1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
هنر

د علاوالدين غلجي او راجپوت ملکې په باب فلم ننداره ځنډول شوې

۱۳۹۶ آبان ۲۹, دوشنبه

په هندوستان کې په پراخه پیمانه تر اعتراضي مظاهرو وروسته د راجپوت ملکې او مسلمان بادشاه علاوالدين غلجي اړوند حماسي شعر په هکله د بالي وډ د شخړیز فلم «پدماوتي» ننداره تر یوې نامعلومي نیټې ځنډول شوې ده.

https://p.dw.com/p/2nvDJ
Deepika Padukone
انځور: Getty Images/AFP

د بالي وډ فلمي صنعت له مرکز ممبی څخه رویټرز خبري آژانس د یکشنبې ورځې(د نوامبر میاشتې ۱۹) د ترلاسه شویو رپوټونو په حواله د «پدماوتي» پروډیو سر ویلي دي چې د دې نوي فلم ریلیز یا ننداره چې ټاکل شوې وه د دسمبر میاشتې پر لومړۍ نیټه نندارې ته وړاندې شي، تر یوې نامعلومې نیټې پوري ځنډول شوې ده.

پر دې فلم انتقاد کوونکي په ځانګړي توګه په هند کې راجپوت قوم تور لګوي چې د دې فلم په وسیله د هندوستان د تاریخ د مسخ کولو یا څېرې بدلولو کوښښ شوی دی.

د دغو تورونو له امله په دغه سویلي آسیایې هیواد کې چې په نړیواله کچه د فلم لیدونکو یو له لویو مارکیټونو څخه ګڼل کیږي په پراخه پيمانه مظاهرې پیل شوي وې.

د رویټرز په حواله د دغه فلم پر ضد په راجستان، مهاراشتر او د هندوستان په یو شمیر نورو ایالتونو کې اعتراضي مظاهرې وشوې.

د دې فلم جوړونکي کمپنۍ ویلي دي چې «د دې فلم ریلیز په داوطلبانه شکل ځنډول شوی دی. موږ باور لرو چې ډیر ژر به د دغه فلم د نندارې په اړه د وضاحت په ترلاسه کولو کې بریالي شو. وروسته تر دې به د دغه فلم د ننداري نوې نیټه اعلان شي».

له ممبی څخه ترلاسه شوو رپوټونو پر اساس دا فلم د کال په لومړیو کې هم هغه مهال له ستونزو سره مخامخ شوی وو چې د هندوستان د راجپوت قوم اړوند ګوند (راجپوت کرنی سينا) غړو په راجستان کې د دې فلم پر ډايریکټري سجني لیلا بهنسالي حمله وکړه.

راجستان ایالت د «راجپوت کرني سینا» ډلي مقر بلل کیږي. دغي ډلي یا ګوند انتقاد کړی وو چې د دې فلم په جوړولو سره د راجپوت قوم احساسات زيانمن شوی دي او داریکټرې بهنسالي په اګاهانه ډول د تاریخي حقايقو د بدلولو کوښښ کړی دی.

د «پدماوتي» په اړه مهمه خبره دا ده چې دا فلم د یوه داسې حماسې شعر پر بنسټ جوړ شوی دی چې د شپاړلسمې پيړۍ د هند مشهور شاعر ملک محمد جائسې لیکلی وو.

دغه حماسي شعر د راجپوت د ملکې پدماوتي او په همدې دور کې د هندوستان د مسلمان پادشاه علاوالدين غلجي په هکله لیکل شوی دی.

Ur/S.N

زموږ له ارشيف څخه: