1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د عراق پارلمان د شرابو پرجوړولو او خرڅولو باندي بندیز وضع کړ

۱۳۹۵ آبان ۲, یکشنبه

د عراق پارلمان د رایو په اکثریت سره د شرابو پر جوړولو، خرڅولو او رانیولو باندي کامل بندیز وضع کړ. د بنديز د پلویانو په حواله دا کار د هیواد د اساسي قانون سره په مطابقت کې شوی.

https://p.dw.com/p/2RaCS
Euromaxx Weintour Frankreich
انځور: DW

د فرانسې دخبري آژانس-«AFP» په حواله د عراق پارلمان دغه پریکړه د شنبې په ماښام (د اکتوبر میاشتې۲۲) کړی ده. «AFP» اضافه کوي که دیوې خوا دغه فیصله په هیواد کې د مذهبي او نژادي اقلیتونو د خفګان سبب ګرځي،دبلې خوا همدغه تصویب به په عراق کې د اغیزمنو مسلمان سیاسي ګوندونو د خوشحالولو سبب شي.

په دغه هیواد کې د شرابو د پير او پلور د مکمل بنديز د پلویانو په حواله دغه تصویب د هیواد د اساسي قانون سره په بشپړ ډول همغږي لري. ددوی په خبره د هیواد د اساسي قانون پر بنسټ هیڅ داسې قانون نسي تصویبیدلای، چې د اسلامي احکامو سره په تضاد کې واقع کیږي.

بل لور ته ددغه بندیز مخالفین ادعا کوي چې دا تصویب په اصل کې پخپله د عراق له اساسي قانون سره مغایرت لري. د دوی په خبره اساسي قانون مذهبي اقلیتونو ته د خپل رسم او رواج د اجرأکولو اجازه ورکوي. انتقاد کونکي د خپلي ادعا له پاره دا دلیل هم وړاندی کوي چې شراب په اسلام کې منع دي، خو په نورو مذهبونو کې نه، له همدې امله ددغه بندیز اطلاق باید د عراق په غیرمسلمانو اتباعو ونه شي.

تر دغه بندیز وورسته د عراق په پارلمان کې یوه عیسوي سیاستوال یونادم کنا وویل: «د پارلمان له خوا تصویب شوې قانوني مسودې د ۱۴ مادې پر بنسټ، په هیواد کې د هر ډول شرابو جوړول، پير او پلور او واردول منع دي. ددغه قانون هر یو سرغړونکی له ۱۰ څخه تر ۲۵ میلونه دیناره (له ۸۰۰۰ څخه نیولی تر ۲۰۰۰۰ ډالرو) پوري جریمه کیدلی شي.»

کنا اعلان وکړ، چې هغه به ددغه شخړه ایز قانون پر ضد د هیواد په ستره محکمه کې اقامهء دعوی وکړي.

د فرانسې دخبرې آژانسپه حواله که څه هم د عراق په هوټلونو او رسټورانونو کې په ښکاره او عام ډول میلمنو ته شراب نه وړاندی کیږي، خو په دغه هیواد کې ډیر زیات شراب څښل کیږي. ددې ترڅنګ په عراق کې د بيرو او شراب جوړولو نورو ډولونو فابریکي هم فعاله دي.

پرورته موضوع انځورونه زموږ د آرشیف څخه (15.12.2015)