1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا په زرونو مهاجرو ماشومان له کورنيو جلا کړي دي

۱۳۹۷ خرداد ۲۶, شنبه

د امريکا د کورنیو چارو د وازرت په قول د می مياشتې تر پايه په شپږو اونيو کې، نژدې ۲۰۰۰ هغه غيرقانوني مهاجر ماشومان چې د مکسیکو له سرحده امریکا ته اوښتي له خپلو کورنيو څخه جلا کړل شوي دي. د غيږې ماشومان مستثنی ښودل شوي دي.

https://p.dw.com/p/2zgBe
USA Texas Grenzschutzbeamte stoppen Migranten in Nähe Mexiko-Grenze
انځور: Getty Images/J. Moore

دغه خبره ځينو خبري سرچينو د شنبې په ورځ د امريکا د کورنیو چارو د وازرت له قوله ورکړی دی.  

د غیرقانونی مهاجرو په اړه د امريکا سخت سیاست، د مکسيکو په سرحد کې ماشومانو ته بدي پايلې له ځانه سره لري.  د امريکا د کورنيو چارو وزارت د امارو په اساس، په څه کم يوه نيمه مياشت کې نژدې دوه زره ماشومان له خپلو کورنيو جلا شوي دي.

د امريکا د ولسمشر دونالد ترامپ د کاري دوري د پيليدو وروسته، امريکا د غيرقانوني مهاجرو پر وړاندې سخت سياست وضع کړل چې ځينې يي اجرا شوي هم دي. په دې برخه کې يوه مسئله هم د هغو مهاجرو پر وړاندې د نه نرمښت ښودل دی چې له ويزې پرته د مکسيکو له پولې د امريکا متحده ايالاتو خاورې ته داخلیږي.

د امريکا متحده ايالاتو د سرحدي چارواکو په پوله کې له کورنيو څخه د ناقانونه مهاجر ماشومانو د جلا کيدو اقدام او موقتي هستوګنځايونو ته يې د ليږدولو اقدام له څو مياشتو راهيسې پيل شوی دی.

د مهاجرت په تړاو د دونالد ترامپ له سخت سياست څخه يو تر ټولو کلک ملاتړ کونکی  امريکا د عدليې وزير جف سشنز دی، د دغه قانون له مخې هر هغه څوک چې په غير مجاز توګه د امريکا متحده ايالتو خاورې ته داخلیږي مجرم پيژندل کيږي.

د امريکا د کورنيو چارو وزارت ويلي دي چې له کورنيو څخه د غيرقانوني مهاجر ماشومانو د جلا کيدو په بهير کې هغه ماشومان چې د مور په غيږ کې (شيرخور) وي جلا کړل شوي نه دي.

په عين حال کې ويل کيږي چې له کورنيو څخه د ناقانونه ماشومانو د جلا کولو سياست د هغو  غير قانوني مهاجرو په وړاندې هم اجرا کيږي چې د امريکا خاورې ته تر داخلیدو وروسته يې د پناه غوښتنې وړاندې کړي دي.

له دغو مهاجرو څخه ډيرۍ برخه د الساوادور، ګواتيمالا او هندوراس هیوادونو اوسيدونکي دي. دغه افراد په خپلو هيوادونو کې د جنايي باندنو د فعاليتونو له ويرې امريکا پر لور د تيښتې لارې غوره کړي دي.

له کورنيو څخه د مهاجرو ماشومانو د جلا کیدو، د هغوی د ناڅرګند برخليک او له کورنيو سره يې د بيرته يو ځای کيدو د نا معلومه موده په اړه ابهاماتو له ځانه سره سختې نيوکو او اعتراضونه  رابرسیره کړي دي.