1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د رباني د وژل کيدو په اړه کورني او بهرني غبرګونونه

۱۳۹۰ شهریور ۳۰, چهارشنبه

د رباني تر وژل کيدو وروسته په خپل لومړي عکس العمل کي ولسمشر کرزي ويلي، چي افغانان به داسي بريدونه د سولي د لاس ته راوړل څخه را و نه ګرځوي. کرزي دغه خبري خپل امريکايي سيال بارک اوباما سره په ليدنه کي کړي دي.

https://p.dw.com/p/12dHi
ولسمشر حامد کرزی
ولسمشر حامد کرزیانځور: dapd

بارک اوباما هم د افغانستان د پخواني ولسمشر، برهان الدين رباني د وژني په اړه خواشيني ښودلې او ويلي يې دي، چي دا د افغانستان  لپاره يوه ضايعه ده.

 

په افغانستان کي د متحده ايالاتو سفارت د يوي وينا په ترڅ کي د رباني وژنه غندلې او ويلي يې دي چي دغه راز بريدونه يوازي په افغانستان کي د سولي تصميم لا په سي سخت کړي.

 

«داسي ناځوانمردانه بريدونه يوازي په افغانستان زموږ هغه تصميم سختوي، چي غواړو د افغان حکومت او د افغانستان د خلکو سره يو ځاي د دغه هيواد د سولي خبري اتري پر مخ يوسو.»

 

د ناټو عمومي منشي، اندرس فوګ راسموسن، د رباني وژل کيدل طالبانو ته د «تاسو به بريالي نه سي» پيغام په استولو سره غندلي دي. راسموسن د يوي خبرپاڼي په ترڅ کي ويلي:

 

«هغه کسان چي په افغانستان کي وينه تويه وي هغوی ته زموږ پيام ښکاره دی، چي دوی به کامياب نه سي. تاسو به افغانان د سولي د هڅو څخه و نه ګرځوي.»

 

د برتانيا د بهرنيو چارو وزير، ويليم هيوګ، هم د رباني وژل کيدل غندلي دي. هغه ويلي چي د رباني وژنه به د سولي لپاره د افغانانو هڅي تر تاثير لاندي را نه ولي. هغه خبريالانو ته ويلي دي، چي دغه خبر خواشينی کړی دی. د برتانيې د بهرنيو چارو وزير چي د رباني کورنۍ سره يي د برتانيې غم شريکي ښودله ويلي، چي دغه بريد د هغو کسانو لخوا تر سره سوی، چي غواړي وينه توی کړي.

 

د آلمان د بهرنيو چارو وزير هم د افغانستان د پخواني ولسمشر وژنه په داسي حال کي غندلې، چي د ملګرو ملتونو په عمومي اسمابلي کي ګدون کوي. هغه ويلي دي:

 

« د افغانستان د پخواني ولسمشر وژل کيدل د هغه لپاره ډير خفه کونکی دی. د هغه په وينا رباني د سولي د عالي شورا د مشر په توګه يو داسي شخصيت وو چي د آرامه افغانستان لپاره يي مبارزه کوله او تل يې ددې هڅه کووله، چي د افغانستان کړکيچ د يوې سوليزي لاري حل کړي.»

 

اوباما زياته کړې ده چي د رباني وژنه د تاوريخوالي څخه ډک يو عمل دی، چي د آزادي او سولي لپاره د افغانانو هڅي به د ستونزي سر مخامخ نه کړي.

 

په همدي حال کي بيا پاکستان د رباني وژنه د يوې بياني په ترڅ کي غندلې او هغه يي د پاکستان د يوه ښه «دوست» په نامه ياد کړی، او ويلي يې دي، چي هغه د اسلام آباد سره د سولي په پروسه کي د ډير نږدې څخه کار کاوه.

 

دغه بيانيه د پاکستان ولسمشر، آصف علي زرداري، او د لومړي وزير، يوسف رضا ګيلاني، له خوا په ګډه خپره سوې. دا بيانيه يوه ورځ وروسته له هغي خپريږي چي د امريکا متحده ايالاتو پاکستان په دې تورن کړی، چي د حقاني شبکي سره د دغه هيواد د اړيکو په اړه شواهد لري.

 

د ولسمشر کرزي يو وياند ويلي، چي د رباني د وژل کيدو د خبر په اوريدو سره افغان ولسمشر، حامد کرزي هم د امريکا په متحده ايالاتو کي خپل سفر ناتمامه پريښود او بيرته د هيواد پر لور روان سو.

 

په پام کي وه چي ولسمشر کرزی به په امريکا کي د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلي کي ګډون او وينا وکړي،

 

اژانسونه/ مسعود جهش

کتونکی: نجيب الله زيارمل