1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستروسیه

د شوروي اتحاد وروستی رهبر، ميخايل ګورباچوف مړ شو

۱۴۰۱ شهریور ۹, چهارشنبه

د پخواني شوروي اتحاد وروستی رهبر، میخایل ګورباچوف چې اصلاحاتو ېې شوروي اتحاد سره وپاشه، د ۹۱ کلونو په عمر د مسکو په يوه روغتون کې د ناروغۍ له کبله مړ شو.

https://p.dw.com/p/4GG3Q
د شوروي اتحاد وروستی رهبر ميخايل ګورباچوف ومړ
د شوروي اتحاد وروستی رهبر ميخايل ګورباچوف ومړانځور: Boris Yurchenko/AP/dpa/picture alliance

میخایل ګورباچوف د کمونیست ګوند او د سوسیالیستي شوروي اتحاد وروستی رهبر وو چې له ناروغۍ سره تر اوږدې مودې مبارزې وروسته، بلاخره د سه شنبې په ماښام (۲۰۲۲م کال د اګست ۳۰) د ۹۱ کلونو په عمر د مسکو په مرکزي روغتون کې ساه ورکړه.

ګورباچوف د ۱۹۸۵ تر ۱۹۹۱ پورې د کمونیست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او له ۱۹۹۰ څخه د ۱۹۹۱م کال سمبر پورې د شوروي ولسمشر وو.

 د شوروي اتحاد وروستی رهبر، چې د خپل ګلاسنوست او پيريسترویکا سیاست سره چې د سیاسي فضا پرانیستل، شفافیت او انتقادپزيري او همدارنګه اقتصادي او ساختاري اصلاحات ېې په بر کې نېول، د سړې جګړې د پای او په دوو برخو د ویشل شوي آلمان د یووالي له تر ټولو مهمو څيرو څخه ګڼل کيږي.

«د افغانستان جگړې له شوروي اتحاد څخه روسيه جوړه کړه»

کوم سیاسي بهیر چې ګورباچوف پيل کړی وو د شوروي اتحاد په ټولو جمهوریتونو کې د لويو تحولاتو په رامنځ ته کېدو منتج شو. هغه په ۱۹۹۱م کال کې د ولسمشرۍ له څوکۍ څخه پر شا شو چې لږ موده وروسته ېې شوروي اتحاد هم وپاشل شو.

ګورباچوف ته تر هغه مخکې د ترسره کړو اصلاحاتو په خاطر، د نوبل د سولې جایزه ورکړل شوې وه.

ميخايل ګورباچوف د آلمان له پخواني صدراعظم هیلموت کول سره
ميخايل ګورباچوف د آلمان له پخواني صدراعظم هیلموت کول سرهانځور: dpa/picture-alliance

هغه تل د ولاديمير پوتين پر سیاستونو، په ځانګړې توګه په روسېه کې د سياسي فضا پر تنګولو او د رسنيو د آزادۍ پر محدودولو نېوکې کولې.

په مسکو کې د یو سیاسي بنسټ رامنځ ته کول

ميخايل ګورباچوف چې په مسکو کې د یو سیاسي بنسټ موسس وو، تر مرګه پورې ېې د دغه بنسټ چارو ته رسيدګي کوله. د هغه د بنسټ تګلاره د دیموکراسۍ د ارزښتونو ساتنه او لوېديځ ته د روسيې نژدې کيدل وو.

ګورباچوف ګڼ شمیر کتابونه هم ولیکل چې په هغو کې د نورو تر څنګ د آلمانيانو او لوېديځ د ناهيليو او «د روسېې پر ضد د نوو خصمانه انځورونو وښکل» رانغښتل شوي وو.

ګورباچوف د ۲۰۱۹م کال په مني کې د برلين ديوال د پاشل کيدو د ۳۰مه کليزې په مراسمو کې ګډون ونه شو کړای، ځکه هغه خپل نامساعد روغتيايي وضعيت په دلیل دغه سفر کولو ته حاضر نه شو.

هغه په وروستيو کلونو کې له مزمنې ناروغۍ څخه کړېدی او په کراتو په روغتون کې بستر شوی وو.

په پام کې ده د ګورباچوف مړی، د مسکو په تاريخي او مشهورې هدېرې «نوودیويچي» کې د خپلې مېرمنې، رایسا، قبر تر څنګ خاورو ته وسپارل شي.

زموږ له آرشيف څخه: