په ګډه اعلاميه کې راغلي چې دوی د موجوده معضلې د ژر تر ژر  حل له پاره د «مذاکراتو پر چټکتیا توافق کړی دی.»

https://p.dw.com/p/3wfrz
Katar | Friedensgespräche in Doha
انځور: Presseabteilung des Obersten Nationalen Versöhnungsrates

عامو افغانانو داسې تمه درلوده چې د دوحې په وروستيو دوه ورځنیو خبرو کې به دواړه لوري لږ تر لږه د اختر په ورځو کې پر يو اوربند سره سلا شي، خو داسې څه نه دي شوي.

د افغانستان د ولسمشر د وياند مرستيال شاه حسين مرتضوي چې پر خپلې فیسبوک پاڼې ليکلي: «د سولې مذاکرات؛ نتیجه يې يوازې د خبرو ادامه.»

د حکومت او طالبانو د سولې مذاکراتي پلاوو تر څو مياشتو ځنډ وروسته د جون مياشتي پر ۱۷مه او ۱۸مه یو ځل بیا په دوحه کې د افغان سولې په تړاو مخامخ غونډې درلودې.

تیره ورځ ځينې داسې رپوټونه خپاره شول چې په دغو ناستو کې پر يو پنځه ورځني اوربند او د طالب بندیانو په آزادیدو توافق شوی چې طالبانو هغه رد کړ. په دوحه کې د طالبانو ویاند محمد نعیم د دغه رپوټونو په ردولو سره پر ټويټر وليکل: «دا خبر حقیقت نه لري. داسې کوم توافق نه دی شوي.»

نعیم زیاته کړې چې پرته له ګډې اعلاميې پر بل شي توافق نه دی شوی.

د مصالحې عالي شورا چې دغه ګډه اعلاميه يې خپره کړې په کې راغلي دي چې دواړو خواوو د «مذاکراتو د ګړندي کولو پر اړتیا توافق وکړ تر څو په افغانستان کې د موجوده معضلې د حل له پاره ژر تر ژره یوه منصفانه او تلپاتې لار ومومي.‌»

Katar | Friedensgespräche in Doha
د عبدالله عبدالله په مشرۍ د افغان حکومت د سولې مرکچي پلاوی د جولای په ۱۶مه له کابله دوحې ته ورسیدانځور: Media office of Afghanistan High Council for National Reconciliation

په ګډه اعلامیه کې د ښځو او نارینه و حقونو ته هم اشاره شوې ده. په دې اړه ويل شوي: « دوی یوه جوړجاړي ته چې د افغانستان د ټولو نارینه وو او ښځینه وو ګټو او غوښتنو ته د اسلامي ‌اصولو په رڼا کې ځواب وايي،‌د اړتیا درک لري.

د سولې د مرکچي پلاو په ګډه اعلاميه کې ويل شوي دي چې «ټول اړخونه ډاډ ورکوي چې د افغانستان ملکي زيربناوي دي خوندي پاتې شي.» په ګډه اعلاميه کې دغه راز ويل شوي چې اړونده خواوې به د ملکي تلفاتو د مخنيوي، د بشري مرستو په رسولو او کرونا وبا سره د مبارزې په لار کې همکاري کوي.

له کرونا ويروس سره د مبارزې په تړاو راغلي: «په افغانستان کې د کرونا ویروس پراخه خپریدو ته په پام سره دوی به د واکسیناسیون پرسونل د خوندیتوب له پاره ټول مناسب اقدامات کوي او د کرونا د درملنې له پاره به په ټول افغانستان کې د آکسیجن او نورو اړینو توکیو د خوندي انتقال او په شفافه توګه مستحقینو ته د رسیدو له پاره کار کوي.»

په دوحه کې د طالبانو د دفتر ویاند، محمد نعیم هم په یوه ويډيو کې چې پر ټويټر يې خپره کړې، یاد موارد د ګډې اعلاميې د مهمو ټکو په توګه یاد کړي چې دواړو خواو ورباندې توافق کړی دی.

تر دې وړاندې د طالبانو د تحریک مشر ملا هيبت الله په خپل اختریز پیغام کې ټينګار کړی چې د افغانستان د کشالې سیاسي حل لارې ته ژمن دی. په دوحه کې د طالبانو سیاسي دفتر چې دغه پيغام يې خپور کړې، په یوه برخه کې يې راغلي: «موږ د خبرو اترو له لارې د ستونزو حل ته ژمن يو.»

محمد کریم صالح د آلمان په بن ښار کې د دویچه ویله خبریال