1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د عينکو د مسو د کان د رايستلو په وړاندي ماينونه خنډ دي

۱۳۸۹ دی ۲۰, دوشنبه

افغان حکومت په لوګر کي د عينکو د مسو د کان د رايستلو په وړاندي د پرتو خنډونو په ډله کي د ځمکنو ماينونو شتون تر ټولو لويه ستونزه بولي.

https://p.dw.com/p/QpQ9
د عينکو د مسو کان ته څيرمه پرتو سيمو کي له څو لسيزو راهيسي د ماينونو خطر موجود دي.
د عينکو د مسو کان ته څيرمه پرتو سيمو کي له څو لسيزو راهيسي د ماينونو خطر موجود دي.انځور: AP

پلازمېني کابل ته څيرمه د نړۍ په کچه د دغه مشهور کان څخه د مسو د رايستلو لپاره څو کاله دمخه د چين له ام سي سي کمپنۍ سره هوکړه سوې ده.

ټاکل سوې چي تر راتلونکو شلو مياشتو پوري د لوګر د عينکو د مسو کان ته پرتي ټولي سيمي د ماينونو له شتون څخه پاکي سي.

د کانونو وزير وايي چي اوس کان ته نږدي سيمو کي د ماينونو د پاکولو د پروګرام دوهم پړاو پيل سوی دی.

وزير وحيد الله شهراني وايي چي تر راتلونکو درو کلونوپوري به دعينکو د کان څخه د مسو د را ايستلو لړۍ هم پيل سي.

«د مګړی د ځمکنو ماينونو له شتون څخه د دغي سيمي د پاکولو لړۍ روانه ده او ددې کار له پای ته رسيدو سره به هلته د ښآرګوټو د جوړولو، د بريښنا او ابو د شبکود جوړلو چاري پيل سي».

د عينکو د مسو کان ته څيرمه پرتو سيمو کي له څو لسيزو راهيسي د ماينونو خطر موجود دي.

اوس مهال پر ام ډي سي ماين پاکونکي موسسي سربيره د رنکو او داسي نورو کمپنيو له لوري هم دغه چاري پر مخ بيول کيږي.

د معادونو د چارو کارپوهان په دي اند دي چي تر هغه پوري د ام سي سي په نامه دغه چينايي کمپنۍ له کان څخه د مسو رايستلو کار نسي پيلولای تر څو د ماينونو خطر په بشپړه توګه نه وي محوه سوی.

دا هغه خبره ده چي د کانونو او صنايعو وزير شهراني هم ورسره همغاړی دي.

« د مسو د پروسس او غني کولو لپاره، او همدا راز د اوسپني د پټلۍ د جوړيدو چاري د سيمي د بې خطر کولو وروسته پيليږي».

د کانونو وزارت چارواکي وايي چي د ماينونو له شتون څخه دعينکو دسيمي دپاکولو په لومړني پړاو کي تر څلور مليونه متره مربعه ډيره ځمکه د کان ګردچاپير د ماينونوله شتون څخه پاکه سوې ده.

د عينکو کان چي د افغانستان د اقتصاد لپاره ډير مهم بلل کيږي د تيرو درو کلونو راهيسي ورباندي کار روان دی.

حکومت وايي د دغه کان د امنيت د ساتلو لپآره به په زرګونه تنه سرتيري په دندو وګماري تر څو چينايي انجينيران په خوندي توګه خپلي چاري پر مخ بوزي او افغانان د هغوی له دغو پروژو ګټه پورته کړي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل