1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فرانسې ملي شورا د پناه غوښتني سخت قانون تصويب کړ

۱۳۹۷ اردیبهشت ۴, سه‌شنبه

د فرانسې ولسمشر ايمانويل ماکرون پخپل هيواد کې د پناه غوښتونکو زيات شمیر ته په پام سره د مهاجرت نوي قانون په هکله غبرګون ښودلی دی. خو اپوزيسون پر نيوکې لري.

https://p.dw.com/p/2wWEA
Frankreich Asylsuchende
انځور: Getty Images/AFP/C. Triballeau

په پاريس کي ملي شورا له ۶۰ ساعتونو خبرو اترو وروسته د پناه غوښتونکو او مهاجرو په اړه شخړه ايز قانون تصويب کړ. د شورا ۲۲۸ استازو مثبته او ۱۳۹ منفي راي ورکړې. ۲۴ رای ممتنع وې.

لنډ مهاله مهلتونه او په بند محکومیدل

د فرانسې د کورنيو چارو وزیر ګيرارد کلومب په وینا له  دغه قانوني تدابيرو څخه هدف «کنترول شوي » مهاجر دي. د بیلګې په توګه د پناه غوښتنې له پاره ټاکل شوې موده چې ۱۲۰ ورځې ده ۹۰ ورځو ته رالنډيږي.

د پناه اخيستنې له پاره پر غوښتنليک چې تر اوسه به پرې ۱۱ مياشتي کار کيده، په راتلونکې کې به دا موده شپږو مياشتو ته رلنډه  کړاي شي. پناه غوښتونکې چې منفي ځواب اخلي د بيرته دعوی کولو له پاره لږ وخت لري.

د ممکنه  اخراج کولو د بند موده باید له ۴۵ ورځو څخه ۹۰ ورځو ته وغځيږي. هغه کسان چې له سرحد څخه په غيرې قانونې ډول راتيريږي د يو کال له پاره په زندان کي اچول کيدای شي.

په فرانسه کې د دغه قانون پر وړاندې پراخه مظاهرې شوي دي. مرستندويو سازمانونو انتقاد کړی دی چې دغه قانون د پناه غوښتونکو حقوق کمزوري کوي. د ملي شورا په غونډه کې کين اړخه ګوند استازو د قانون دغه لايحه «غيري انساني» بللې ده. د ښي اړخو وياند پرې سست انتقاد کړی دی.

د مشرانو جرګه پرې پريکړه کوي

 

د روان ميلادي کال په جولای مياشت کې به د مشرانو جرګه پرې کار وکړي. په سنا کي اپوزيسون چې په ښی اړخه پوري تړاو لري اکثريت دي.

په فرانسه کې په تير کال کې د پناه غوښتونکو شمير زیات شوی، که څه هم چې اروپا ته د مهاجرو راتګ نيماي ته را  ټيت شوی. په فرانسه کي چارواکو په لومړي ځل تر۱۰۰ زرو زيات پناه غوښتونکو نومونه ثبت کړي دي چې د ۲۰۱۶م کال پر پرتله ۱۷ سلنه زياتوالی ښيې. هغه مهال داسي ډير پناه غوښتونکي هم ول چې غوښتل يې د فرانسې له لارې بريتانيا ته ځانونه ورسوي.

زموږ له ارشيف څخه: