1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سي آی اې د ربړونو د رپوټ په اړه غبرگونونه

دويچه ويله/ عبدالباري حکيم۱۳۹۳ آذر ۱۹, چهارشنبه

د امريکا د سنا يوه رپوټCIA تورنه کړې ده چې مشکوک ترهگر يې ربړولي دي. د بشري حقونو سازمانونو دغه عمل غندلی او د عاملينو د محاکمې غوښتنه ېې کړي ده.

https://p.dw.com/p/1E1rO
انځور: picture alliance/dpa/Michelle Shephard

د بخښني نړيوال سازمان کارکوونکې لاورا پيتر، وايي چې دغه رپوټ د «ډيرو امريکايانو له پاره تکان ورکوونکی دی.» د متحدو ايالاتو د استخباراتي ادارې CIA له خوا د مشکوکو ترهگرو د ربړولو د متدودونو په هکله د سنا مجلس رپوټ په دغه هيواد کې تند بحثونه راپارولي دي.

لاورا پيتر وويل: «دا رپوټ خورا اهميت لري. ځکه هغه دCIA په خپلو سندونو کي ښکاره کوي چې ربړوني د انگيرنو پرخلاف نه يوازي ډير وحشيانه وې، بلکي هغه کومه اغېزمنه وسيله نه وه چي اړين معلومات تر لاسه شي.»

د سپتمبر تر يولسمي پيښي وروسته د سي آی اې د تحقيقاتو متدودونه څومره وحشيانه ول؟ پخواني ولسمشر جارج ډبيلو بوش په دي هکله څومره خبرتيا درلوده؟ آيا د هغه ادارې ته سي آی اې په سيستماتيکه توگه دروغ ويلي دي؟ او ايا د ربړوني د دغو وحشيانه متودونوپه نتيجه کې اړين معلومات تر لاسه شوي دي؟

د ربړوني تورونه

دا ټولې هغه پوښتنې دي چي په دغه ۶۰۰ مخيز رپوت کې چې له ۲۰۰۹م کال راهيسي پرې کار شوی دی، په حيرانونکي توگه ځواب شوي دي. د امریکا مخکښي سناتوري ديانا فاينستان سنا مجلس ته وويل: «دغه رپوټ ښيي چي سي آی اې، ۱۱۹ کسان تر متحدو ايالاتو دباندي په پټه بنديان کړي ول او له هغوی څخه د ربړونو او زور له لارې پوښتني گروېږني کړي دي. په ځينو حالاتو کې حتي تر ربړوني لا پښه واړندي ايښوول شوې ده.»

د بشري حقونو د څارنې سازمان (هيومن رايتس واچ) او نور څارونکي په دي عقيده دي چي د دغه رپوټ په خپريدو سره ښايي په امريکا کي «سياسي زلزله» وشي.

د امنيتي چارو د کارپو او د کانگرس په چارو کې د سي آی اې پخواني رئيس جوزف ويپل وايي: «د سپتمبر يولسمې نيټې تر پيښي وروسته ډير بد وخت وو. موږ ډير عسکر له لاسه ورکړل، ډير عراقيان ووژل شول، موږ ته له مالي لحاظه ډير تاوان راورسيد. دا په عراق او سوريه کي د مسيحي جماعتونو د پای معني وه او ډيري داسي نوري ناوړه پيښي.»

د رپوټ تر خپريدو دمخه تند بحثونه

د سي آی اې د ربړوني د متودونو په هکله د سنا مجلس رپوټ تر خپريدو دمخه يو لړ تند بحثونه راپورته شول. ويل شوي دي چي د متحدو ايالاتو د بهرنيو چارو وزير، جان کيرې سناتوري ديانا فاينستاين ته چې د کيري د ديمورات گوند غړي ده، په تيلفوني خبرو کې اشاره وکړه چې د دغه رپوټ په خپريدو سره ښاي په تر هیواد دباندي يو لړ غبرگونونه راوپاريږي او ښايي د امريکانو ژوند له خطر سره مخامخ کړي.

د واشنگتن پست ورځپانې په يوه تبصره کې چي د جمهوري غوښتونکو او د زيات شمير استخباراتي ادارو د کارکوونکو نظريات منعکسوي ويلي دي: «د CIA په هکله د فاينستاين رپوټ خپرول، هغه هم د يوې جگړي په ترځ کي، يو ډير ناوړه بې مسئوليته عمل دی..»

پخواني ولسمشر جارج ډبيلو بوش چې د هغه په واکمنۍ کې د CIA دغه فعاليتونه تر سره شوي دي، د دغه سازمان د ربړوني له متدونو څخه دفاع وکړه. هغه وويل: «دا رښتيا هم ډير ښه خلک ول، موږ بايد خوشحاله اوسوو چي دا داسي خلک لرو.» بوش يادونه وکړه: دا چي په رپوټ کې هر څه ويل شوي دي هغه د دغو خلکو «لاس ته راوړوني بدنامه کولاي نه شي». دغه راز د CIA پخوانيو رئيسانو جارج تينت او جنرال مايکل هايدن هم دغه ډول څرگندوي کړي دي.

«موږ له تاريخ څخه دفاع کوو»

هايدن، نيويارک تايمز ته په يوه ايمل کي وويل: «موږ دلته له ربړونو دفاع نه کوو. موږ له تاريخ څخه دفاع کوو.» خوزې رودريگيوز چې د CIA د شخړه ييزو متودونو د پروگرام مسئوليت پر غاړه لري په واشنگتن پست کې د پخواني ولسمشر جارج دبليو بوش هداياتو ته اشاره کړې ده او وايي: «موږ هغه څه تر سره کړي دي، چي موږ ته يي امر شوی وو او زموږ په نظر هغه سم ښکاره کيدل.»

«واتر بوردينگ يا د اوبوغوټه ربړونه ده»

د امنيتي چارو کارپو او د کانگرس په چارو کې د سي آی اې پخواني رئيس جوزف ويپل خپله وايي: «ځيني دا متودنه رښتيا هم ربړوني وې.»

هغه په دي اړه يادونه کوي: «واتر بوردينگ يا د اوبو مصنوعي غوټې ښکاره ده چي يوه ربړونه ده. دغه متود د ۲۰۰۴م کال په پای کي پر درو کسانو باندي وکارول شو. بې خوبي ورکول چي له خپل حد څخه زياته وي، هم يو ډول ربړونه ده. دغه راز تر پښو او لاسونو کشول او ځوړندول هم ربړونه ده.»

د سنا مجلس رپوټ تر خپرولو دمخه د سي آی اې اوسني رئيس، جان برينن پر دي ټينگار درلود، چې گويا د تحقيقاتو له سختو متدونو سره ځيني مهم معلومات تر لاسه شوي دي: «د حملو پلانونه کشف شوي، د ترهگرو په نيولو کي مرسته شوې او ژوند ژغورل شوی دی.»

جوزف ويپل دغه دليل نه مني او هغه ته د شک په سترگه گوري: «تر اوسه پوري هيچا ته ثابته شوي نه ده، چي په دې ډول تحقيقاتو سره دي د يو چا ژوند ژغرول شوي وي. هغه وايي: «هيڅ وخت ربړونه په تحقيقاتو کي نيتجه نه ورکوي.»

هغه زياتوي: «دا هم ټولو ته ښکاره ده چي هيڅوک اجازه نه لري چي يو بندي شکنجه کړي، څو محرم معلومات تر لاسه کي. حتي که چيري تا ته دا اجازه هم وشي، ايا لازمه ده چي ته څوک وربړوې؟»