1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د زابل اوسيدونکي خپلو ماشومانو ته د زده کړي زمينه برابروي

۱۳۹۰ فروردین ۲, سه‌شنبه

په دغه ولايت کښي هم د جنوب لويديځي حوزې د يو شمير نورو ولاياتونو په څير د ډيرو ښوونځيو دروازې د ماشومانو پر مخ تړلي پاته دي.

https://p.dw.com/p/RBOj
د قلات ښار عمومي انځور
د قلات ښار عمومي انځورانځور: Pahjwok Afghan News

د زابل ولايت د مرکز، قلات د اوسيدونکو په وينا د تعليمي کال په پيل سره به د ښوونځيو دروازې د خپلو ماشومانو پر مخ پرانيزي.

په قلات کي د هغه ولايت سپين ږيرو مشرانو او ځوانانو په يوې غونډه کي په يوه سلا ږغ کړی، چي خپل کوچنيان به د علم په ګاڼه سمبالوي، د ښووني او روزني زمينه به ورته برابر وي تر څو هم د دوی او هم د وطن راتلونکې پرې روښانه سي.

د دغه ولايت د ښووني او روزني رئيس شيراغاه صافي د علم ، سواد او زده کړي حاصلول د ټولو مسلم حق وباله ، او زياته يي کړه: نور افغانان کولای سي د علم او پوهي په ذريعه خپل وطن آباد کړي، خپلو کونډو، يتيمانو او بلاخره خپلو راتلونکو نسلونو ته خدمت وکړي.

ويل کيږي چي په نا امنو سيمو او ولسواليو کي ډيری ښوونځی د دولت د مخاليفينو د ګواښونو له امله تړلي پاته دي.

د زابل ولايت قومي مشران وايي چي، موږ به هڅه وکړو چي په ليري پرتو سيمو او ولسواليو کښي هم د پوهي دروازې د خپلو بچيانو پر مخ پرانيزو.

« موږ خپل پوره قدرت په کار واچوو تر څو د ليري پرتو سيمو په زرګونو تنو ماشومان او تنکي ځوانان چي اوس د زده کړي له نعمت څخه بې برخي دي، د زده کړي څخه برخمن سي.»

د يادوني وړ ده چي، بله خوا بيا ويل کيږي چي په ليري پرتو سيمو او ولسواليو کښي ګڼ شمير ښوونځي د دولت د مخالفينو له لوري نه، بلکي د شخصي خوصومتونو له امله يې دروازې تړل سوي دي.

حکمت الله اسلمي/ زابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل