1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوريې د سولي په کنفرانس کي مهم ګډون کوونکي

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله۱۳۹۲ بهمن ۲, چهارشنبه

د سوريې د سولي کنفرانس (ژنيو۲) چي په پلان کي ده د سويس په مونترو ښار کي ترسره سي، په سوريه کي د تاوتريخوالي له پيل راهيسي لومړی وار دی چي د دولت او مخالفانو استازي د يوه ميز تر شا يو له بله سره خبرو اترو ته کښېني.

https://p.dw.com/p/1Av5T
انځور: Reuters & Fabrice Coffrini/AFP/Getty Images

د سوريې د سولي کنفرانس چي د ژنيو۲ په نوم نومول سوی دی نن د چهارشنبې ورځ (۲۰۱۴ کال د جنورۍ ۲۲) د سويس په مونترو ښار کي پيليږي.

دغه کنفرانس چي د ملګرو ملتونو په مشرۍ ترسره کيږي په پلان کي ده چي ګډون کوونکي به يې د سوريې د روان کړکېچ د ختمولو پر لارو چارو باندي مشورې سره وکړي. په دغه راپور کي د کنفرانس يو شمېر مهم ګډون کوونکي چي په سوريې پوري اړه لري درته معرفي کيږي:

د سوريې د دولت استازي

وليد معلم: له ۲۰۰۶ کال راهيسي د سوريې د بهرنيو چارو وزارت مسووليت پرغاړه لري. ۷۳ کلن معلم په ۱۹۹۰ لسيزه کي په امریکا متحده ايالاتو کي د سوريې سفير وو. ده له واک څخه د اسد ليري کول غير ممکن بللي دي.

بثينه شعبان: د اسد يوه ډېره نژدې سلاکاره ده. شعبان يوه له هغو لږو کسانو څخه ده چي بې له دې چي د سوريې په اطلاعاتي سازمان پوري اړه ولري له بشارالاسد سره مستقيمي اړيکي لري.

فيصل مقداد: د سوريې د بهرنيو چارو وزارت مرستيال دی. مقداد د سوريې د کابينې يو له ډېر نفوذ لرونکو غړو څخه دی. هغه د دغه هيواد له امنيتي ارګانونو او دغه راز واکمن «بعث» ګوند سره پراخي اړيکي لري.

عمران زوبی: د بشارالاسد په کابينه کي د سوريې د اطلاعاتو رسولو وزير دی. د سوريې اپوزيسيون هغه له بهرنيانو سره په تړاو تورنوي.

بشار جعفري: په ملګرو ملتونو کي د سوريې استازی دی. جعفري په نړيوالو غونډو کي له مخالفانو سره د سوريې د رژيم د کړو وړو ملاتړ کوي.

د سوريې د دولت مخالفان

احمد عاصی جربا: په دې وروستيو کي د «سوريې ملي ايتلاف» مشر سوی دی. هغه په ۱۹۹۰ لسيزه کي د سياسي فعاليتونو له کبله دوه کاله بندي سوی وو. دی په سوريه کي د نااراميو په پيل کړي سعودي عربستان ته تښتېدلی وو.

رياض سيف: د سوريې رژيم يو له پيژندل سوو مخالفانو څخه دی. هغه د سوريې د ملي ايتلاف په جوړولو کي ستر رول لرلی دی. هغه په ۲۰۰۰ مېلادي کال کي کله چي بشارالاسد په سوريه کي واک تر لاسه کړ دوه واري بندي سو او تقريباً اته کاله يې په زندان کي تير کړل.

ميشل کيلو: د سوريې اپوزيسيون له مسيحي ډلي څخه دی. کيلو چي ورځپاڼه چلوونکی او د بشري حقونو فعال دی د خپلو فعاليتونو له کبله درې کاله په زندان کي تېر کړي دي.

فاروق طيفور: د اخوان المسلمين له غړو څخه دی. طيفور په ۱۹۸۰ لسيزه کي سوريه پرې ايښې وه. هغه مهال د اوسنی جمهور رييس پلار حافظ اسد د سوريې واکمن وو او د اخوان المسلمين غړي او پلويان يې سخت سرکوب کول.

برهان غليون: د سوريې د ملي شورا پخوانی رييس وو. د دغي شورا غړي اوس د سوريې ملي ايتلاف سره يوځای سوي دي. غليون د فارس خليج سيمي هیوادونو له پاره يو پيژندل سوی شخص دی.

سهير اتاسي: د سوريې په ايتلاف کي يوه له ډېرو لږو ښځو څخه ده. د هغې کورنۍ د بشارالاسد له کورنۍ سره د مخالفت او مبارزې اوږده سابقه لري.

انس عبده: د اسد د ځوانو مخالفانو استازی دی. هغه اوس په بريتانيا کي ژوند کوي.

د سوريې د سولي کنفرانس چي نن د سويس په مونترو ښار کي پيليږي، مشري يې ملګري ملتونه کوي او د نړۍ د ډېرو هيوادونو استازي او د بهرنيو چارو وزيران ګډون پکښې کوي.