1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د شمالي کوریا مرستیال لومړی وزیر اعدام شوی»

آژانسونه/ ب.ص۱۳۹۵ شهریور ۱۰, چهارشنبه

جنوبي کوریا ویلي دي چې د شمالي کوریا رژیم مرستیال لومړی وزیر اعدام کړی دی. سمیه ایزو رسنیو خبر ورکړی دی چې د شمالي کوریا په پلازمېنه کې دوه لوړ پوړي حکومتي چارواکي په مرمیو وشتل شوي او وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/1Jsqa
Nordkorea Kim Jong Un
انځور: picture-alliance/dpa/J.Press/M. Matsutani

د جنوبي کوریا د معلوماتو پر اساس د شمالي کوریا واکمن کيم جونگ اون مرستیال لومړی وزیر کيم یونګ جن، اعدام کړی دی. په سیول کې د فاع وزارت یوه ویاند وویل چې د ښووني او روزني د برخي مسئول کيم یونګ جن، په جولای میاشت کې په ډزو وژل شوی دی.

د جنوبي کوریا د یونهاب خبري آژانس په حواله نوموړی ۶۳ «په انقلاب ضد چلند» تورن شوی وو. ویل شوي دي چې نوموړی په یوه رسمي غونډه کې لکه یو عسکر نه وو دریدلی.

د شمالي کوریا حکومت تر اوسه د نوموړي د اعدام خبر نه دی تائيد کړی.

تر «اعدام» وروسته ژوندی لیدل شوی

د جنوبي کوریا د استخباراتي ادارو په حواله په۲۰۱۱م کال کې د کيم جونګ اون، واک ته تر رسیدو وروسته ډېر لوړپوړي چارواکي د سیاسي «تصفیې» قرباني شوي دي.

د ۲۰۱۳م کال په پای کې کيم د خپلې کورنۍ یو غړی یانګ سونک تایک، د خیانت په تور اعدام کړ. همدا پرون، سه شنبه رسنیو رپوټونه ورکړي چې په روانه میاشت کې ښايي دوه لوړ پوړو چارواکو کيم جونګ اون ته د بې احترامۍ کولو له امله خپل سرونه بایللي وي.

خو کله کله د جنوبي کوریا له خوا په شمالي کوریا کې د لوړ پوړو چارواکو د اعدام په اړه ورکړل شوي خبرونه د وخت په تیریدو سره ناسم ثابتیږي. یو مثال یې د پوځ پخوانې مشر ري یونګ ګِل، چې احتمالا په فیبرورۍ میاشت کې اعدام شوی وو، دی درې میاشتې ورووسته روغ رمټ ولیدل شو.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب