1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د عامري له چټ څخه د برید اراده معلومه شوې وه»

۱۳۹۶ فروردین ۶, یکشنبه

په برلين کې د کریسمس پر بازار د برید ترسره کونکی انيس عامري د دسمبر په میاشت کې ووژل شو. د آلمان د جنایي پولیسو د خبرداري پر بنسټ عامري په یوه انټرنټي چټ کې ویلي وو چې په آلمان کې د ځانمرګي برید ترسره کولو اراده لري.

https://p.dw.com/p/2ZxzD
Deutschland LKW nach dem Anschlag am Breitscheidplatz in Berlin
انځور: Reuters/H. Hanschke

د آلمان په لویدیځ کې د نورد راین وستفالن ایالت جنایې پوليسو د ۲۰۱۶ م کال په مارچ میاشت کې په دوسلدورف کې د دغه ایالت د کورنیو چارو وزارت ته خبرداری ورکړی وو چي د برلين په کریسمس بازار د برید ترسره کونکی انيس عامري، د یوه تروریستي برید په تکل کې دی.

د «بلډ ام زدونټاګ» آلمانۍ ورځپاڼې د خپل یکشنبې ورځې (د مارچ میاشتې ۲۵) په ګڼه کې لیکي دي چې د جنایې پولیسو په محرمانه رپوټ کې ویل شوي ول چې د دغې ادارې له خوا په را ټولو شویو اطلاعاتو کې لیدل کیږي چې د انيس عامري له خوا د تروريستي برید ګواښ (چې کیدای شي د یوه انتحاري برید په شکل وي) آلمان تهدیدوي.

وروسته بیا د آلمان د نورد راین وستفالن ایالت جنایې پولیسو د دغه ایالت له کورنیو چارو وزارت څخه وغوښتل چې د آلمان د اقامې قانون د ۵۸ مادې پر بنسټ دې عامري له دغه هیواد څخه ؤ ایستل شي.

د انیس عامري یو کنترول شوی انټرنټي چټ

جنایې پولیسو د یوه سند په توګه د انيس عامري یو چټ هم ضمیمه کړ چې د ۲۰۱۶ م کال د فبرورۍ میاشتې په ۲ یې لیکلی وو. عامري په دغه انټرنټي چټ یا خبرو کې لیکلي وو اراده لري په آلمان کې له یوی «خور سره» واده وکړي. کله چې مخاطب لوری یې د دې په اشاره نه پوهیږي بیا نو عامري د «دُګما»(Dougma) کلیمه کاروي چې د جنایې پولیسو د رمز پيژندنې پر بنسټ دا د ځانمرګي برید مستعار نوم دی.

سره له دې د نورد راین وستفالن ایالت د کورنیو چارو وزارت وویل چې دا ډول چټونه یا انټرنټي پیغامونه حقوقي ارزښت نه لري او انيس عامرې یې له المان څخه اخراج نه کړ.

حتی په برلين کې د کریسمس پر بازار تر برید وروسته هم د نورد راین وستفالن ایالت د کورنیو چارو وزیر په خپل دې نظر باقي پاتې شو چې له قانوني پلوه له آلمان څخه د دغه کس ایستل ممکن نه وو.

د دغه خبر تر خپریدو وروسته به د نورد راین وستفالت ایالت د کورنیو چارو وزیر رالف یِیګر تر لا زیات فشار لاندې قرار ونيسي. ټاکل شوی ده چې هغه به د چهارشنبې په ورځ (د مارچ میاشتې په ۲۹) د دغه ایالت تحقیقي مجلس ته په دې اړه توضیحات ورکړي.

د ۲۰۱۶ کال د دسمبر میاشتې په ۱۹ په برلين کې د کریسمس پر بازار د برید په ترڅ کې ۱۲ تنه ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شوي ول. تر برید څو ورځې وروسته د دغه برید عامل انیس عامري په ایټالیا کې د دغه هیواد د پولیسو له خوا ووژل شو.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (20.12.2016):