1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستافریقا

«د سوډان د کډوالو په کمپونو کې شاوخوا ۱۲۰۰ ماشومان مړه شوي»

۱۴۰۲ شهریور ۲۸, سه‌شنبه

د ملګرو ملتونو په وينا له می میاشتې راهیسې د جګړه ځپلي هیواد سوډان د کډوالو په کمپونو کې شاوخوا ۱۲۰۰ ماشومان مړه شوي دي. د دغو ماشومانو د مړينې علت څه دی؟

https://p.dw.com/p/4WYwm
په سودان کی بحران
په سودان کی بحرانانځور: Marwan Ali/AP Photo/picture alliance

د ملګرو ملتونو په وينا له می میاشتې راهیسې د جګړه ځپلي هیواد سوډان د کډوالو په کمپونو کې شاوخوا ۱۲۰۰ ماشومان مړه شوي دي. د دغو ماشومانو د مړينې علت څه دی؟

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې یونیسف د سه شنبې په ورځ په ژنيف کې اعلان وکړ، چې د سوډانپه نهو کمپونو کې ماشومان د خوارځواکۍ او د شري ناروغۍ قرباني شوي دي.

سودان: په خرطوم کی اعتراضونه
سودان: په خرطوم کی اعتراضونهانځور: Getty Images/AFP/A. Shazly

د يونيسف له خوا زياته شوې چې په سوډان کې په روغتیايي مرکزونو باندې د »پرله پسې بریدونو« او د تغذیې د خراب وضعیت له امله، دا ویره ده چې »د کال تر پایه به څو زره نوي زیږیدلي ماشومان ومري.«

په سوډان کې د پوځي واکمن عبدالفتاح البرهان او د هغه د پخواني مرستیال محمد حمدان داغلو ملېشې د اپریل له نیمایي راهیسې د واک پر سر په خونړۍ جګړه بوخت دي.

د «Armed Conflicts Location and Event Data Project» په نوم غير دولتي سازمان د معلوماتو له مخې شا اوخوا ۷۵۰۰ کسان  له هغه مهاله تر اوسه وژل شوي دی.  جګړې د سوډان د پخوانۍ کمزورو زیربناو لویه برخه هم ویجاړه کړي ده. د هېواد ۸۰ سلنه روغتونونه تړل شوي او میلیونونه خلک له لوږې سره مخامخ دي او زوریږی.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې تر پنځو میلیونو زیات خلک بې ځایه شوي دي. یوازې په ګڼ ميشته ښار پلازمینه خرطوم کې  ۲،۸ ملیونه خلک د روانو هوایي بریدونو، توپچي جګړو، پرلارو او سړکونو له جګړو څخه تښتیدلي دي. د اوربند له پاره نړیوالې هڅې تر اوسه ناکامې دي.