1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
رسنۍ

د دویچه ویله د ۲۰۱۶ کال د ژونالیزم جایزې شرایط

۱۳۹۵ مهر ۱۳, سه‌شنبه

دویچه ویله په افغانستان کې د ژونالیزم سیالي په لاره اچوي په ترڅ کې به یې د تلویزیون، راډیو، چاپي او انترنتي رسنیو خبریالانو ته جایزې ورکړل شي.

https://p.dw.com/p/2QmEU
Banner Afghanischer Journalismus-Preis 2016 Pashtu

د دویچه ویله د ۲۰۱۶ کال د ژورنالیزم جایزې شرایط

 

د سیالۍ موده:

  • سیالۍ د ۲۰۱۶ کال د اکتوبر په لومړۍ نیټه پیلیږي
  • سیالۍ د ۲۰۱۶ کال د نومبر میاشتې پر ۳۰مه نیټه د افغانستان په ځایي وخت د ماښام له شپږو بجو مخکې پای ته رسیږي
  • هغه رپوټونه چې د د نومبر میاشتې پر ۳۰مې نیټې تر ماښام شپږو بجو وروسته استول کیږي په سیالۍ که نه شاملیږي

په سیالۍ کې د ګډون میتود

راډیو

  • ژبه: درې یا پښتو
  • رپوټ باید تر څلورو دقیقو اوږد نه وي
  • دغه مواد باید یا په DVD  او یا هم MP3 فارمت کې وي او په یوه هارد درایو او یا هم فلش میموري کې او د سیالي موادو راټولوونکو ته وسپارل شي.

ټلویزیون/ ویډیو

  •  به: درې یا پښتو
  • رپوټ باید تر څلورو دقیقو اوږد نه وي
  •   دغه مواد باید یا په DVD  او یا هم MPEG 2/4  فارمت کې وي او په یوه هارد درایو او یا هم فلش میموري کې باید د سیالۍ موادو راټولوونکو ته وسپارل شي.

انځورونه

  • ژبه: درې یا پښتو
  • انځورونه باید له درو کم او تر پنځو زیات نه وي
  • د انځورونو یو نسخه د JPG په توگه
  • د فایل اندازه باید تر۲ GB زیاته نه وي (که فایل تر دې زیات وي، نو باید په څو برخو کې واستول شي)

چاپي او انلاین مقالې

  • ژبه: درې یا پښتو
  • رپوټ باید  تر۶۰۰ لغتونو کم او تر ۱۰۰۰ لغتونو زیات نه وي
  • د فایل اندازه باید تر ۲ GB  زیاته نه وي (که فایل تر دې لوړ وي نو باید په څو برخو کې واستول شي)

د سیالۍ قوانین

  • سیالي د ۲۰۱۶ کال د اکتوبر پر لومړي نیټه پیلیږي او د نومبر میاشتې پر ۳۰مه نیټه د ماښام تر شپږو بجو مخکې پای ته رسیږي
  • هر هغه مواد چې د نومبر میاشتې پر ۳۰مې نیټې له شپږو بجو وروسته استول کیږي په سیالي کې نه شاملیږي
  • په دغه سیالۍ کې مسلکي ژورنالستان، عادي وګړي، آزاد او خپلواک خبریالان او یا هم د ژورنالیزم زده کوونکي ګډون کولی شي
  • د سیالۍ ګډونوال باید ټول شرایط ومني او دویچه ویله ته اجازه ورکړي چې استول شوي مواد په نړیواله کچه د خپلې راډیو، تلویزیون او انترنتي پاڼو له خوا خپاره کړي
  • د سیالۍ ګډونوال دویچه ویله ته د خپل غوښتنلیک استولو سره تاییدوي چې هغوی د سیالۍ ټول شرایط مني
  • مسلکي ژورنالیستان هغه دي چې د رسمي رسنیو له خوا استخدام شوي دي  او د هغو لپاره  پوره او یا هم نیم وخت په ثابته توگه کار کوي
  • آزاد یا «فريلانس» خبریالان هغه دي چې د کومې رسنې له خوا استخدام شوي نه دي، خو د هغوی مقالې او نور ژرونالیستي مواد د پیژندل شوو رسنیو له خوا وخت په وخت خپریږي
  • د سیالۍ ګډونوال پر څلورو کتګوریو ویشل کیږي: لومړۍ راډیو، دویمه ویدیو یا تلویزیون، دریمه انځورونه، څلورمه چاپي یا انلاین
  • دویچه ویله به د هرې کټګوري ګتونکي اعلان کړي او ټول ټال به اته جایزې ورکړي
  • د جایزو ګټونکي به په ۲۰۱۶ کال کې د دویچه ویله د «په ټولنه کې د رسنیو نقش» تر عنوان لاندې کنفرانس کې اعلان شي
  • د سیالۍ ګټونکو ته به یوه جایزه (اوارد) او یو سند ورکړل شي
  • جایزه باید په هغه ډول چې د دویچه ویله له خوا ورکول کیږي ومنل شي او په پیسو د بدلیدو او بل کس ته د ورکولو وړ نه ده
  • دویچه حق لري چې په سیالۍ کې ترلاسه شوي مواد په خپل تلویزیون، راډیو او انترنتي پاڼو کې په نړیواله کچه خپاره کړي
  • د دویچه ویله پریکړه نهایي ده او د هغې د بدلولو غوښتنې به په پام کې و نه نیول شي